څوک چې د پاکستان په ملاتړ د ټالبانو د سقوط خبره کوي، غ… خوري؛ او څوک چې له غرب او اروپا څخه د ټالبانو دفاع کوي، هغه بیا بیخي جک وهي او بې وجدانه خلک دي.
دا دواړه ډلې خلک زموږ لپاره مردودې او د وطن لپاره زهر دي.
که مجاهدینو، جنګسالارانو او ټالبانو د پاکستان او نورو هېوادنو استخباراتو لپاره افغان وژنه نه وای کړې، نن به کابل ګل ګلزار و. خدای دې شاتګپالو او ټوپکیانو ته ښه ورځ نه ورکوي.
شاتګپالې او استخباراتي ډلې هېڅ وخت نغواړي چې افغانان دې تر دوی پورته وي، ښه نوم دې ولري، ښه ژوند دې ولري او نړۍ دې د دوی ستاینه وکړي. شاتګپالې ډلې غواړي افغانان روسته پاتې، بې وزله، بې کسه او د خراپاتي ملایانو تر ظلم او استبداد لاندې ژوند وکړي.
خو په یو خبره زه ډېر خوشاله یم؛ هغه دا ده، چې په اوسني وخت کې اکثریت نوی نسل د شاتګپالو ډلو خلاف دي، مشران یې ننګوي او د دوی دا ګنده فکر ننګوي. دا ډېره ښه خبره ده چې د شاتګپالو ډلو دا ګنده فکر او مشران یې ننګول کېږي.
3
19
682
ټول دیوبندیان، د حقانیه مدرسې چڼي، د اکوړه خټک مدرسې چڼي، پاکستاني ملایان او خوسکی«حماسي» د خان راشدخان افغانانو، د پښو خاورې هم پرې ارزښت لري. راشد د دې وطن ویاړ دی، وقار دی، او د افغانانو ملي قهرمان دي.
هرڅوک چې د افغانستان ریښتوني بچي ننګوي، وې رټئ، پر ولاندې یې قاطع دریځ ونیسئ.
@rashidkhan_19
ټالبانو شل کاله د سولې له میزه تېښته وکړه او شل کاله یې خبرو ته غاړه کېنښوده. کله به یې مسکو ته منډې وهلې، کله دوحې ته او پاکستان خو یې د استخباراتي معاملو مرکز و. له هر بل نړۍوال لوري سره خبرو ته حاضریدل، خو له افغانانو سره هېڅ وخت خبرو ته نه کېناستل، ځکه د ټالبانو په قاموس کې خبرې، سوله، جرګه او ملي پخلاینه ځای نه لري او نه دوی پر دې ارزښتونو باور لري.
ښه چې ځانونه پرمختګپاله هم بولئ، ځانونه ملي ملي هم کوئ او په دې مو هم سر ښه خلاص دی چې د ټالبانو په قاموس کې هېڅ جرګه، خبرې او پرمختګ نشته؛ نو تاسې په کوم اساس او په کومو سترګو د جرګې خبرې کوئ؟ ولې شف شف کوئ او ولې خلک غولوئ؟
لنډ او خلاصه یې درته وایو: له ټالبانو د خلاصون یوازینۍ لاره د یوه ملي او وطني ادرس جوړول دي. پرمختګپاله او ملیګرا ملګري راټول، منسجم کول او د یوې اوږد مهالې مبارزې لاره تی کول دي. تر څو چې ملي او وطني ادرس جوړ نکړو، افغانان به همداسې پاشلي، تیت او پرک وي.
نور د خدای روی ته وګورئ، ملت ته دروغ مه وایئ، له دې ملت سره خیانت مکوئ، دا ملت ازار لري، هر څوک چې د دې ملت ازار وهلي، ولاکه یې ښه ورځ لیدلې وي.
