سلیم ړنگ 🇦🇫 (@AsaleemR) header
سلیم ړنگ 🇦🇫 (@AsaleemR) profile picture

🇦🇫په دې خاوره کې🇦🇫، په دې پاکې سپېڅلې کروندې کې🇦🇫، پرته له مینې ❤️بل څه ونه کرو ❤️ مولانا رح

Joined November 2024
د هغوی لپاره چې وایي د افغانستان نوم انګرېزانو په ۱۹ پېړۍ کې کېښود او احمدشاه بابا د افغانستان پاچا نه و. لیکی: له بنګاله تر انګلستانه یون (سفر)، هند د شمالي برخې، کشمیر، افغانستان او فارس له لارې، او د کسپین سمندر په تېرېدو روسیې ته د ننوتو په مسیر لیکوال: جورج فورسټر George Forster, د ختیځ هند د کمپنۍ د ملکي خدمت کارمند کال: ۱۷۹۸ زېږدیز #افغانستان #افغان
1
6
3
26
4,242
«یو افغان د لسو پارسیانو هومره ارزښت لري.» نادر افشار لیکی: نادر شاه Nadir Shah لیکوال: هنري مورتیمر دیورند «… د ملایانو او سیدانو ډله، چې د پېغمبر له نسله ګڼل کېدل، د سپینو یا تورو شنو رنګونو په لویو پګړیو کې راغلل. سره له دې چې نادر د فارس د شیعه مذهبي مشرانو سپکاوی کاوه، خو د #افغانستان له سني ملایانو سره یې د سیاست له مخې درناوی کاوه، ځکه هغه د نالوستو او سخت‌دریځو قبایلو پر خلکو د هغوی له واک او اغېز څخه ښه خبر و. یوه ورځ دغو ملایانو له هغه څخه د یوه داسې سړي د وژلو غوښتنه وکړه چې د سپېڅلو ارزښتونو د سپکاوي په ګناه متهم و. ستارې له خپلې کړکۍ وکتل او ویې لیدل چې هغه سړی له کوره بهر ایستل کېږي او په ډبرو ویشتل کېږي. سړی پر ځمکه ګونډې شو او خپل مخ یې په دواړو لاسونو پټ کړ. شاوخوا ولاړو کسانو پرې د ډبرو لویې لویې ټوټې ور وغورځولې، تر دې چې هغه یې وواژه او له سترګو یې پناه کړ. د هرې طبقې سرغړوونکي به د نادر حضور ته راوستل کېدل او بې له ځنډه به سزا ورکول کېده. یوه ورځ د دغو بېوزلو سزا لیدونکو یوه ډله د ستارې د کړکۍ مخې ته تېره شوه او هغو ته په لیدو لړزه ورغله. په هغوی کې داسې کسان وو چې د «فلک» شکنجه یې ګاللې وه او د پښو له سخت درده به یې په تړلو پښو په کړاو ګامونه اخیستل. ځینې ړانده وو او له تشو سترګو به یې وینې بهېدلې. ځینې نور په بېلابېلو لارو معیوب شوي وو او سرونه یا لاسونه یې په وینو لړلو ټوټو کې تاو کړي وو. ټولو سرونه ټیټ کړي وو او نږدې چوپ وو، یوازې کله ناکله به یې د نه زغمل کېدونکي درد له امله د آه غږ پورته شو، یا به یې له زړه ماتې ژړا وکړه. تاتاري آس‌سوارانو هغوی په بې‌رحمۍ مخې ته ځغول او شړل. پر خپلو اوږدو نېزو به یې هغه کسان وهل چې له ډلې وروسته پاتې کېدل، او که به کوم بېوزلي د اوسپنې د ناڅاپي لګېدو له امله ټکان وخوړ، نو په لوړ غږ به یې پرې خندل. دا یوه ډېره وېروونکې او زړه‌بوږنوونکې ننداره وه. ستاره چې له کړکۍ څخه په لیدو کمزورې او زړه‌بدې شوې وه، له ځانه سره یې وویل: «زه به ورسره خبرې وکړم. باید ورسره خبرې وکړم. د ده د خپلې ښېګڼې لپاره باید ورسره خبرې وکړم.» هغې د آغا باشي له ګواښ سره سره، پرېکړه وکړه چې دا خبره به ورسره شریکوي. هغې هماغه شپه د خبرو هڅه وکړه. نادر په ناڅاپي ډول د هغې کوټې ته ورننوت، داسې چې هغه یې وارخطا کړه. کله چې ستاره په بیړه پورته شوه او د درناوي سلام یې وکړ، نادر وخندل. هغه وویل: «ووېرېدې؟ څه بد کار دې کړی دی؟» د هغه په سترګو کې دومره خوښي او خوش‌مزاجي ښکارېده چې ستارې ته یې د خبرو کولو جرئت ورکړ. ډېر ژر ورته د خبرو فرصت برابر شو. د مېوې یوه ټوکرۍ پر هغه غالۍ پرته وه چې ستاره پرې غځېدلې وه. نادر وویل: «دا (افغانستان) ډېر ښکلی هېواد دی. د #کابل د مېوو په څېر مېوه په بل ځای کې نشته. خو زما #افغانان توندخویه او سخت خلک دي. له دې ټولو انګورو سره سره، ښه شراب نه شي جوړولای، د شیراز د شرابو په څېر شراب نه لري.» ستاره موسکۍ شوه او ویې ویل: «نو زما ښاغلیه، لږ تر لږه #پارسیان هم د یوه کار لپاره ګټور دي؟» نادر وویل: «هو، هغوی شراب جوړولای او څښلای شي، خو له دې پرته د بل هېڅ کار نه دي. یو افغان د لسو پارسیانو هومره ارزښت لري.» ستارې وویل: «خو زما ښاغلیه، آیا سره له دې، تاسې اړ یاست چې افغانانو ته ډېر ځله سزا ورکړئ. نن مې ډېر کسان ولیدل چې ستاسې له حضور څخه راوتل او … اه! زما ښاغلیه، څومره زړه‌بوږنوونکې ننداره وه!» د نادر څېره تروه شوه. هغه وویل: «ستا زړه ډېر نازک دی. خو د هغوی په غم کې ځان مه ځوروه. سرغړوونکي باید سزا وویني.» ستارې وویل: «زه پوهېږم، زما ښاغلیه. زه څوک یم چې د دې خبرې کولو حق ولرم؟ خو زما ښاغلیه، وبخښئ. ایا دومره سخت چلند اړین دی؟ ځینې د فلک د شکنجې له امله نږدې مړه شوي وو، ځینو سترګې او ځینو لاسونه له لاسه ورکړي وو. په لاره کې مې هغه قفس هم ولید چې یو غلجي غل پکې مړ شوی و، او هغه سړی مې هم ولید چې د بالا حصار په دروازه کې په ځنځیرونو تړل شوی و. زما ښاغلیه، دا هر څه مې وېروي. هغوی سخت‌زړي او غوسه‌ناک خلک دي. ایا داسې نه ده چې د غچ اخیستلو لپاره به ناوړه کارونه وکړي؟» کله چې ستارې خبرې پای ته ورسولې، غږ یې لړزېده، ځکه د نادر سترګې ډېرې توندې او غوسه‌ناکې وې. نادر وویل: «دا ځل دې بخښم، ځکه پوهېږم چې بد نیت نه لرې. خو بیا دې هېڅکله د داسې موضوعاتو په اړه خبرې ونه اورم. دولتي چارې د ښځو کار نه دی.» «پاچاهان نه شي کولای چې له هر چا سره نرمي وکړي. د سرغړوونکو بخښل، له نېکانو سره بې‌انصافي ده. زه په خپله دنده ښه پوهېږم او نه غواړم څوک پکې لاسوهنه وکړي.» ستارې وویل: «زما ښاغلیه، ما وبښئ. په خبرو کولو کې مې تېروتنه وکړه. خو زما موخه یوازې ستاسې خدمت و. بیا به هېڅکله داسې خبرې ونه کړم.» د نادر غوسه لږه سړه شوه. هغه وویل: «ما وبښلې. دا خبره د راتلونکي لپاره په یاد ولره. خدای پوهېږي چې زه نه غواړم پر تا غوسه شم.» دا پند د ستارې په زړه کې ژور ځای ونیو. ښايي هغه ځکه نادر لا ډېر خوښ شو چې پوه شوه، د هغه په پرېکړو کې بدلون نه شي راوستلای. سره له دې چې ستاره زړوره او توندخویه وه، خو له دې احساسه خوښه وه چې نادر یې واکمن او مشر دی…»
1
6
155
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
Racism blinds people. #ZeeshanAli reached space through science, not his Punjabi identity. In 1988, Pashtun astronaut #AbdulAhadMomand spent nine days in space and spoke to his mother in #Pashto . Will Zeeshan give Punjabi the same honour and make it a language spoken in space?
