Pinned Tweet
زه عیاش البناء، د یو داسې ورځې په هیله چې یو اسلامی امت نړیوال حکومت وي چې په هغې کې دولتونه رهبري کړي، او ویشل سوی امت سره متحد کړي، او خپل تیر برم بیا عادی او د امت غصب سوی سیمي بیرته د کفری هیوادونو له منګولو د لاسه وباسي، او اسلامي بیرغ په ټوله نړئ کې بیا ځلی ورپوی تر دی.
۱/۲
شهید امام حسن البناء رحمه الله تعالی وایې: ملتونه علم ته اړتیا لري، تر څو د هغوئ ځواک پیاوړی کړي او هغه ملت د اختراع، کشف او نوښتونو پر لور رهبری کړی، اسلام هیڅکله علم نده رد کړی، بلکی په علم یې امر کړی او دا یې یوه فریضه ګرځولې ده.
د دی دلیل دا دی چې د قران کریم لومړنې نازل سوی ایتونه په لوستلو او علم باندی امر کوی،
الله عزوجل فرمایې: ﴿اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ﴾
ژباړه: د خپل رب په نوم ولوله.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په جګړه کې چې کوم اسیران نیولي ول، د هغوئ فدیه یې دا وټاکله چې د مسلمانانو لسو ماشومانو ته لیک او لوست ور زده کړی څو بې سودای له منځه ولاړه سې.
او الله تعالی د پوهانو مقام د ناپوهانو په پرتله لوړ کړي ده.
19
403
جهاد څه ته وایې؟
جهاد په څو ډوله دی؟
اوس جهاد فرض عین ده که کفایه؟
جهاد کله او څنګه فرض عین کیږې؟
په کومو کارونو د سړې غاړه خلاصیږي؟
او دجهاد او د شهید فضلیت څومره او څه دی؟.
کتاب الجهاد اوله حصه 3برخه مشکات المصابیح شهید شیخ رحیم الله حقانی تقبله الله.
د "واه معتصما" کړيکه شته، خو معتصم نشته!
حسان مجاهـ'ـد
عباسي خلیفه معتصم بالله ته خبر راغی چې یوه مظلومه مسلمانه ښځه د يو پهلوان رومي کافر لاسته لویدلې ده او د "واه معتصما واه معتصما" چيغې وهي، نوموړی سمدستي له تخته را کښته شو او مظلومې زندانې ښځې ته يې په خپل خطاب کې وويل"ستا امر مي ومنل، په خدمت کې دي حاضر یم" زغره او وسله يې په تن کړه، د قصر په دروازه کې یې په لښکر غږ کړ "هلئ جنګ ته تیار شئ!" قَسَم يې وکړ چې یا به د خلګو پر اوږو بار شهید راستنیږم او يابه د مسلمانې خور انتقام اخلم، بس په همغه ګړۍ روان شو، د بغداد په "دار العامه" نومي ځای کې لس ورځې د لښکر په چمتو کولو او د جنګ په ترتیب بوخت و، له یو نیم لک جنګي پوځ سره روان شو، اتيا زره برګ او اتيا زره تور رنګه آسونه وو، بې شمېره جنګي وسلې او مهمات وو او "عموریة" ښار ته يې مخه کړه، هغه ښار چې د اسکندر مقدوني را وروسته یې له فتحه کيدو هر ځل مسلمانان مایوسه تللي وو، ځکه دا د سختو کلاګانو او ټینګو برجونو ښار او د روميانو د امپراتور "تیوفیل" هستوګنځی و. معتصم بالله چې ښار ته نږدې شو، عسکر يې په دريو ډلو وویشل، هرې ډلې ته يې يو قومندان ور وټاکل او هرې ډلې ته يې يوه ورځ ځانګړې کړه چې په خپل نوبت به په ټاکلي ځای برید کوي، لومړۍ ډله له ښاره دوه ځله تاوراتاو شوه او د ښار ديوالونو ته ځای پرځای تم شوه، ور پسې دويمه او دریمه ډله هم ځای پر ځای شوه، په٢٢٣ هجري کال د رمضان په پنځمه نېټه د ښار ديوالونو ته شاوخوا له هر لوري منجنیقونه ودرول شو، په لومړي ځل لومړۍ ډله وجنګیده، ور پسې دويمه او ور پسې دریمه، د څو پرلپسې ورځو جنګ پر مټ بیا هم د ښار ديوالونه د مسلمانانو مخ ته همغسي مظبوط ولاړ وو او چنداني اغيز يې ورباندي ونه کړ، په دې سربېره د معتصم بالله او لښکر په مټو او مرال کې هيڅ ډول کمزوري رامنځته نه شوه.