د هزاره ګانو د نسل وژنې بې بنسټه ادعا؛
د یو شمېر هزاره وطندارانو لخوا د نسل وژنې دعوه، او په اروپایي، امریکایي او اسټرالیایي پارلمانونو او بشري بنسټونو ته دا ادعا وړاندې کول مستقیم پر پښنتنو تور پورې کول دي، چې ګواکې پښتنو هزاره ګان وژلي، په داسې حال کې چې عبدالرحمن خان تر هر چا زیات ظلم له پښتنو سره کړی دی. د توخو، ناصرو، او اندړو له سرونو یې منارونه جوړ کړل، د لومړي افغان-انګلیس جنګ اتلان یې په توپونو پورې وتړل او داسې استبداد یې وکړ، چې په تاریخ کې کمساری دی. عبدالرحمن خان ښه ډېر ظلم کړی او تر هر چا زیات یې له پښتنو سره کړی؛ خو هیڅ کله یې نسل وژنه نه ده کړې، ځکه انګېزه یې د یو قوم، ژبې او مذهب په نښه کول نه و. سربېره په دې، د خپل استبدادي فکر له مخې یې د هزاره ګانو د وژنې لپاره یو جواز هم لرلو، او هغه دا و، چې دوی له امیر څخه د نافرمانۍ فتوای له پارس څخه اخیستې وه. یعني د یوې کورنۍ موضوع اړوند یې، له بهرنیانو مذهبي لارښوونه غوښتې وه.
د نسل وژنې دا ادعا مطرح کول ظاهراً نرم کار دی؛ خو خورا خطرناک دی. دا کار، یعني د بشردوستۍ له مورچې د یو قوم پر حیثیت او انساني کرامت ډزې کول دي. پښتنو بچیو ته د مجرمینو احساس ورکول او په نړېوال سټېج د یو ویاړلي قام بدنامول دي. که له ملي چوکاټ خبره ووځي، هزاره ګان اصلاً د استبداد په بڼه او نتیجه کې افغانستان ته راغلي، او د چنګېز په مشرۍ یې دلته هغه نارواوې کړي، چې د بشریت تاریخ ترې شرمېږي. د پښتنو دې کور ودان وي، چې زغملي یې دي، منلي یې دي، خپلوۍ یې ورسره کړي او د خپل ملت برخه یې ګرځولي دي. که د وحشت خبره شي، په دې وروستیو څو لسیزو کې او په ځانګړي ډول کورنیو جګړو کې، همدا هزاره ګان قومندانان وو، چې د ښځو سینې یې پرې کړې، رقص مرده یې پر انسانانو وکړ، او...
زه بیا وایم، چې مونږ مليګرایۍ ته ډېره جدي اړتیا لرو، باید ټول سره لاس ورکړو او یو بل ومنو. که دغسې د یو بل بدنامولو ته کار ووایو؛ نو پایله به یې یوازې او یوازې دربدري او آوارګي وي، دغسې به د څو ناهلو تر واکمنۍ لاندې یو او د سیال انساني ژوند ارمانونه به ګور ته یوسو.
@ImadDawran
په وطن کې دې افغانې میرمنې په دې خاطر زنداني کړې، چې ګویا محرم نه لري؛ ښوونځي دې په دې بهانه پرې تړلي چې هېڅلامي سیسټم نسته؛ ان رسټورانټ ته یې په دې خاطر نه پرېږدې چې ګویا محرم نه لري. خو دا امریکایي او نورو یوټوبرانو لپاره هم سیسټم هېڅلامي سي، هم محرم ورته پیدا سي او هم مسلمان سي.