20
48
6
324
14,551
زموږ جنازې دې له بدنامې میکدې نه اوځي څه شرابي دی چې په هوش له میخانې نه اوځي د تقدیرونو د کتاب سره سم ژوند، وېرېدل شمار ده هغه شېبه چې څوک له زمانې نه اوځي د بغاوت کیسې ځندۍ لري تر داره رسي د ځنو سا دې له اوربل او له شانې نه اوځي قدم قدم که د ملا د شیخ په خوله وهل وي هغه ګام ښه چې په خپل زړه له بتخانې نه اوځي یوه پیاله، بله پیاله، تر شنه سهاره پیالې ځنې غمونه له سجدې نه، پیمانې نه اوځي د ژوند ناورین یې څومره لنډ څومره ساده توجیح کړ جنت دوزخ څه چې غنم له یوې دانې نه اوځي د هېڅ یو سُر د هېڅ یو تال سره ړنګ ونه تړئ چې لېونو چغې له هر سُر، ترانې نه اوځي #شعر #پښتو
🤖 Made with AI
1
13
294
ځینې ماشوم، ځینې ځوانۍ، ځینې زړښت کې سپک وي ځینې په څاڅکي، ځینې سیند، څوک سمندر کې ورک وي درنښت په سپینه ږیره نه دی، سپک درنېږي کله وېښته د پت په هر چا نه وي، له ازله پک وي سلیم ړنګ #شعر #پښتو
1
1
11
154
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
دا خبره سیاسي نه‌ده، بلکې زما لپاره یې علمي و ټولنپوهنیز اړخ مهم دی. د خرافاتو یوه ځانګړنه دا ده، چې د وخت په تېرېدو یې اغېز پیکه کیږي، ځکه ټولنیز شعور د ګډو تجربو او زدکړو له برکته روښانه کیږي، د تمدنونو او علمي مختګونو رڼا رارسیږي او خلک خرافات پېژني. که سل کاله پخوا د ژېړو څپلکو خبره له یوه داسې په ظاهر معتبر عقیدتي دریځ څخه شوې وای ښايي د ټولنې ۹۹ سلمه خلکو منلې وای، ټولو به د ژېړو څپلکو د موندلو، لمس‌کولو، تبرک او لږترلږه یوځل لیدلو هڅه کولی. ښايي په ژېړو څپلکو زیارتونه جوړ شوي وای. خو په ۱۴۰۵ لمریز کال کې له واکمن تحجر سره سره ۹۹ سلمه خلکو د ژېړو څپلکو له برکته د خلاصون په خرافي ادعا پورې وخندل او هیچا ونه‌منله، چې د ژېړو څپلکو په پښو کولو به یې خدای حاجتونه پوره کړي. خلک خرافات پېژني، خو ناوخته. د خرافاتو زهرجنه ځانګړنه دا ده، چې له زمانې سره ځان نوی کوي او په نوې بڼه کې راڅرګندیږي، د خپلې زمانې خلک یې قرباني کیږي، خو لسیزې روسته خلک پوهیږي، چې پلرونه او میندې یې د څه جهالت قرباني شوي دي، مګر دا مهال سرټکول ناوخته او پښیماني له ورخه اوښتې اوبه وي. هوښیار ملتونه هغه دي، چې د خپل ګډ شعور په رڼا کې د خرافاتو د پېژندلو توان په خپله زمانه کې ومومي او هر څوک د خپلې زمانې خرافات وپېژني او ځان ترې وژغوري. د خرافاتو د پېژندلو لپاره فرهنګي، ویښتیايي او روښانتیايي هڅې په کار دي. روښانګران باید خپل مسئولیت ترسره کړي او خلک باید د روښانګرانو عقلاني و پوهنیز استدلال ومني.
