د دولت اصلي ځواک د مشر په ژوند کې نه، بلکې د هغه له تګ وروسته معلومېږي!
په ۱۹۰۱م کال کې د امیر عبدالرحمن خان له مړینې وروسته، امیر حبیب الله خان له کورنۍ جګړې پرته واک ته ورسېد. دا د افغانستان د خونړیو جانشینیو په تاریخ کې یوه مهمه استثنا وه.
خو یوه سوله ییزه جانشیني د تلپاتې سیاسي ثبات ضمانت نه دی.
د افغانستان تاریخي درس: د واک سولهییز لېږد باید د مشرانو په شخصي تدبیر نه، بلکې په قانون او پیاوړو بنسټونو تضمین شي.
د افغان مفکرینو مرکز | CFAT
#افغانستان #تاریخ #ستراتیژی
Center For Afghan Thinkers retweeted
هویت نیوز | به یاد وحید صابری
❞
به شام غریبان قسم است،
به سوگ یتیمان قسم است،
دو موجود ز هستی گرامیتر است؛
یکی مادر و دیگر میهن است. ❝
️🕊به یاد وحید صابری؛ صدایی که در خاطرۀ میهن جاودانه ماند!
هویت نیوز | اطاق ایکولوژی رسانهای و نظریات ستراتیژیک
Center For Afghan Thinkers retweeted
پیام تسلیت شبکه اوفا به مناسبت درگذشت وحید صابری، هنرمند محبوب میهن
شبکه اوفا درگذشت وحید صابری، آوازخوان شناختهشده و محبوب میهن را ضایعهای برای هنر و موسیقی میهن میداند.
ما مراتب تسلیت و همدردی خویش را به خانواده، دوستان، جامعهٔ هنری و تمام دوستداران صدای ماندگار او ابراز میداریم.
یادش گرامی، روانش شاد و میراث هنریاش جاودان باد.
شبکه اوفا
د تاریخ یو ستر درس!
افغانستان تل د بهرنیو یرغلونو له امله نه دی کمزوری شوی، بلکې ډېر ځله د واک پر سر کورنیو سیالیو هغه څه ړنګ کړي چې نسلونو په قربانیو جوړ کړي وو.
د احمدشاه بابا له مړینې وروسته د واکمنۍ پر سر شخړو لړۍ تر ننه پورې موږ ته یو مهم درس راکوي: هغه دولت چې بنسټونه یې تر اشخاصو کمزوري وي، د هر پاچا یا ولسمشر له مړینې سره یې راتلونکی هم له خطر سره مخ کېږي.
ملتونه د پیاوړو مشرانو په لرلو پرمختګ کولای شي، خو د پیاوړو بنسټونو په جوړولو دوام مومي.
تاریخ باید یوازې روایت نه کړو، باید ترې فکر هم تولید کړو.
د افغان مفکرینو مرکز | CFAT
Center For Afghan Thinkers retweeted
OFA Statement on the Detention of General Allah Dad Fedai and the Exploitation of Former Afghan Security Forces
The Big Picture: The Organized for Afghanistan (OFA) Network expresses serious concern over the detention of General Alla Dad Fedai, a former general officer of the Afghan Republic, reportedly held by the Taliban regime over alleged ties to an armed opposition front operating from Pakistan.
The Essential Elements are as follows:
(1) The Abandoned Soldiers of the Afghan Republic
Following August 15, 2021, and what amounted to a cheap strategic victory for Pakistan’s Inter-Services Intelligence (ISI), tens of thousands of former Afghan National Defense and Security Forces (ANDSF) personnel were left behind, unable to evacuate or secure protection.
Many have since endured poverty, psychological trauma, humiliation, surveillance, and fear of Taliban regime retaliation. Once defenders of their country, they now face an increasingly hostile environment.
This dystopian reality has made vulnerable former soldiers potential recruitment targets for armed opposition fronts, including groups allegedly supported by Pakistan’s intelligence establishment.
For those struggling with post-traumatic stress disorder (PTSD), poverty, and injuries to their dignity, such recruitment may exploit psychological vulnerabilities and constrained circumstances. These factors deserve serious consideration.