په ښار باندي مسلمانانو لس ورځې پرلپسې د منجنیق وارونه وکړه.....چې بالآخره په ديوال کې يو سوری ښکاره شو، معتصم بالله همغه ځای په نښه کړ، تردې چې په ديوال کې يوه چوله پيدا شوه او مسلمانان سمدستي پرې داسي ور مات شو، لکه د څو ورځو تږي انسانان چې خوږې اوبه وویني، په ښار کې دننه داسي جګړه ولګيده چې د تورو له شړکا، د غیشو له شڼهاري، د جنګیالیو له آوازونو او د زخميانو له آهونو پرته بل هيڅ شی نه اوريدل کیده، د رمضان د اوولسمې ورځې لمر لا نه و ډوب شوی چې "عموریة" دمسلمانانو په لاس فتحه شوه، خلیفه معتصم بالله په خپل آس سپور ښار ته په داسي حال کې داخل شو چې الله تعالی ته يې د عاجزي او شکر ايستلو له امله سر ټیټ نیولی و! مسلمانانو اويا زره ژوندي کفار ونیول او له شمېر زيات غنيمتونه يې ترلاسه کړل، معتصم خلیفه د ښار د ويجاړولو امر وکړ، ترڅو د کفر آثار له منځه لاړ شي او تر څو ورځو پوري پکې اور بلیده. ددې سترې غزا پيلامه يوازي د " واه معتصما" کړيکه شوه چې معتصم بالله یې د انتقام اخیستلو په پار زرګونه کفار تر تېغ تېر کړ او راتلونکو حاکمانو ته يې يو درس پريښود، خو بدبختانه چې د نن زمانې مسلمان حاکمان د معتصم له مسیره کاږه شوي او د کفارو له ډاره متاثره شوي دي، نن هم د کفارو په پنجو او زندانونو کې د" واه معتصما" په څېر کړيکې شته خو د معتصم په شان حاکمان نشته.
سرچینه: [حدث في رمضان-الدكتور عبدالرحمن رافت الباشا]
څومره مهربانه ده هغه ذات چې موږ ته یې ژوند عقل او شعور یې را کړاي ده، تر څو د حق او باطل ترمنځ توپیر وکولاي سو، الحمدلله د دي ابطالو دفاع مو کړي ده، او هېڅکله مو پرې بده خبره نه ده کړې. نه مو د هغوی خوبونه او هیلې له خاورو سره خاورې کړې دي، نه مو دروغجن بللي دي، او نه مو د هغوی په اړه له دې پرته بل څه ویلي دي، دوئ د الا اقصي او د خپلو بندیانو آزادونکې دی ان شاءالله.🥀
کتائب القسام د یوه بل شهید شوی بطل نوی مستند خپور کړي ده.
شهید القسامې مجاهد سیف الدین مسعود الشیخ تقبله الله🥀😢.
الله تعالی دی ددوئ شهادتونه قبول کړي.
د شیخ حماسي صاحب د تېرې ورځې پر کلپ د ځینو اسلامپالو له غبرګونونو داسې بریښي، چې لا هم د اشغال د باطل فکر رېښې وچې شوې ندي، د اسلامي نظام په شتون کې د دې رېښو نه د متائثرو اسلامپالو په فکرونو سړی تعجب کې شي، چې ولې په دومره موده کې دوی د باطل فکر لپاره د علماوو پر حقایقو د بطلان کرښې راکاږي.
دا خبره د بیا ځل لپاره کوم، چې زموږ نفسونه ورځ تر بلې د مادیاتو په خطرناک توپان کې لاهو کیږي، ورو ورو مو له خپل اصلي مسیر په څنګ کوي.
د تائسف جای دا دی، چې د اسلامي نظام په شتون کې زموږ افکار کږیږي، کاش موږ لګ خپل تېر ماضي ته د یو څو دقو لپاره وخت ورکړی وای، یقیني وم چې بیا به هېڅ وخت دا حالت نه وای تکرار شوی.
😢🥀
لیکنه سعید بریال صیب له وال څخه.
شهید قوماندان اسماعیل کنعان ابو لبده تقبله الله، د رفح لوا هغه اتلانو څخه و چې په تونل کې د صهوینیستې رژیم لخوا کلابند سول خو تسلمیدل یې ونه منل او شهادت لاره یې غوره کړه💔🥹.