افغان ژورنالستان دې په دې تورنول چې دا غربي فکره خلک دي، افغان انجینیران دې خاطر شهیدانول چې دا غربیانو ته کار کوي، ان د ناروغۍ په حالت «کنول» کې دې شهیدان کې کړل؛ مطېع الله ویسا دې په خاطر زنداني کړی و، چې د افغان انجونو لپاره د پرمختګ زمینه برابروله، د افغان انجونو راتلونکی یې روښانه کاوو. عماد دوران دې په دې خاطر زنداني کړی و، چې د افغان انجونو د ښه ژوند خبره یې کوله، او داسې نورې ډېرې بدبختیانې دي…
ستا په کومه ناروا سړی خبره وکړي، کوم ظلم دې سړی یاد کړي، او په کوم وحشت دې سړی خبره وکړي!؟
ته پوهېږې! دومره د ظلم په نشه کې یې چې هره ناروا کوې، خپلې پښې په تبر وهې، له دې وطن دې جرړې خپله ختموې او دا ځلې به دې جرړې داسې ووځي، چې د «اټک» په سیند کې به دې هم اودس ونسي.
زهراجانې! د افغانستان صاحبان هم عزت لري او هم ابرو لري. ریښتوني او مليګرا افغانان د دې وطن صاحبان دي. هېڅوک حق نه لري چې زما په وطن، ملي ارزښتونو، خاورې او خلکو سودا وکړي.
بې عزت خلک هغه دي چې د یوې انجو په بدل کې د دې وطن ملي ارزښتونه او خاوره پلوري؛ نو واقعیت دا دی، چې انجوبازان نه عزت لري او نه هم ابرو لري.
صاحبان افغانستان نه عزت دارند و نه آبرو. همهشان مشتی افراد بیبرنامه و بیهدفاند که به ساز هر کسی میرقصند و با تصمیمها و رفتارهای نابخردانهشان، زندگی را برای همه تلخ کردهاند. واقعاً چقدر شنیدن این حرفهای بیمنطق و دور از واقعیت مشمئزکننده است!
8
16
1,339
د افغانستان نیم نفوس دې له لوږې سره مخ کړی، د ټولنې نیم قشر «میرمنې» دې له خپلو ټولو انساني حقونو او ارزښتونو بې برخي کړې دي؛ خو د هبت الله ډله خپلو چڼو ته وایي چې خلکو ته زما ستانیه او صفتونه وکړئ.
دا دومره جابر، ظالم او بې رحم خلک دي، چې ظلم هم دوی کوي، زندانو ته هم خلک دوی اچوي، بیان ازادي هم دوی تر پښو لاندې کړې، ښوونځي هم دوی بند کړي او د افغانانو ټول انساني او ملي ارزښتونه هم دوی له منځه وړي، خو بیا هم خلکو ته وایي چې زموږ ستاینه وکړئ.
هغوی دې شرم او حیا وکړئ، چې د داسې بې رحمو خلکو لپاره له غرب ستوني شکوي او په افغانانو داسې بې رحم خلک مني.
Ghairat Baheer🇦🇫 retweeted
د ملا هبت الله په خبرو کې درې مهم پیغامونه نغښتي وو…
۱- د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات په بې ساري کچه زیات شوي دي.
۲- د مخالفو جبهاتو فعالیتونه پیاوړي شوي او طالبانو ته جدي ګواښ جوړ دي.
۳- د طالبانو په منځ کې سمتي، قومي او مذهبي اختلافات په شدت روان دي او ملا هبت الله ترې پوره خبر دی.
همدا ملي خبره او ملي روایت دی!
پښتنو سیاستوالو!
د خدای روی ومنئ نور دا پښتون نېشنلېزم پرېږدئ، دا زیان لرونکی دی، دا په اتومات ډول د افغان نېشنلېزم نفي کوونکی دی. د پښتونستان کانسپټ زمونږ د سیاسي تاریخ یو تر ټولو ناسم روایت دی، چې کوزو افغانانو ته د دې لپاره ورکړل شوی، چې ګواکې تاسې له افغانستان بېل خلک یاست. دغه ناسم روایت چې د "ډیواید اېنډ رول" فارمولې پر بنسټ رامنځته شوی و، اصلي محرکان یې انګرېزان او بیا د نادر خان کورنۍ وه. انګرېزانو خپلې نړېوالې ګټې پکې لیدلې او شاهي کورنۍ د خپلې واکمنۍ د دوام راز پکې محسوسولو. پښتانه شاعران دې خدای لري، دا ناسم روایت یې دومره تبلیغ او تشهیر کړ، چې اوس هر چا ته سم ښکاري. دوی د شاعرانه طبعیت له مخې، د یوې پدیدې پر ګټه او تاوان هیڅ فکر نه کوي؛ بلکې کولی یې نه شي.