(2) A Call for the Immediate Release of General Fedai
The OFA Network calls upon the United States and the international community to press the Taliban regime for General Allah Dad Fedai’s immediate release.
His detention must be considered against the extraordinary hardships facing former ANDSF personnel.
The Taliban regime’s lack of democratic legitimacy, independent judicial oversight, and credible accountability mechanisms raises serious concerns about his safety, treatment, and right to due process.
(3) Investigating the Legal Status of Armed Opposition Fronts
The OFA Network urges authorities in the United States and elsewhere to investigate the legal status, financing, recruitment, and cross-border activities of armed opposition fronts operating from their jurisdictions.
Organizations registered as civilian, political, charitable, or advocacy entities must not use those structures to conceal or support armed militias abroad in violation of applicable laws.
Of particular concern are allegations of foreign intelligence sponsorship that could turn vulnerable former Afghan soldiers into instruments of another regional proxy war.
(4) OFA’s Principled Position: An Afghan-Owned Political Process and a Strategic Paradigm
The OFA Network remains committed to a nonviolent, sovereign, and Afghan-owned solution.
The Taliban regime’s reclusive leadership, restrictive decrees, and refusal to allow an inclusive political process have deepened Afghanistan’s isolation.
In the short term, OFA advocates an inclusive, Afghan-owned peace process. In the long term, Afghanistan needs a national strategic paradigm rooted in its geography, historical identity, sovereignty, and independent strategic agency.
OFA rejects both the Taliban regime’s coercive monopoly on power and externally sponsored armed movements.
Afghanistan does not need another proxy war. It needs an Afghan-owned political settlement today and a national strategic paradigm for tomorrow.
The Organized for Afghanistan (OFA) Network
Center For Afghan Thinkers retweeted
د عایشې وهاب بریا؛ افغان هویت او د امریکا د ډیموکراسۍ فرصتونه
د امریکا د استازو جرګې ته د افغانالاصله عایشې وهاب بیا ټاکل کېدل، د افغانامریکایي ټولنې په سیاسي تاریخ کې یو مهم پړاو دی. دا بریا یوازې د یوې افغانالاصله سیاستوالې شخصي لاسته راوړنه نه، بلکې په امریکایي ټولنه کې د افغانانو د سیاسي حضور او مدني مشارکت د پراختیا څرګندونه هم کوي.
د اوفا شبکې په خپله مبارکۍ اعلامیه کې د دې بریا پر دوو مهمو اړخونو ټینګار کړی: د امریکا د ډیموکراتیک نظام فرصتونه او له خپل تاریخي او ملي هویت سره د افغانانو دوامداره تړاو.
د اعلامیې یو مهم پیغام دا دی چې امریکا داسې هېواد دی چې کډوال او د هغوی راتلونکي نسلونه پکې کولای شي د مدني مشارکت، ولسي باور او ډیموکراتیکو بهیرونو له لارې د حکومت تر لوړو پوړونو ورسېږي.
خو د اوفا شبکې د اعلامیې تر ټولو د پام وړ اړخ د ملي هویت او سیاسي مسؤولیت ترمنځ څرګند توپیر دی. شبکه ټینګار کوي چې د کانګرس د غړې په توګه د عایشې وهاب لومړنی مسؤولیت د هغې د ټاکنیزې حوزې د اوسېدونکو استازیتوب دی؛ خو هیله څرګندوي چې افغانستان او افغانان به یې تل په زړه کې ځانګړی ځای ولري.
دا لیدلوری یو مهم اصل روښانه کوي: له خپل افغاني هویت سره وفاداري او د امریکا د اساسي قانون او ډیموکراتیکو بنسټونو په چوکاټ کې د عامه خدمت مسؤولیت یو له بل سره په ټکر کې نه دي.
د اوفا شبکې پیغام د افغانامریکایي ټولنې نوي نسل ته هم متوجه دی؛ هغه نسل چې کولای شي د زدهکړو، مدني مشارکت، مسلکي وړتیا او عامه خدمت له لارې په امریکایي ټولنه کې خپل حضور لا پیاوړی کړي.