18
3
118
3,559
حضرت عشق ♥️ تو مرا جان و جهانی چه کنم جان و جهان را تو مرا گنجِ روانی چه کنم سود و زیان را نفسی یارِ شرابم نفسی یارِ کبابم چو در این دور خرابم چه کنم دورِ زمان را ز همه خَلق رمیدم ز همه باز رهیدم نه نهانم نه پدیدم چه کنم کون و مکان را ز وصالِ تو خمارم سَرِ مخلوق ندارم چو تو را صید و شکارم چه کنم تیر و کمان را چو من اندر تک جویم چه رَوَم آب چه جویم چه توان گفت چه گویم صفت این جوی روان را چو نهادم سر هستی چه کشم بار کهی را چو مرا گرگ شبان شد چه کشم ناز شبان را چه خوشی عشق چه مستی چو قدح بر کفِ دستی خنک آن جا که نشستی خنک آن دیده جان را ز تو هر ذره جهانی ز تو هر قطره چو جانی چو ز تو یافت نشانی چه کند نام و نشان را جهت گوهر فایق به تک بحر حقایق چو به سر باید رفتن چه کنم پای دوان را به سلاح احدی تو ره ما را بزدی تو همه رختم ستدی تو چه دهم باج ستان را ز شعاع مه تابان ز خم طره پیچان دل من شد سبک ای جان بده آن رطل گران را منگر رنج و بلا را بنگر عشق و ولا را منگر جور و جفا را بنگر صد نگران را غم را لطف لقب کن ز غم و درد طرب کن هم از این خوب طلب کن فرج و امن و امان را بطلب امن و امان را بگزین گوش گران را بشنو راه‌دِهان را؛ مگشا راهِ دَهان را
1
1
20
1,106
جانان چې په ګیلو باندې راځي، نه دې راځي ارمان چې په مرګو باندې راځي، نه دې راځي د سترګو له پیالو چې یې په خیال کې ولوېدم نشې چې په پیالو باندې راځي، نه دي راځي پاچا ته له ګدا سره حساب او کتاب څه؟ بخښو ته چې توبو باندې راځي، نه دې راځي پتنګ، چې شمعې، رنګ نه د وفا نه پېژندو باور چې یې لمبو باندې راځي، نه دې راځي د زړه سمندر داسې توباني او څپاند ښه آرام چې په کتو باندې راځي، نه دې راځي دا عشق غواړي یاغي باغي سرونه د منصور اقرار ته چې پلمو باندې راځي، نه دې راځي د مینې ولولې چې یې تر یار نه راولي اشنا چې په جرګو باندې راځي، نه دې راځي ای ړنګه تنهایي دې دا تش جام دې مبارک مزار ته چې سلګو باندې راځي، نه دې راځي سلیم ړنګ #پښتو #شعر
1
3
18
253
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
Miss Bahar Machine was one of the female singers of the old era of Pashto and Urdu music, whose name remains part of music history. This photograph, dating back to 1939, is a valuable historical memento of her artistic journey. #PashtoMusic
2
3
17
514
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
اوستایی در 🔸آریانا⤵️ ⏹️دری ⏹️پشتو لغت «میهن » از لغت اوستایی مَئِیثَنَ (Maēθana)و لغت هیواد از هْوَئِپَث (Hwaēpaθa) در آریانا زاده شده اند. 🔳میهن 🟨. ا‌وستایی: مَئِیثَنَ (Maēθana) 🔄 مِیهَن (mēhan)↩️ 🔸میهن ▪️مَئِیثَنَ (Maēθana) در اوستایی معنای مَسکَن، سُکونَت‌گاه، خانه، مَأوا، جایگاه و اِقامَت‌گاه را دارد. مثال در او گیتا ▪️ وا آسْنی اِثْرَ وا خْشَفْنِ مَئِیثَنَهِ هْوای پَیْری‌گِئُرْوَیِیتِه⤵️ چه در روز و چه در شب، در خانۀ خود پناه می‌گیرد. 🔳هیواد 🟨. اوستایی: هْوَئِپَثَ(Hwaēpaθa)🔄 خْوَیْثَ( xᵛae-θa)🔄 هَوَوَثَ(hauuaθa)⬅️ 🔸هیواد هْوَئِپَثَ(Hwaēpaθa) در اوستایی مرکب از هْوَئِ+ پثَ: هْوَئِ معنای «خانه خود » را دارد . ▪️ خپل مقر (از خود)، خانه خودمختار، مالک ▪️ پثَ:پسوند است هْوَئِ را مقر یا جا گرین میکند. 🔳. مثال هْوَئِپَثَ(Hwaēpaθa) در اوستا اَوْی نْمانَم یِم هْوَئِپَیْثیم aoi nmânem ýim hwaêpaithîm ⤵️ ▪️«خپل کور ته» ▪️«بِه خانۀ خُودَش» 🟨لغت «وطن» عربی است و در قرآن مجید در سورة التوبة ، آية ٢٥ ، از مَواطِن مشتق شده 🔀مَوطِن:🔸وطن: جایگاه‌ها، مکان‌ها، موقعیت‌ها، میدان‌ها 🟧. لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْن 🔸«به‌راستی که الله شما را در میدان‌های بسیار یاری و پیروزی بخشید،» 🔸«بېشکه الله تعالی له تاسو سره په ډېرو ډګرونو کې مرسته کړې او بریا یې درکړې ده، او همدارنګه د حُنَین په ورځ.» #آریانا #افغانستان #Ariana #Afghanistan
3
1
10
519
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
طهمورث یا «تهمورث-Tahmuras» هیچ ربطی به کشوری بنام «ایران» یا فارس ندارد. نام طهمورث در اوستا ذکر شده است و در حدود ۱۲۰۰ ق م در آریانا (افغانستان) تصنیف و‌نگارش شده است. 🟨. ا‌وستایی : تَخْمَ اُروپی[Taxma Urupi]🔄 تَهْمُورُپ[Tahmōrup]🔄 تَهْمُورَس[Tahmōras]↩️🔸 طهمورث یا «تهمورث». 🟨. زَمیاد یَشت ۱۹:۲۸ یَث اُپَنْگْهَچَت تَخْمَم اُرُوپی اَزینَوَنْگْتَم yaθ upaŋhacat taxməm urupi azinavaŋtəm هنگامی که فرّهٔ شاهی به 🔸طهمورثِ نیرومند رسید ...» #آریانا #افغانستان #Ariana #Afghanistan #فارس #ایران #Persia #Iran
این نقش‌برجسته زرین از گنجینه ناگی‌سنت‌میکلوش رومانی، به تفسیری از بوریس مارشاک، طهمورث، پادشاه اسطوره‌ای ایران، را در حال سواری بر اهریمن به تصویر می‌کشد. میراث ایران باستان فراتر از مرزها سفر کرد و در تمدن‌های گوناگون جلوه‌گر شد. #AncientIran #PersianMythology
1
3
1
10
750
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی حیران یم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه؟
29
4
524
8,181
نه به په شـــــهدو نه غلمان جنت شي نه اناري حــــــــورو پسـتان جنت شي که دې جنت، جنت کـــــــوې ای ربه ! انسان انسان کړه، په انسان جنت شي سلیم ړنګ #شعر #پښتو
1
19
264
د #مغلو پر وړاندې د #ایمل_خان_مومند بابا وسلوال پاڅون د یوې افغانې جلۍ د عزت او ناموسپالنې او پر سر په ننګ کولو پیل شو، چې بیا وروسته په دې مبارزه کې #خوشال_خان_خټک بابا، #دریا_خان_اپرېدی، #ارباب_مستجاب_خان_مومند او نور افغانان یو ځای شول. هغوی چې د #افغان عزت او ناموس ته سپک نظر ګوري او ننګه یې نه شي د #افغان او #افغانستان استازولي نه کوي.