استدلال د مبارزې لومړۍ کرښه ده، څوک چي له دې لومړۍ کرښي شاته ځي، له خبرو تښتي او احساساتي کیږي، هغه بریا ته نه شي رسېدای، ځکه دی په صف کي شاته ولاړ دی..
زموږ د فکري مبارزې ملگري دي په سړه سینه مخته لاړ شي، گرمېږي دي نه.دا سړه سینه د دلایلو په زده کړه او مطالعه کي پیداکیږي...
د خبرو مدیریت بیخي زیات مهم دی.
هغه څوک چي خبري کولای شي، هغه نه ښکنځلي کوي، نه تښتي او نه احساساتي کیږي. موږ عملاً په رسنیز میدان کي له داسي نا اهله دښمن سره مشت-و-گریوان یو چي په فکري او اخلاقي لحاظ هیڅ کوم مشخص سرحدونه او اصول نه لري.
#کاپی
1
9
518
الله تعالی دی د الصفة اداری له ټولو همکارونو څخه راضي سې.
د غزي له مظلومو خلکو سره تاسې هم تر خپلی وسې مرسته وکړئ، ستاسې هره یوه روپۍ به تر غزی پوری رسوي.
دا الفاظ کوم عادی الفاط نه ده، که څوک یې بار بار واوري نو هیڅکله به ستړیا احساس ونکړي. هر لفظ چې له خولې راوځې دا ډیر ارزښتناک دی، قدر یې وکړئ دداسې هستیو، دوئ به دا امت بیرته د بیا عادی کیدو او انسجام خواته وړی،او دا تیت او پرک امت به د همداسې پاکو او مخلصو خلکو له برکته سره يو ځای کیږی.🌹🥰
*څومره چې د چا مسؤلیت لوی وي، هغومره باید له دنيوي خوندونو لري وي*
ابوبکر الصدیق رضي الله عنه به ویل: په الله قسم! که دومره ژور ويده شوی یم، چې خوب ووینم.
مطلب دا چې د ارتداد فتنې او د خلافت چارو دومره نا آرامه کړئ و چې خوب يې سرسري و.
امیر المومنین عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنه چې خلیفه شو، مېرمن فاطمې ته یې وویل "نور دي خوښه ده، که له ماسره پاتېږي، خو په دې شرط چې زه نور تاته نه یم فارغ او که ماسره نه پاتېږي، د پلار کره لاړه شه! هغې په کړيکو وژړل او بیا له ده مبارک سره پاته شوه.
مېرمن فاطمه وایي: کله چې عمر بن عبدالعزيز خلیفه شو، ما نه ده لیدلی چې د جنابت غسل یې کړی وي.
سرچینه: [علو الهمة ص٢٧_ ٢٩]
شپه او ورځ به سر په سجده وو ژړل به يې او د الله تعالی څخه يې د شهادت او عملیاتو د برابرولو غوښتنه کوله د هغوی نوراني مخونه سپېڅلې عقيدې، او له مسکا ډکه خوله هغه څه ؤ چې ما د دنیا پر مخ په نورو انسانانو کې ونه لیدل هغوی داسې ول لکه په دنیا چې ورباندې د جنت زیری سوی وی.🥺
د دفاع وزارت رهبری، مولوی محمد یعقوب حفظه الله، له ساحوی قول اردو، مرکزی ریاستونو او قطعاتو له مسؤلینو سره دری ورځنئ امنیتې غونډه ترسره سوه.
7
263
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه!
په نننۍ نړۍ کې د ډېرو هېوادونو په رأس کې داسې کسان واکمن دي چې د واکمنۍ موخه یې تر ډېره شخصي، ګوندي او یا مادي ګټې وي. خو د دې ټولو په منځ کې امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له هغو مشرانو څخه دی چې اساسي موخه او ستره اندېښنه یې د ټولنې لارښوونه او د شرعي احکامو له مخې د هغې اصلاح ده. نوموړي خپل ټول وخت او ځواک همدې موخې ته ځانګړی کړی او د خپلو خلکو د لارښوونې او اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې، فرامین او لارښوونې چمتو کوي.