وروستۍ خبره: د عایشې وهاب بریا د دې څرګندونه کوي چې افغان هویت یوازې د جغرافیې په محدوده کې نه تعریفېږي. افغانان کولای شي له خپل تاریخي او ملي هویت سره د تړاو په ساتلو، د هغو هېوادونو په سیاسي او مدني ژوند کې هم فعاله ونډه واخلي چې اوس یې خپل کور بولي.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
A Historic Milestone for Afghan Americans:
The Organized for Afghanistan (OFA ) Congratulates Congresswoman Aisha Wahab
The OFA Network congratulates Congresswoman Aisha Wahab on her historic election to the U.S. House of Representatives from California’s 14th Congressional District.
Her achievement is a proud milestone for Afghan Americans and a testament to the greatness of the United States, a nation where immigrants and their descendants can participate in democracy, serve their communities, and rise to the highest levels of government.
We wish Congresswoman Wahab continued success in serving her constituents with integrity, dedication, and distinction. While her foremost responsibility is to the people of her district, we hope she will always carry Afghanistan and the Afghan people in her heart.
Above all, we hope she continues to exemplify the very best of the Afghan American community, leading by example and inspiring future generations through her character, service, and leadership.
Her success is both an Afghan American achievement and a celebration of the American promise.
Congratulations, Congresswoman Wahab!
The Organized for Afghanistan
(OFA) Network
Center For Afghan Thinkers retweeted
د خدایبښلي عبدالله مقري یاد دې تلپاتې وي!
لوی هېواد | پانافغانیزم
Center For Afghan Thinkers retweeted
د کوکنارو د کرښت د ډېرښت او پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې اعلامیه
د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو په هېواد کې د مخدره توکو د کرښت د زیاتوالي او د بېدرنګه لوږې پر ناورین پرده پورته کړې ده. د راپورونو له مخې، په راتلونکي ژمي کې به څه باندې ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ وي.
د دغه پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې دریځ په لاندې ډول دی:
د طالبانو مجهولالهویته مشر، چې د واک پر ګدۍ ناست دی، باید پوه شي چې بېځایه غرور، بېحده وېره او د ګټې نه ختمېدونکی حرص حتی تر ټولو ځواکمن فاتحان هم له منځه وړي دي؛ او د ده ورځې هم لنډې دي.
دغه مجهولالهویته شخص دې پوه شي چې د دوی له بیا ستنېدو سره د افغانانو سیاسي هویت، بنسټونه او چارچوبونه له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي. سیاسي، پوځي او علمي رجال او څېرې له هېواده وتلي او په ټوله کې د افغان ملي کرکټر د سبوتاژ بهیر عملي شوی دی.
د دې سبوتاژ په سر کې بېدفاع افغان مېرمنې ځای لري، او د هغوی له سیاسي، ټولنیز او علمي ژوند څخه د بېربطه کولو تاوان به راتلونکي څو نسلونه پرې کوي.
د طالبانو دغه مجهولالهویته مشر، چې یوازې ډبرین فرمانونه ورکوي، افغانانو ته یې جوال نیولی، خو ځان او پاکستان ته یې یوازې ستنې نیولې دي. د دې رېژیم تر سیوري لاندې پاکستان په لسګونو افغان وګړي په شهادت ورسول، خو ده ورته سترګې پټې، خوله چوپه او غوږونه کاڼه کړل.
په داسې حال کې چې د دې پېچلي بشري ناورین پړه د همدې مجهولالهویته شخص پر غاړه ده، دی او د دوی نور مشران دې پوه شي چې یوازې سیمهییز اتصال او د کانونو چور مشروعیت نه شي راوړلی؛ بلکې د دوی د رېژیم زوال به لا پسې ګړندی کړي.
د اوفا شبکه په دې باور ده چې د لوږې پراخېدل، د کوکنارو د کرښت زیاتوالی، د افغان مېرمنو له ټولنیز او علمي ژوند څخه ایستل، د ملي بنسټونو کمزوري کېدل او د افغانانو د سیاسي هویت سبوتاژ جلا جلا پېښې نه دي؛ بلکې د یوه ژور ملي او ستراتېژیک ناورین بېلابېلې نښې دي.