د دغه مغرضانه بنسټ له مخې، حتي پښتون ژغورنې غورځنګ چې مطلق ملي افغاني هوډ او ارمان لري، او د عمل له مخې یو سم او ګټور حرکت دی؛ خو د بڼې او تیورۍ له مخې یو ناسم تحریک، یا په بله معنی د جدي بدلون وړ تحریک دی، ځکه پښتون نېشنلېزم د هغو ملي موخو خنډ دی، چې پي ټي ایم د خپل ځان لپاره ټاکلې دي. په دې معنی چې دا د چرچل د جوړ کړي پاکستان او د ډیورنډ کرښې د دوام سبب کېږي، نه د له منځه وړلو.
پښتون نېشنلېزم زمونږ د یووالي مانع تفکر دی، له دغه نوم او دغه ډول نېشنلېزم سره ولې د بر وطن غیرپښتانه افغانان لېوالتیا ولري؟ ولې یې وپالي؟ په داسې حال کې چې ډېری نخبګان یې د پي ټي ایم له بشردوستانه غوښتنو او شعارونو سره همغږي لري.
زما وړاندیز دا دی، چې راځئ نور د خپل تاریخ دغه ډول ناسم روایتونه، په سمو او معقولو ملي روایتونو بدل کړو تر څو ملي یووالي او ملي ارمان ته ورسېږو. که دغسې په زړو ناسنجول شوو روایتونو او افکارو ملي سیاست کوو؛ هیڅ به هم ترلاسه نه کړای شو.
@ImadDawran
میاخیل صیب!
ستاسې خبرې له پرون څخه تر نن پورې دومره بدل شوی چې انسان نه پوهېږي، چې تاسې پرون دروغ ویل او که نن دروغ وایئ پرون مو د خپلې څوکۍ او اقتدار د ساتلو لپاره ټالبان ترهګر بلل، پنجابي نیابتي مو معرفي کول او ان ستاسې ملګرو ویل چې ټالبان اتیا سلنه پاکستانیان دي. خو نن مو خبره بدله کړې، ټالبان نور ترهګر نه بولئ او نه یې پنجابي نیابتي ګڼئ، بلکې د ښو خلکو په توګه یې معرفي کوئ. اوس پوښتنه دا ده: که پرون ټالبان ترهګر وو، نو نن څنګه سپین چرګان شول؟ او که نن ښه خلک دي، نو پرون مو ولې د همدې ادعا پر بنسټ د دې وطن زرګونه د ملي اردو سرتېري په دې نوم جګړې ته لېږل چې ټالب سره باید جګړه وسي او ټالب ووژل سي.
لطفا! نور له دې ملت سره لوبې مه کوئ. د دې وطن د پاکو سرتیرو په وینو ملنډې مه وهئ، او مه ملت نور ګنس کوئ. له ملت بښنه وغواوئ، توبه وباسئ. بیخي مو مرداره کړه!
Ghairat Baheer🇦🇫 retweeted
سیاسي انفلونسران له ایډیولوژۍ او کره تګلارې بې برخې دي. داسې دي لکه هغه پخواني ټایپونه. بس کسېټه بدلوي، نور شپه ورځ چالان وي. د دوی له کسېټ سره کار نشته، مهمه دا ده چې خوله یې چالان وي. که پرون یې د جمهوریت سوې مصرې غږولې نن د طالبانو ترانې اوروي. هېڅ کې هم رۍ نه وهي کار باسي.