ایمل خان مومند بابا ژوند، مبارزه او تاریخي ونډه ایمل خان مومند بابا د اوولسمې میلادي پېړۍ له هغو نوموتو پښتنو مشرانو څخه و چې د مغولي واکمنۍ پر وړاندې یې د پښتني سیمو په پاڅونونو کې مهمه ونډه لرله. د هغه نوم په ځانګړي ډول د ۱۶۷۲ ز کال د خیبر د جګړې او د ۱۶۷۴ ز کال د ګنداو د جګړې له پېښو سره تړلی دی. د خوشال خان بابا په شعرونو کې هم د ایمل خان نوم او د هغه د جګړو یادونه شوې ده. سره له دې چې ایمل خان بابا د خپلې زمانې یو اغېزناک پوځي او سیمه‌ییز مشر و، له بده مرغه د ژوند د لومړنیو کلونو، زېږېدو، کورنۍ، د واکمنۍ د څرنګوالي او مړینې په اړه یې بشپړ او یو موټی تاریخي مالومات نه دي پاتې. د هغه د ژوند ډېری پېژندل شوې پېښې د مغولي دورې له تاریخونو، د خوشال خان بابا له شعرونو، د پښتنو د کورنیو روایتونو او د وروستیو څېړونکو له لیکنو څخه راټولې شوې دي. ټبر، کورنۍ او پلرنی ټاټوبی: ایمل خان بابا د پښتنو د مومندو له ټبر سره تړاو درلود. د پښتنو د ټبرپېژندنې په ځینو لیکنو کې هغه د مومندو د کوزۍ څانګې او د کوکوزي خېل له ډلې ګڼل شوی دی. همدارنګه، د هغه د کورنۍ د غړو او نمسیانو په اړه په ځینو روایتونو کې د «بادشاه خېل» نوم هم یاد شوی، چې د کورنۍ له سیاسي او ټولنیز مقام سره تړاو لري. د ایمل خان بابا د پلرني ټاټوبي او زېږون ځای په اړه بېلابېل روایتونه شته. اغلې صفیه حلیم او میرا جان سیال د هغه د زېږون ځای د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له هزارناو، یعنې امان کوټ او چکنور سیمو سره تړي. د دغو روایتونو له مخې، چکنور او هزارناو دوه بېل ځایونه دي چې د کابل او کونړ سیندونه یې ترمنځ بهېږي. چکنور د سیند لوېدیځ لوري ته او هزارناو یا امان کوټ یې سوېل لوري ته پروت دی. د سیمې دواړو خواوو ته د مومندو مېشتېدل او د دغو ځمکو مومندو ته منسوبېدل، د ایمل خان له کورنۍ او ټبر سره د دې سیمې تاریخي اړیکه څرګندوي. د کورنۍ د روایت له مخې، ایمل خان بابا په چکنور کې اوسېده او هلته یې د کورنۍ ځمکې هم لرلې. د چکنور ختیځ ته د شاه کوټ سیمه هم له هغه سره تړل شوې ده. ویل کېږي چې کله ایمل خان واک ته ورسېد، په شاه کوټ کې یې استوګنه لرله. همدارنګه، د ننګرهار د هزارناو پخوانی نوم امان کوټ یاد شوی او دا سیمه د هغه او د خپلوانو له پخوانیو مېنو څخه ګڼل شوې ده. له بلې خوا، د ایمل خان د زېږون او پوځي فعالیتونو په اړه د باړې د مومندو روایت هم شته. په دې سیمه کې د «ایمل تالاب» او «ایمل چوترې» نومونه د هغه له پوځي فعالیتونو سره تړل شوي دي. په مومندو دره کې د «ایمل کوټ» په نوم د یوه ځای شتون هم ځینې لیکوالان د هغه د استوګنې او د کورنۍ د پخواني حضور نښه بولي. د ایمل خان بابا د وروڼو په اړه هم بېلابېل روایتونه شته. په یوه روایت کې د هغه د دوو وروڼو نومونه باور خان او فتح خان ښودل شوي دي. د باور خان نوم په ځینو پخوانیو لیکنو کې په تېروتنه «بهادر خان» هم راغلی دی. د کورنۍ د روایت له مخې، د ایمل خان د کورنۍ ځینې پاتې غړي او اولادونه د ننګرهار په هزارناو کې اوسېدل؛ خو د کورنۍ د ټولو غړو، خپلمنځي اړیکو او نسلونو د بشپړې لړۍ په اړه تر اوسه کره او خپلواک اسناد نه دي موندل شوي. په ټوله کې، د جغرافیایي نښو، سیمه‌ییزو روایتونو او کورنیو معلوماتو له پرتله کولو داسې ښکاري چې د ایمل خان بابا کورنۍ له باړې او د ننګرهار د مومندو له سیمو سره تاریخي اړیکې لرلې. د زېږېدو نېټه او د ژوند لومړني کلونه د ایمل خان بابا د زېږېدو کره نېټه په لاس کې نشته. په ځینو وروستیو څېړنو کې د میر جان سیال د اټکل له مخې د هغه د زېږېدو نېټه د ۱۰۳۲ او ۱۰۳۳ هجري کلونو ترمنځ، یعنې د اوولسمې میلادي پېړۍ د ۱۶۲۲ او ۱۶۲۴ کلونو شاوخوا ښودل شوی دی. دا نېټه د هغه د زېږېدو له کوم ثبت شوي سند څخه نه ده اخیستل شوې؛ بلکې د ژوند د یوې وروسته پېښې او د هغه د اټکلي عمر پر بنسټ وړاندې شوې ده. په یوه روایت کې له اغر خان سره د هغه د لیدنې وخت د ۱۰۸۹ هجري کال شاوخوا ښودل شوی او د هغه عمر نږدې شپږپنځوس یا اووه پنځوس کاله اټکل شوی دی. د هغه د ځوانۍ، زده‌کړو، د مشرۍ د پیل او د لومړنیو پوځي فعالیتونو په اړه ډېر لږ مالومات شته. د هغه نوم په څرګند ډول د ۱۶۷۲ ز کال د خیبر له پاڅون سره راڅرګندېږي. له دې وړاندې یې د ژوند د څو لسیزو په اړه داسې پرله‌پسې کره اسناد نه لرو. د مغولي واکمنۍ پر وړاندې د پښتنو د پاڅون شالید: د مغولي واکمنۍ پر مهال د کابل، پېښور او هند ترمنځ د سوداګرۍ او لښکرو د تګ راتګ لپاره د خیبر لار ستراتیژیک ارزښت درلود. مغولي واکمنانو هڅه کوله چې دا لار خوندي وساتي، ځکه د کابل او منځنۍ اسیا پر لور د هغوی د لښکرو، سوداګریزو کاروانونو او دولتي مالونو تګ راتګ پرې کېده. د دې لارې د ساتنې لپاره مغولي حکومت له بېلابېلو پښتني ټبرونو سره تړونونه کول. ځینو مشرانو ته یې د پیسو، امتیازاتو او د واک د منلو په بدل کې د لارې د ساتنې دنده سپارله. خو د مغولي حکومت او پښتني ټبرونو اړیکې تل د سولې او تړون پر بنسټ نه وې. کله به د مالیې، واک، د لارو د