د چین د انسانوړونکو فضايي الوتنو ادارې د شنبې په ورځ دا خبر اعلان وکړ چې د پاکستان یو ستورمزلی به د دغه هېواد د راتلونکي فضايي ماموریت په ترڅ کې د لومړي بهرني وګړي په توګه د چین فضايي تمځای ته سفر وکړي.
bbc.in/3UkNaln
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکو صدیق الله اتل او رحمان الله له زېمبابوې سره په شارجه کې د روانې ټېسټ سیالۍ پر درېیمه ورځ سلیزې وکړې. ښيلاسی توپ وهونکی رحمانالله په داسې حال کې سلیزه کوي، چې دا یې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ ټېسټ سیالي دي.
د یوې ښکلې چینایۍ ماڼۍ دننه سیلانیان په شان او شوکت ښکلې جامې اغوندي او د فلمونو سناریوګانې لولي، چې په خپلو کوچنیو ډرامو کې د ستورو په توګه رول ولوبوي.
د چین په ختیځ هېنګ دیان ښار، چې د نړۍ له سترو فلمي تولیدي سټوډیوګانو یوه پکې ده، د سیلانیانو پر یوه مشهور ځای بدل شوی دی.
هندۍ سینما د (رامايڼ) په نوم د "تر ټولو ګرانبیه" نوي فلم لومړۍ برخه نندارې ته وړاندې کړې چې ویل کېږي ۵۰۰ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.
bbc.in/4k268ro
په تېرو څو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فضا د دیني پوښتنو په ځوابولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (اېای) د رول په اړه له تودو بحثونو ډکه شوې ده.
bbc.in/4elQ2oH
پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې وضعیت لا هم ترینګلی دی. د چارواکو په وینا، دغلته د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې (JKJAAC) د غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وقفهيي ډول د ډزو تبادله روانه ده.
bbc.in/4ejkiAB
د سږ کال د اوسکار د وروستیو نوماندانو تر اعلان پورې نژدې درې میاشتې پاتې دي. افغان فلم جوړوونکی داوود هلمندی، چې د "پیکار" په نامه فلم یې دې نړیوال نندارتون ته نومول شوی، وايي، د فلم نومول کېدو یې ځینې بحثونه او نیوکې راولاړې کړې دي.
په بریتانيا کې د يوه کلي اوسېدونکي د پېړيو پخواني دود له مخې د قير داسې بېرلونه چې اور پرې بل وي پر سرونو لېږدوي.
داسې باور دی چې دا دود د ۱۶۰۵ کال د "باروتو توطيې" پورې اړه لري، هغه ناکامه هڅه چې موخه یې په چاودنه کې د پارلمان د ودانۍ له منځه وړل وو.
یو شمېرېز قلف چې په ۱۵۸۳ کال کې د ویلز سمندرغاړې ترڅنګ له یوې بېړۍ سره ډوب شوی و، نژدې ۳۰ کاله مخکې وموندل شو، چې لا هم تړلی و، خو له لسیزو هڅو وروسته یې اوس د څلورو تورو پټ کوډ د اوسنۍ ټکنالوژۍ په مرسته وموندل شو.
د بي بي سي ویلز خبریال هایوېل ګرېفېت پرې دا رپوټ جوړ کړی:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز څېړي چې له مخې یې افغان وګړي د پاکستان له لارې افغانستان ته وایستل شي.
bbc.in/48Ca5fb
د امريکا لروبر ډيموکراټو کانديدانو د اې ای ودې ورو کولو په اړه ټاکنيزې هلې ځلې کولې، او د ځينو معلوماتي شمېرو مرکزونو جوړولو مخالفت يې کاوه.
اوس له ټاکنو وروسته دوی د کانګرېس پر دواړو جرګو ولکه ګټلې.
میشل فلوري نور حال در کوي:
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ادعا کړې چې په افغانستان کې د "داعش" (خراسان) څانګې، د بېپیلوټه الوتکو په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي او غړو یې د دغو وسایلو د عملي کارونې اړینې روزنې هم بشپړې کړې دي.
bbc.in/4iJE7Ct
د بريتانيا حکومت د کډوالو مېشتېدا اصلاحاتو وروستۍ بڼه خپره کړې.
د حکومت موخه د اوږدمهاله کډوالۍ کمول او دا چې دايمې استوګنه له کاري عايداتو، ګټورې ونډې او قانون او دودونو سره غمږۍ سره وتړي.
د کډوالۍ چارو قانوني وکيل فريد وردګ پرې غږېدلی:
د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټې لانا نسيبه د انتونیو ګوترېش د ځایناستې کېدو سیالۍ ته ننوتې ده. د ګوترېش کاري دوره د ۲۰۲۶ کال په پای کې پای ته رسېږي. که نوموړې دغه مقام ته وټاکل شي، ښايي د ملګرو ملتونو لومړنۍ ښځینه سرمنشۍ او دویمه عربي څېره شي چې دغه مقام ته رسېږي.
په دغه نوي فلم کې رنبیر کپور د "رام" رول لوبولی چې په رامایڼ کیسه کې یو نېک شهزاده دی خو حالات یې له پاچاهۍ لاسپرسر کوي، ۱۴ کاله جلاوطنۍ ته اړ کېږي او له خپلې مېرمنې "سیتا" سره ځنګل ته پناه وړي. خو هلته راوڼ پاچا چې لس سرونه لري، سیتا ترې تښتوي. bbc.in/4iDVIf0
افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پايه د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې.
زېمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ۵۵ او رحمان الله ۵۰ منډې وکړې.
bbc.in/4k6ipLr
پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار وضعیت لا هم ترینګلی دی. د چارواکو په وینا، دغلته د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې (JKJAAC) د غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وقفهيي ډول د ډزو تبادله روانه ده.
bbc.in/3WoNjF2
په تېرو څو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فضا د دیني پوښتنو په ځوابولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (اېای) د رول په اړه له تودو بحثونو ډکه ده. دغه بحثونه تېر اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د "قاف" په نوم د یوه کاریال (اپلیکېشن) له خپرېدو وروسته، لا پسې پراخ شول.
bbc.in/4sGpi8c