Ghairat Baheer🇦🇫 retweeted
دا کوم د جمهوریت اورني پلویان چې اوس په بېلابېلو بڼو او په پټو او ښکاره لارو طالبانو ته تبلیغ کوي له دوی باید لومړی دا پوښتنه وشي چې پرون یې غول خوړل او که نن یې خوري؟ ځکه دواړه خو په یو وخت کې سم نشي کېدای. که پرون یې خوړل باید بخښنه وغواړي، او که نن یې خوري، باید اعتراف وکړي.
د حاکمانو د «ابسټین» له قضیې خبر یاست؟!
له کابل یو وطنوال راته زنګ کړی و:
«په کابل کې د مساج سنټرونو په نوم ځینې مرکزونه جوړ شوي دي. دلته وای ټول کم عمره هلکان دي. لومړی چې ورځې فیس به تحولوې؛ عادي فیس یې ۵۰۰ افغانۍ دی، خو که د بشپړې غړیتوب (Full Membership) اخلې، باید ۳۰۰۰ افغانۍ ورکړې. وای د میمبرشیپ له اخیستلو وروسته درته کم عمره هلکان دروي او وایي چې کوم یو دې خوښېږي، انتخاب یې ستا په لاس کې دی.
جالبه دا ده چې د پیسو ورکولو پر مهال د صرافۍ په څېر دوه رسیدونه درکوي؛ یو اصلي رسید تاته درکوي او بل له ځان سره ساتي. وای زه هلته د مساج په نوم تللی وم. کله مې چې کشیر څخه وپوښتل چې دا رسیدونه د څه لپاره دي، ویل یې دا حوزې ته د ټکس په توګه ورکوو، که ټکس ورنه کړو، دا ځای راباندې تړي.
دا شو هېڅلامي امارت او دا هم د دوی «ابسټن»!
وطنه څه سپکو او بې عزت خلکو په لاس ورغلی یې.😓
خبرې به سپینې وکوو! هرڅوک چې له غرب او لندن څخه د ټالب په دفاع کې مدحې لیکي، افغانانو ته ټالبانو استبداد غواړي؛ او هرهغه څوک چې له پاکستان راځي، په افغانستان کې تغیر راولي، دا ډول خلک ډېر سپک او بې وجدانه خلک دي. دا دواړه ډلې زموږ لپاره مردودې دي او د افغانستان لپاره زهر دي.
موږ باید یوه واحده او ملي ډله رامنځته کړو، ملي ادرس ولرو او د همدې ادرس له لارې موږ کولی شو یو ملي او ولسواک دولت جوړ کړو. له دې ور هاخوا یوه بهرنۍ نخسه هم کار نه ورکوي، که بهرنیو نسخو کار ورکولی، نو دا څلوېښت کاله به یې پایله ورکړې وه.
له غازي امان الله خان را روسته موږ داسې یو ملي دولت نه دی لرلی چې په بشپړه توګه دې د ولس پر اراده، ملي ګټو ته ژمن او خپلواک دولت وي. ټولې پردۍ اجنډاوې او پردۍ پدېدې وې او تر ننه دوام لري.
جمهوریت داسې مور خرڅو د سقوط کندې ته ټېل واهه. هر لوچک او کوڅه ډب راغلی و د پارلمان وکیل سوی و او هر لوده پکې وزیر و. دولتي بنسټونه د ملي ګټو پر ځای د شخصي معاملو او سیاسي مصلتونو باندې بدل شوي وو.
یاسیني په لویه کچه د ای ایس ای جاسوس دی. دا دومره مور خرڅی انسان دی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې هر ډول بې ناموسي وکړه او لا یې هم کوي. د دوی د کورنۍ بزنسونه دا اوس په غرب کې د مېجر عامر له ورور سره دي. دوی په لویه کچه د افغانستان سودا وکړه، او لا هم په ډېرې مکارۍ د ای ایس ای له غړو سره ناسته پاسته کوي.