کنټرول او د سیمه‌ییزو مشرانو د خپلواکۍ پر سر شخړې رامنځته کېدې. د اورنګزېب د واکمنۍ پر مهال دا کړکېچ لا زیات شو. د پښتنو په بېلابېلو سیمو کې پاڅونونه وشول. د یوسفزیو پاڅون، د باکو خان مبارزه او د مومندو او اپرېدیانو مقاومت د مغولي حکومت لپاره جدي ستونزې جوړې کړې. د دې پېښو په لړ کې ایمل خان بابا او دریا خان اپرېدی د خیبر او د پښتني سیمو د مقاومت له مهمو مشرانو څخه وو. ایمل خان بابا به له هزارناو څخه تل د هند د مغولي حکومت د يرغلگرو د کاروانونو مخه نیوله او ډېر تاوانونه به ېې وراړول . مغولي حکومت هم څو ځلې د ده مقابلې ته لښکرې راولېږلې چې يو ځل ېې د ایمل خان کور هم وسوځاوه، خوشحال خان خټک بابا د دې پېښې يادونه داسې کوي. اور پورې په خونه د اېمل خان شو په سْوَل د خونې خانِ خانان شو که ونه مړ ، دايم نارې وهم په وار وار پورې، په درست افغان شو د پاڅون د پیل لامل د ۱۶۷۲ ز کال د پاڅون د پیل په اړه یو مشهور روایت د یوې ښځې د سپکاوي پېښه د جګړې سمدستي لامل بولي. د دې روایت له مخې، د حسین بېګ د مغولي لښکر ځینو سرتېرو د یوې ساپۍ ښځې سپکاوی کړی و. د دې پېښې په غبرګون کې څو ساپي پښتنو هغه سرتېري وژلي وو. وروسته حسین بېګ له ساپیانو غوښتي وو چې د پېښې عاملان ور وسپاري، خو هغوی دا غوښتنه نه وه منلې. په یوه بل روایت کې د سپکاوي شوې ښځې یادونه د پراچې ټبر د یوې نجلۍ په توګه شوې ده، نه د ساپۍ ښځې په توګه. د دې روایت له مخې، د حسین بېګ د لښکر سرتېرو د هغې سپکاوی کړی و او دوو یا دریو ساپي پښتنو د پېښې عاملان وژلي وو. د سیمې د سیاسي تړونونو له مخې، حسین بېګ له ځینو ټبرونو تمه لرله چې د مغولي حکومت په ملاتړ به د ساپیانو پر ضد اقدام وکړي. په روایتونو کې راغلي چې د ساپیانو پر ضد د مغولي ملاتړو ټبرونو له جګړې وروسته مومندو دا کړنه ناسمه وبلله. د ایمل خان بابا له خوا یوه جرګه ولېږل شوه او له ساپیانو سره د مرستې او د راتلونکو شخړو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې. وروسته د مومندو او ساپیانو ترمنځ د همکارۍ تړون رامنځته شو او د حسین بېګ پر ضد ګډ اقدام وشو. د ۱۶۷۲ ز کال د خیبر جګړه: د ۱۶۷۰ ز کال په شاوخوا کې محمد امین خان د کابل والي وټاکل شو. د ۱۶۷۲ ز کال د پسرلي په وروستیو یا د اوړي په پیل کې هغه د خپل لښکر او دولتي کاروان په ملتیا د پېښور له لارې کابل ته روان شو. د هغه په ملتیا یو شمېر پښتني مشران هم وو، چې په هغو کې خوشال خان خټک بابا او ارباب مستجاب خان مومند یاد شوي دي. د خیبر په سیمه کې مومندو، اپرېدیانو او شینواریو د مغولي لښکر د تګ مخه ونیوله. د لښکر د تګ پر وړاندې د پښتنو د مقاومت له امله محمد امین خان له ستونزو سره مخ شو. د هغه له خوا د خبرو او جوړجاړي هڅې وشوې. ارباب مستجاب خان د ایمل خان بابا په مشرۍ د وسله‌والو پښتنو له مشرانو سره د خبرو لپاره واستول شو، خو خبرې بریالۍ نه شوې. د خوشال خان بابا په دې وخت کې د محمد امین خان په ملتیا روان و او د خیبر په جګړه کې یې د مغولي لښکر په خوا کې ګډون درلود. [د خوشال بابا دریځ وروسته بدل شو او د پښتنو د یووالي او د مغولي واکمنۍ پر ضد مبارزې ته یې مخه کړه. په دې مانا چې ایمل خان بابا له خوشال خټک بابا وړاندې د مغلو پر وړاندې مبارزه پیل کړې وه.] کله چې مغولي لښکر د لنډي خانې او لنډي کوتل سیمې ته ورسېد، د پښتنو ګډو ځواکونو پرې برید وکړ. د غشو، ډبرو او د غرنیو لارو د پوځي ګټې په کارولو سره یې مغولي لښکر له سخت مقاومت سره مخ کړ. د جګړې په پایله کې مغولي لښکر مات شو او د هغه لویه برخه له منځه ولاړه یا وتښتېده. د محمد امین خان د کورنۍ ځینې غړي، د هغه مور، خور او لور د پښتنو لاس ته ورغلل. د هغه مېرمن د روایتونو له مخې ځان وژنه وکړه او زوی عبدالله یې هم په جګړه کې ووژل شو. د مغولي لښکر د ماتې او د کورنۍ د غړو د نیول کېدو پېښه د خیبر د پاڅون له مهمو پایلو څخه وه. په دې جګړه کې د مغلو څلوېښت زره کسان وژل شوي. خوشال بابا د خیبر د جګړې په هکله وایي؛ اېمل خان، دریا خان دواړه مرګ یې مه وای هېڅ تقصیر دواړو، ونه کړ وار په وار د خیبر دره یې سره کړله په وینو په کړپه یې هم روان کړ دندو کار د ایمل خان بابا پاچاهي او سکې: د خیبر له بریا وروسته ایمل خان بابا د پښتنو په سیمه کې د یوه ستر مشر په توګه راڅرګند شو. په ځینو تاریخي روایتونو کې راغلي چې ایمل خان بابا ته شاهي پګړۍ د مومند روحاني مشر میا جان محمد د پښتنو د مشرانو په یوه غونډه یا رسمي مراسمو کې په سر کړې وه او د پاچا په توګه وټاکل شو. د هغه په نوم د سکو د وهلو یادونه هم شوې ده. په یوه روایت کې ویل شوي چې د هغه په نوم سکې د څارویو پر څرمنو هم وهل شوې وې. دا خبره د ایمل خان بابا د واکمنۍ د نښې په توګه په وروستیو لیکنو کې تکرار شوې ده. له بده مرغه تر اوسه داسې کره او پېژندل شوې سکه نه ده موندل شوې چې د هغه نوم او د واکمنۍ نښه پرې په څرګند ډول لوستل کېدای شي. د ایمل خان بابا د پاچاهۍ د پیل د وخت په اړه هم اختلاف شته. ځینې روایتونه یې د ۱۶۷۲ ز کال د خیبر له بریا