د اسلام د سپېڅلي حقیقت د ورپېژندلو په موخه یې لیکلي آثار هم وړاندې کړي دي، چې غوره بېلګه یې د «اهل سنت او جماعت عقیده» کتاب دی. پر دې سربېره، ګڼ شمېر نور فرامین او لارښوونې هم لري چې هر یو یې د ټولنې د لارښوونې لپاره د یوه څراغ حیثیت لري. په نننۍ ماديپالې نړۍ کې د داسې مشر موندل ستونزمن دي چې د ټولنې د اصلاح او له منکراتو څخه د هغې د ژغورنې لپاره رښتینې اندېښنه ولري او د خپلو خلکو د دنیا او آخرت نېکمرغي دواړه په پام کې ونیسي.
یوه مهمه خبره چې باید په پیل کې روښانه شي، دا ده چې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین باید یوازې وچ اداري او حکومتي امرونه ونه ګڼل شي. د شرعي لیدلوري له مخې، هغه فرمان چې د قرآن عظیمالشان او سنتو پر بنسټ صادرېږي، په هغو اصولو کې ریښې لري چې دین د انسان د نېکمرغۍ لپاره ټاکلي دي. کله چې اسلامي واکمن یو فرمان صادروي، په حقیقت کې د هغې لارې دوام دی چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم او خلفای راشدینو رضیاللهعنهم د خلکو د لارښوونې لپاره خپله کړې وه. له همدې امله، د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین هم شرعي او هم ټولنیز اړخ لري؛ یعنې له یوې خوا د خلکو دیني مکلفیتونه روښانوي او له بلې خوا په ټولنه کې د هغوی د ژوند د اصلاح لپاره لاره هواروي.
د یوه فرمان شرعي اړخ په دې کې دی چې خلک له حیرانتیا او سرګردانۍ څخه راباسي. په هغو مسئلو کې چې د نظر اختلاف موجود وي، یا خلک په دې نه پوهېږي چې شرعي دنده یې څه ده، د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرمان د یوه څراغ په څېر د هغوی د لارښوونې لار روښانوي. دغه فرمانونه د دیني علماوو له مشورې او د شرعي دلایلو پر بنسټ چمتو کېږي او موخه یې دا ده چې خلک په ډاډه زړه خپلې شرعي دندې ترسره کړي. په قرآن عظیمالشان کې هم د اوليالامر پر اطاعت ټینګار شوی، خو په دې شرط چې دغه اطاعت د الله تعالی د نافرمانۍ لامل نه شي. له همدې امله، د شریعت پر بنسټ د صادر شوي فرمان اطاعت نه یوازې عبادت دی، بلکې د وجدان د ډاډ او ارامتیا لامل هم ګرځي.
خو د فرمان اغېزې یوازې د فردي وجدان پورې محدودې دای نه شي، بلکې په ټولنیز ژوند کې هم څرګندېږي. ډېر فرمانونه د منکراتو، اداري فساد، ظلم، رشوت او بېعدالتۍ د له منځه وړلو په موخه صادرېږي. کله چې دا ډول فرمانونه په ټولنه کې عملي شي، له نظام سره د خلکو باور پیاوړی کېږي، ټولنیزې اړیکې سالمېږي او د معنوي او مادي پرمختګ لپاره زمینه برابرېږي. تجربو ښودلې ده چې هر ځای د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین په جدي توګه عملي شوي، هلته نظم، امنیت او عدالت هم ښه شوی دی.
همدا د شرعي حکم او ټولنیزې اغېزې ترمنځ هغه اړیکه ده چې باید درک شي؛ شریعت د انسان د نېکمرغۍ لپاره راغلی او د انسان نېکمرغي په ټولنه کې تحقق مومي.
په پای کې باید یادونه وشي چې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د فرامینو د عملي کولو مسئولیت یوازې د حکومت پر غاړه نه دی، بلکې خلک هم په دې برخه کې مسئولیت لري. په پوره پوهې او شعور سره اطاعت، د فرمان د ښه درک کولو لپاره په ادب او درناوي پوښتنې کول او د هغه په عملي کولو کې همکاري، هغه درې مهم مسئولیتونه دي چې هر مسلمان یې باید ترسره کړي. که خلک فرامین جدي وګڼي او یوازې اداري امرونه یې ونه بولي، بلکې خپل شرعي مکلفیتونه یې وګڼي، نو اغېزې به یې په کور، بازار، ښوونځي او جومات کې په څرګنده توګه ولیدل شي.
همدا هغه موخه ده چې امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی یې د دغو فرامینو په صادرولو سره تعقیبوي؛ یعنې د داسې اصلاح شوې، باخبره او د شرعي احکامو پر وړاندې د ژمنې لرونکې ټولنې رامنځته کول چې هم یې دنیا اباده وي او هم یې آخرت.
#کاپی