د دې ناورین ریښه یوازې د طالبانو په ناکامه حکومتولۍ کې نه، بلکې د یوه ملي ستراتېژیک پاراډایم په نشتوالي کې هم نغښتې ده؛ داسې پاراډایم چې د افغانانو ملي اراده، جغرافیه، تاریخي هویت او ستراتېژیکې ګټې په یوه روښانه مسیر کې سره وتړي.
د اوفا شبکې ټینګار پر ستراتېژیک پاراډایم
موږ وار وار ویلي چې په هستوي وړتیاوو سمبال هېژمونیک پاکستان زموږ د لوی هېواد ستونزو ته ستراتېژیک بُعد ورکوي. له بلې خوا، د طالبانو رېژیم د افغان ولس د روا غوښتنو پر وړاندې استخباراتي چلند کوي.
له دې ملي ویجاړۍ څخه وتل په هغو لنډمهالو هڅو نه کېږي چې یوازې پر نن او سبا تمرکز کوي او بل سبا له پامه غورځوي.
د اوفا شبکه په دې باور ده چې افغانان د پانافغان یوه داسې جغرافیهمحوره ستراتېژیک روایت او مشرۍ ته اړتیا لري چې پیل، منځ او پای یې روښانه وي؛ داسې جغرافیهمحوره روایت چې افغانانو ته د خپل کلاسیک برم او حیثیت د بېرته ترلاسه کولو باور ورکړي.
دا کار یو منظم او باډېسپلینه نوښت غواړي؛ داسې نوښت چې د قضیې پراخوالي، ژورتیا او پېچلتیا ته په کتو فکر او عمل وکړي، په کلیو او بانډو کې ریښې ولري او دا درک کړي چې افغان ولس په یوه تحمیل شوې، بېپایه لوبه او جګړه کې راګیر دی.
د اوفا شبکه د همدې ستراتېژیکې اړتیا له مخې پر څلورمې نظریې ټینګار کوي. موږ باور لرو چې نوې لارې باید ووهل شي او ځوان نسل باید د مشرانو تر لارښوونې لاندې په قاطعیت سره کار وکړي.
له افغان کلیو او بانډو څخه تر امریکا، کاناډا او اروپا پورې، د دې بهیر لپاره د یوه فکري ایکوسیستم د فعالولو کار ته مو ملا تړلې ده.
د اوفا شبکه یو ځل بیا د یوه پیاوړي مرکزي جمهوریت د جوړېدو او د افغانانو د خاورې د طبیعي کېدو لپاره خپله ژمنه تازه کوي. شبکه پر ټولو غږ کوي چې د افغانانو د بېړۍ د ډوبېدو مخه ونیسي.
د کونړ، کندهار، بامیان، خوست، کابل، پېښور او د لوی هېواد په هر ګوټ کې مېشتو افغانانو ته زموږ پیغام روښانه دی:
تاسې په دې تحمیل شوې لوبه، ملي ناورین او د خپل لوی هېواد د بقا په مبارزه کې یوازې نه یاست. له خپلو کلیو او بانډو څخه تر نړۍوالې افغان ټولنې پورې، موږ له تاسې سره ولاړ یو. جغرافیایي او تحمیل شوې سیاسي کرښې زموږ ګډ تاریخي هویت، درد او برخلیک نه شي بېلولای؛ ستاسې درد زموږ درد، ستاسې مبارزه زموږ مبارزه او ستاسې راتلونکی زموږ ګډ ملي مسؤولیت دی.
د اوفا شبکه
لوی هېواد | پانافغانیزم | ستراتېژیک دود | څلورمه نظریه
Center For Afghan Thinkers retweeted
کوروش از دریچۀ نامتعارف
میان واقعیت تاریخی و تزویر سیاسی
کوروش از بزرگترین جهانگشایان تاریخ باستان است؛ اما میان شخصیت تاریخی او و تصویری که در روایتهای ملیگرایانه و سیاسی معاصر ارائه میشود، تفاوتهای بنیادی وجود دارد.