وروسته د پاچا کېدو خبره کوي؛ خو په یوه بله لیکنه کې د هغه د مشرۍ پیل د ۱۰۷۹ هجري کال، یعنې د ۱۶۶۸ او ۱۶۶۹ ز کلونو شاوخوا ښودل شوی دی. دا دواړه نېټې په یوه وخت کې د یوې رسمي پاچاهۍ د پیل لپاره نه شي منل کېدای. کېدای شي د مشرۍ پیل او د پاچا په توګه ټاکل کېدل دوه بېلابېلې پېښې وي، خو د دې توپیر د ثابتولو لپاره لا ډېرو اسنادو ته اړتیا ده. له خوشال خان بابا سره اړیکې: د ایمل خان بابا او خوشال خان بابا اړیکې د وخت په تېرېدو بدلې شوې. خوشال خان بابا د خیبر د جګړې پر مهال د محمد امین خان ملګری و او د مغولي لښکر په خوا کې یې ګډون کړی و. خو د خیبر له ماتې وروسته د پښتنو د مقاومت په اړه د هغه دریځ بدل شو. هغه د مغولي واکمنۍ پر وړاندې د مبارزې او د پښتنو د یووالي غږ پورته کړ. د خوشال خان بابا په شعرونو کې د ایمل خان بابا د مېړانې او د جګړو د بریاوو ستاینه شوې ده. په ځانګړي ډول د ګنداو د جګړې په اړه د هغه شعرونه د ایمل خان د پوځي وړتیا د پېژندلو لپاره مهم ادبي شواهد دي. دریا خان مې د کچۍ ګوتې غمی دی ایمل خان مې د پګړۍ شملکی دی ***** که پیوند د ایمل خان د دریا خان شته د خوشال خټک سیالۍ تر دا میان شته ***** اپریدی شینوارو زړه په ولجه ښه کړو ایمل خان مومند په ننګ په ولجه دواړو د خوشال خان بابا او ایمل خان بابا د اړیکو په اړه یوه بله مهمه خبره دا ده چې د پښتنو د مقاومت مشران تل په یوه واحده سیاسي او پوځي قومانده کې نه وو راټول شوي. د ایمل خان بابا، دریا خان اپرېدي، باکو خان او خوشال خان بابا ترمنځ د مبارزې موخې سره نږدې وې، خو د هغوی اړیکې او د جګړو د پرمخ بېولو لارې تل یو شان نه وې. د مغولي حکومت پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د یوه ټینګ او تلپاتې مرکز نشتوالی د پاڅون له کمزوریو څخه و. د ۱۶۷۴ ز کال د ګنداو جګړه: د ایمل خان بابا له مهمو پوځي بریاوو څخه یوه د ګنداو جګړه وه. د ۱۶۷۴ ز کال په فبرورۍ کې شجاعت خان له پېښوره د کابل پر لور د مومندو له سیمې تېرېده. د هغه په ملتیا راجه جسونت سنګهـ هم و. ایمل خان بابا دا د مغولي لښکر د مخنیوي لپاره مناسب وخت وباله. د جګړې په بهیر کې ایمل خان بابا د مغولي لښکر د تګ مخه ونیوله او د ګنداو درې ته یې ورساوه. د پښتنو ځواکونو له درېیو خواوو برید وکړ او مغولي لښکر یې له ناڅاپي او سخت مقاومت سره مخ کړ. د جګړې په پایله کې د مغولي لښکر زرګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور وتښتېدل. شجاعت خان سخت ټپي شو او د همدې جګړې په ډګر کې یې ساه ورکړه. راجه جسونت سنګهـ هم د خپلو ملګرو په مرسته له جګړې څخه په سختۍ وتښتېد. د دې بریا خبر هغه مهال خوشال خان بابا ته ورسېد چې په چونتره کې و. هغه د ایمل خان بابا د مېړانې او پوځي مشرۍ ستاینه وکړه. دا پېښه د ایمل خان بابا د پوځي شهرت په پیاوړتیا کې مهمه وه. د ګنداو د جګړې د نېټې په اړه هم په ځینو لیکنو کې توپیر شته. ځینې لیکوالان دا جګړه د ۱۶۷۳ ز کال په پېښو کې شمېري، خو د مغولي دورې د تاریخونو او د جادوناته سرکار د روایت پر بنسټ د شجاعت خان د لښکر د ګنداو جګړه د ۱۶۷۴ ز کال په فبرورۍ کې شوې ده. د شجاعت خان د حرکت، د جګړې د ځای او د هغه د وژل کېدو په اړه د همدې روایت له مخې د ۱۶۷۴ ز کال نېټه ډېره مستنده ښکاري. د کړپې او خاپش جګړې: د ایمل خان بابا او د هغه د ملګرو پوځي فعالیتونه یوازې د خیبر او ګنداو تر جګړو محدود نه وو. د مومندو، اپرېدیانو او نورو پښتني ځواکونو د جګړو مرکزونه د خیبر، تیرا، ګنداو او د پېښور او کابل ترمنځ غځېدلې لارې وې. د کړپې د جګړې په اړه په ځینو روایتونو کې راغلي چې د مغولي ځواکونو او پښتنو ترمنځ په غرنیو سیمو کې نښته وشوه او مغولي لښکر ته درانه زیانونه واوښتل. د خاپش یا خاپاخ د جګړې په اړه هم بېلابېل روایتونه شته. د ۱۶۷۵ ز کال په جون کې د مغولي لښکر یو مشر، مکرّم خان، د باجوړ پر لور د پښتنو د مقاومت د ځپلو لپاره ولېږل شو. د جګړې پر مهال پښتنو لومړی یو کوچنی ځواک مخې ته ورواستاوه او وروسته یې له پټنځایونو څخه پر مغولي لښکر برید وکړ. د مکرّم خان ورور شمشیر خان او میر عزیزالله ووژل شول او د مغولي لښکر پاتې کسان له ماتې سره مخ شول. د خوشال خان بابا په شعرونو کې د خاپش د جګړې د بریا یادونه شوې او د ایمل خان بابا نوم هم ورسره تړل شوی دی. شپږم جنګ، مکرم خان شمشیر خان دواړه چې ایمل کړل په خاپښ کې تار په تار یا له پسته، جسوت سنګ، شجاعت خان و چې ایمل یې په ګنداو ویوست د مار ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې نه وای هېڅ تقصیر دواړو ونه کړو وار په وار * ګنداو یا ګنداب: د مومندو سیمه کې د یوې درې یا کلي نوم دی. * ویوست د مار: داسې یې راوېست لکه مار چې له سوري راوباسي له دریا خان اپرېدي او نورو پښتني مشرانو سره اړیکې: د ایمل خان بابا د زمانې بل مهم پوځي مشر دریا خان اپرېدی و. دریا خان د اپرېدیانو د ادم خېلو له څانګې سره تړل شوی دی. په ځینو زړو انګلیسي لیکنو کې ایمل خان او دریا خان دواړه اپرېدیان بلل شوي او ان د وروڼو په