Ghairat Baheer🇦🇫 retweeted
پښتانه، لکه د نورو قومونو، د افغانستان یو واقعیت دی. که پښتو او پښتانه ځپونکي په دې اند وي چې د پښتنو پر تاریخ او شتون ملنډې به افغانستان د دوی کړي، دا ماشومانه خیال دی.
قومي ملنډې او کرکې خپرول د هیچا په ګټه ندي. کاش دوی د خپلو سپانسر شویو استخباراتي پروژو په زهري پایلو پوهېدای.
درنو پښتنو،
د پښتو ژبې په اړه د بېصلاحیته وګړیو په بېبنسټه څرګندونو مهاحساساتي کېږئ. دا ورځې له مبهمو او مرموزو ادرسونو څخه د پښتو ژبې د تاریخ او پوهنیزې بډایېنې په اړه داسې کسان له عصبیت ډکې څرګندونې کوي، چې هېڅراز اکاډمیک او علمي صلاحیت نهلري.
څرګنده ده، چې د دوی ریښې له ځینو پردیو سرچینو خړوبیږي، ځکه د افغانستان د قومونو او فرهنګونو ترمنځ د شخړو پېښول د دغو دوښمنو کړیو اجندا ده.
پښتو ژبه نه د دغو نالوستیو په وینا سپکیږي او نه د ناعلمي او بېخبرو احساساتي غبرګونونو په مټ درنیږي.
پر پښتو ژبه، تاریخ، ادبیاتو او ولسي پانګه د ډېرو لویو نړیوالو اکاډمیکو بنسټونو او پوهانو له خوا مستندې څېړنې شوي او کیږي چې همدا هماغه کافي دي.
د پښتو ژبې په اړه که له ستر خوشال، حمید، شیدا، روښان، غني و مجروح او لسهاوو نورو درنو ادبسټو راتېرشو د نړۍ په هېڅ ژبه کې د لنډۍ، غاړو، د ملي هیندارې د نکلونو سیال نهشته. دا زموږ خبرې نهدي، د فرانسوي جېمز دارمستېتر، امریکايی الېز ګریسوالډ، نارویژي جورج مورګنسټېرنه، ډنمارکي کلاوس فردیناند او نورو لویو پوهانو نظرونه دي، چې په پښتو لنډیو کې یوعالم مینه، عواطف، تفکر او هغه انساني ارزښتونه په خورا هنري ژبه موندلای شئ، چې که پښتو او پښتانه بل هېڅ ادبي ځېل ونهلري همدا لنډۍ یې د ټولې نړۍ له ادبیاتو سره سیالي کوي.
اکاډمیک بنسټونه داسې وايي، خو له عصبیته رنځېدونکي وګړي غواړي په هوايي څرګندونو خپګان او غوسه پېښه کړي او بیا د افغانستان وروڼه قومونه سره خوابدي کړي.
غبرګون په دوه دلیلونو نهدی پکار:
۱- دا څرګندونې دومره ناعلمي او نااکاډمیکې دي، چې په غبرګون نه ارزي. که دا څرګندونې د علمي څېړنو په پایله کې شوې وای، بیا به یې متخصصو څېړونکیو وړ ځواب خامخا ویلی وای.
۲- غبرګون ښوول د دوښمن ژرندې ته اوبه ورپرېښول دي، ځکه هغوی غواړي همدا چې شخړه پېښه کړي.
زما دا لیکنه هم هیچا ته غبرګون نهدی، بلکې پښتنو ته یوه سپارښتنه ده، چې ارام، ډاډمن او په ساړه ټټر خپل فرهنګ پیاوړی کړئ، خپله ژبه وپالئ، علمي ژباړې وکړئ، هنري اثار وپنځوئ، خپل ولسي ادبیات راټول کړئ او پښتو په پوهه و هنر هسکه وساتئ!
دې ژبې په څو پېړیو کې د زریزو مزل کړی او همداسې به مخ پرهسک ځي!