توګه یاد شوي دي؛ خو د پښتنو د ټبرپېژندنې په ځینو وروستیو څېړنو کې ایمل خان مومند او دریا خان اپرېدی ګڼل شوي دي. د دواړو د ټبرونو د توپیر په اړه دویم نظر له هغو مالوماتو سره ډېر سمون لري چې ایمل خان د مومندو د کوزۍ څانګې او دریا خان د ادم خېلو اپرېدي بولي. د ایمل خان او دریا خان ترمنځ پوځي همکاري د مغولي واکمنۍ پر وړاندې د پښتنو د مقاومت یوه مهمه برخه وه. خو د دواړو مشرانو اړیکې تل د یوې ګډې او منظمې قوماندې له مخې نه وې. د دریا خان د ځینو پوځي پرېکړو له امله د پښتنو ځواکونو ته زیان هم ورسېد. د ۱۶۷۳ ز کال د کوهاټ په جګړه کې دریا خان د خوشال خان بابا په خوا کې د شیر محمد خان بنګښ پر ضد وجنګېد. د دریا خان کشر ورور تتر خان په دې جګړه کې ووژل شو. په یوه بل روایت کې د تتر خان د وژل کېدو ځای او د جنازې د دعا ځای د دره ادم خېلو له سیمې سره تړل شوی دی. د ۱۶۷۴ ز کال د ګنداو له بریا وروسته دریا خان د بنګښانو پر یوه ځواک له خوشال خان بابا سره د ګډې مبارزې له ژمنې سره سره له همغږۍ پرته برید وکړ. د هغه د ځواکونو اټکل ناسم وخوت او په جګړه کې یې کشر ورور تتر خان او له سلو څخه زیات ملګري ووژل شول. دا پېښه د پښتنو د مقاومت د هغه وخت یوه مهمه کمزوري څرګندوي: د مشرانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د بېړنیو پوځي پرېکړو له امله د ځواکونو وېشل. د مغولي حکومت غبرګون او د پښتنو د مقاومت کمزوري: د خیبر او ګنداو له ماتې وروسته اورنګزېب د پښتنو د مقاومت د ځپلو لپاره نوې پوځي او سیاسي هڅې پیل کړې. د کابل د واليانو بدلون، د پښتنو له مشرانو سره د جرګو لېږل، د پیسو او امتیازاتو ورکول او د ټبرونو ترمنځ د اختلافونو راپارول د مغولي حکومت د تګلارې برخې وې. د محمد امین خان له لرې کېدو وروسته محبت خان د کابل د والي په توګه ولېږل شو. د هغه تګلاره تر ډېره د خبرو او جوړجاړي پر بنسټ وه. خو اورنګزېب د پښتنو د پاڅون د پراخېدو له امله د نورو پوځي مشرانو د ګومارلو او د جګړې د دوام پرېکړه وکړه. شجاعت خان او راجه جسونت سنګهـ د مغولي پوځ له مهمو مشرانو څخه وو چې د پښتنو پر ضد یې عملیات وکړل. په ۱۶۷۴ ز کال کې اورنګزېب له لاهوره د حسن ابدال پر لور ولاړ او د پښتنو د پاڅون د ځپلو چارې یې له نږدې وڅارلې. د مغولي حکومت له خوا د پښتنو د مشرانو د راخپلولو هڅې هم وشوې. ځینو مشرانو ته پیسې او امتیازات ورکړل شول او د ځینو نورو ترمنځ پخواني ټبرني اختلافونه د حکومت په ګټه وکارول شول. د پښتنو د مقاومت یوه لویه ستونزه د ګډې قوماندې او منظمې سیاسي تګلارې نشتوالی و. د ایمل خان بابا، دریا خان بابا، باکو خان بابا او خوشال خان بابا مبارزې د مغولي حکومت لپاره ستر ګواښ جوړ کړی و، خو د ټولو ځواکونو ترمنځ تلپاتې یووالی رامنځته نه شو. د مغولي پوځ منظم جوړښت، ډېرې وسلې، مالي سرچینې او د سیمه‌ییزو مشرانو د راخپلولو تګلاره د پښتنو د مقاومت د کمزوري کېدو لاملونه وو. د ایمل خان بابا د مړینې وخت او ځای: ایمل خان، دریا خان دواړه، په ښه رنګ تېر شول په ننګ کې د دې دواړو په فراق کې زما تل آه و ماتم دی د ایمل خان بابا د مړینې کره نېټه او ځای په پرېکنده ډول نه دي ثابت شوي. د هغه د مړینې په اړه څو روایتونه شته. په یوه روایت کې د خوشال خان بابا د یوې څلوریزې له مخې د ایمل خان بابا د مړینې وخت د ۱۰۹۵ هجري کال شاوخوا اټکل شوی دی. په دې څلوریزه کې د دوو تورو د ماتېدو او د یوه تورې د روغ پاتې کېدو انځور کارول شوی دی. ځینو څېړونکو دا شعر د ایمل خان او دریا خان د مړینې له پېښو سره تړلی دی. په یوه بل روایت کې د ایمل خان بابا مړینه د ۱۶۸۵ ز کال شاوخوا ښودل شوې ده. د همدې روایت له مخې، د هغه زوی او نمسیان د مغولي پښتني روغې جوړې په خبرو کې حاضر وو، خو ایمل خان بابا هغه مهال ژوندی نه و. په ځینو لیکنو کې د هغه د مړینې لامل زهر ورکول ښودل شوی، خو د دې ادعا لپاره کره او خپلواک تاریخي سند نه دی وړاندې شوی. د هغه د ښخېدو د ځای په اړه د چکنور روایت ډېر یاد شوی دی. د کورنۍ ځینې غړي او د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د ایمل خان بابا قبر د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور کې دی. د همدې کورنۍ د روایت له مخې، د هغه د ورور باور خان مزار هم په همدې سیمه کې دی. په ځینو لیکنو کې د چکنور د قبر د څراغونو بلولو دود هم یاد شوی. د ښخېدو د ځای په اړه نور روایتونه هم شته. ځینې لیکنې د چپر هار او پشداد مایا نومونه یادوي. ایمل خان او دریا خان دواړه خودبین ولاړل اوس خو پاته و مغل ته یو خوشال دی د ایمل خان مومند بابا په مړینه د خوشال خان خټک مرثیه ايمل خان، دريا خان دواړه، په ښه رنگ تېر شول په ننگ کې د دې دواړو په فراق کې زما تل آه و ماتم دی چې د عشق په گرانه لار کې ډېر خطر دی هر قدم چې په کې اخلم، ډار د سر دی که سينه مې سره چاک کړې، وبه وينې چې مې ستا له غمه وينې درست ځيگر دی ستا د مهر باران نه ووري، چې شين شي ما په زړه کرلی ستا د مينې کر دی ستا په راز به ژبه هم نه کړم خبره تل تر ژبې رسېدلی راز سمر دی زه له عشقه خبر نه يم چې عشق څه دی هومره اروم چې له حسينه يې اثر دی چې يې عشق تر سره کړی، هغه کوم دی؟ په دا کار کې لاف وهلی يوه هر دی صبر مه غواړه له ما د عشق په کار ې جودانه صبر په ماباندې لوی غر دی عاشقي لا زه ته نه وو چې پيدا وه نه چې ما وتا گډ کړی دا هنر دی خو زما طالع ښه نه دی يار جفا کا گڼه کوم يو په وفا تر ما بهتر دی د عشق غم له خلقه پټ لره خوشاله څه يې پټ کړم چې جهان ځینې خبر دی د ایمل خان بابا تاریخي ارزښت: ایمل خان مومند بابا د اوولسمې پېړۍ د پښتنو د مقاومت په تاریخ کې مهم ځای لري. د خیبر په جګړه کې د هغه مشري، د مغولي لښکر پر وړاندې د پښتنو د ځواکونو راټولول او د ګنداو په جګړه کې د شجاعت خان د لښکر ماتول د هغه د پوځي وړتیا څرګندې بېلګې دي. د هغه د مبارزې ارزښت یوازې په جګړو کې نه دی، بلکې د مغولي واکمنۍ پر وړاندې د پښتنو د سیمه‌ییزې خپلواکۍ د ساتلو په هڅو کې هم پروت دی. د هغه په نوم د پاچاهۍ او سکو د یادونې روایتونه ښيي چې د هغه واک او سیاسي مقام د هغه د ټبر تر پولې پراخ تصور شوی و. خو د یوې تلپاتې او منظمې پښتني واکمنۍ د جوړېدو لپاره اړین سیاسي جوړښت او ګډه قومانده رامنځته نه شوه. د ایمل خان بابا د زمانې پاڅونونه د مغولي امپراتورۍ لپاره دومره درانه وو چې حکومت اړ شو د کابل او پېښور په سیمو کې خپلې پوځي او سیاسي تګلارې بدلې کړي. د پښتنو مقاومت د څو کلونو لپاره روان پاتې شو، خو د سرچینو له مخې د دې مبارزې مشران او ځواکونه د ټبرونو، سیمه‌ییزو ګټو او خپلمنځي اختلافونو له امله تل په یوه لیکه کې نه وو. پایله: ایمل خان مومند بابا د پښتنو د تاریخ یو مهم پوځي او سیمه‌ییز مشر و چې د مغولي واکمنۍ پر وړاندې یې د ۱۶۷۲ ز کال د خیبر په پاڅون او د ۱۶۷۴ ز کال د ګنداو په جګړه کې څرګنده ونډه لرله. د هغه د مبارزې نوم د خوشال خان بابا په شعرونو او د مغولي دورې د تاریخونو په روایتونو کې پاتې دی. د ایمل خان بابا پوځي بریاوې او د مغولي واکمنۍ پر وړاندې مقاومت د پښتنو د تاریخ یوه مهمه برخه ده، او د هغه د ژوند په اړه کره څېړنه د همدې تاریخي میراث د لا روښانه کولو لپاره اړینه ده. الف: پښتو سرچینې - حلیم، صفیه. (۲۰۱۴). ایمل خان مومند؛ او د ایمل خان مومند خاوره. - لایق، مراد. (۲۰۰۷). ایمل خان بابا: تحقیقي او تنقیدي جایزه (Aimal Khan Baba: Tahqiqi aw Tanqidi Jaiza). ب: انګلیسي او تاریخي سرچینې - جوشی، ریتا. (۱۹۸۵). Afghan Amirs and the Mughals (1526–1707). - خان، خافي. Muntakhab al-Lubab. - خان، شاهنواز. Ma’asir al-Umara. - خان، شهباز او حمایت‌الله. (۲۰۲۰). Understanding the Anti-Mughal Struggle of Khushal Khan Khattak. - The History of Aurangzeb. - (۱۹۶۳). The Pathan Borderland. - (۱۹۵۸). The Pathans: 550 B.C.–A.D. 1957. - (۲۰۱۵). Mughal-Afghan Relations in South Asia: History and Developments. راغونډوونکی: احمد سلیم ړنګ
3
15
252
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
وزیر جان د پښتو ژبې له پخوانیو ښځینه سندرغاړو څخه وه چې په مردان کې یې ژوند کاوه. د هغې د غږ ګراموفون ریکارډونه لا هم موجود دي. دا د ۱۹۳۰ کال عکس د پښتو موسیقۍ د تاریخ یو ارزښتناک سند دی. #PashtoMusic
8
54
1,257
سلیم ړنگ 🇦🇫 retweeted
Wazir Jan was one of the early female Pashto singers who lived in Mardan. Her gramophone recordings are still preserved. This photograph, dating back to 1930, is a valuable historical document of Pashto music. #PashtoMusic
5
31
807
شعر: ستر ښاغلی جهاني صاحب غږ: اروا ښاد وحید صابري خمـار مې نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې جنونه ته مې خپل يې زنځيرونه بېګانه دي سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى لمبې په کې سړيږي پانوسونه بېګانه دي دې ښار كې ربابونه د سنګسار په غېږ كې غواړه نغمې ګوتو كې ژاړي شهبازونه بېګانه دي لښكر د غمـازانو دې له كومه رابللى جانانه سـتا په كلي كې مې پلونه بېګانه دي چې زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي غرور مې له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي ازل خو داسې نه وو قسمتونه بېګانه دي سـتا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندې نه يم طبيبه لاس دې جار سم پرهـارونه بېګانه دي سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده په دې سـركښه ښار كې محرابونه بېګانه دي
1
7
2
51
3,683
دا وطن 🇦🇫 د ټولو کور دی. زموږ دردونه او ښادۍ ګډې دي. انا لله و انا الیه راجعون
انالله و انالیه راجعون دو موجود ز هستی گرامی تر است یکی میهن و دیگر اش مادر است ستایش کنم زن، که او مادر است که مادر سزاوار زیب و فر است تو ای مادر من، تو ای میهن من شوم خواب در آغوشت ای سرور من 😭😭😭😭😭😭😭😭😭😭😭
2
9
204
RT @GhafoorLiwal: زلمکی چې وم د ارواښاد وحید صابري دا سندره ډېره خپرېده: "دو موجود ز هستي گرامی تر است یکی میهن و دیگرش مادر است..." دې سند…
1
2