پروفیسور لینیت میچل (Lynette Mitchell)، تاریخنگار دورۀ کلاسیک، در اثر پژوهشی خود Cyrus the Great: A Biography of Kingship، منتشرشده در سال ۲۰۲۳، روایتهای متعارف دربارۀ خاستگاه، هویت و میراث سیاسی کوروش را به چالش میکشد.
یکی از مهمترین یافتههای او این است که کوروش در هیچیک از اسناد شناختهشدۀ برجایمانده، خود را پارسی معرفی نکرده است.
کوروش؛ شاه انشان، نه مدعی هویت پارسی
کوروش در منشور گِلی مشهور خود (Cyrus Cylinder)، که اکنون در موزیم بریتانیا در لندن نگهداری میشود، هرگز خویشتن را «پارسی» یا «شاه ایران» معرفی نمیکند؛ بلکه صراحتاً خود را «شاه انشان» میخواند. انشان سرزمینی با پیشینۀ تمدنی ایلامی بود.
به باور میچل، کوروش احتمالاً از محیطی کوچنشین با پیشینۀ قومی مختلط برخاسته بود. هویت قومی او همچنان نامشخص است.
در روزگار کوروش، کشوری به نام فارس با مفهوم سیاسی و مرزهای امروزی وجود نداشت. بنابراین، نسبت دادن هویت ملی معاصر به او، بیشتر بازتاب بازخوانی سیاسی گذشته است تا نتیجۀ قطعی پژوهش تاریخی.
انشان؛ خاستگاه کوچنشینی کوروش
انشان از مراکز تاریخی تمدن ایلامی بود؛ اما به روایت میچل، در سدۀ ششم پیش از میلاد دیگر جایگاه شهری پیشین خود را نداشت(در آن روزگار، چیزی جز دشتی خشک نبود).
کاهش سکونت ثابت و فعالیتهای زراعتی در بخشهایی از این جغرافیا، احتمال خاستگاه کوچنشینی کوروش را تقویت میکند.
کوچنشینی در تاریخ آسیای جنوبی و مر کزی، از جمله افغانستان، سابقۀ طولانی دارد. اما شیوۀ زندگی کوچنشینی بهتنهایی هویت قومی کسی را مشخص نمیکند. از همین رو، انتساب قطعی کوروش به یک هویت قومی امروزی، بدون شواهد معتبر تاریخی، قابل دفاع نیست.
جغرافیا؛ منطق گسترش قدرت کوروش
میچل در بررسی جهانگشایی کوروش، بر اهمیت راه بزرگ خراسان، گذرگاههای زاگرس و مسیرهای ارتباطی میان بینالنهرین، آسیای مرکزی و مدیترانه تأکید میکند.
ارتش «اومانماندا» که به فرمان کوروش درآمد، احتمالاً ساختاری چندقومی داشت. تسلط بر راههای تجارتی، منابع ثروت و مراکز شهری، از عوامل بنیادی گسترش قدرت او بود. امپراتوری کوروش بیش از آنکه یک پروژۀ هویتمحور باشد، ساختاری جغرافیامحور بود که بر قدرت نظامی و کنترل مسیرهای اقتصادی (غارت و چپاول) استوار میشد.
کوروش؛ دادگر مطلق یا فرمانروای واقعگرا؟
در روایتهای ستایشآمیز، کوروش نخستین مدافع حقوق بشر و کثرتگرایی معرفی میشود؛ اما شواهد تاریخی تصویر متفاوتی ارائه میکنند.
او در برخی مناطق فتحشده، ساختارهای محلی را حفظ کرد؛ مشروط بر آنکه مردمان مغلوب اقتدار او را میپذیرفتند و خراج میپرداختند.
در برابر مقاومت، از خشونت نظامی نیز استفاده میکرد. رفتار او در سارد و برخی شهرهای یونانی نشان میدهد که مدارا و سرکوب، هر دو ابزار فرمانروایی او بودند.
بنابراین، معرفی کوروش بهعنوان بنیانگذار حقوق بشر و کثرتگرایی به مفهوم امروزی، با واقعیتهای سیاسی جهان باستان سازگاری ندارد.
کوروش تاریخی و اسطورۀ مشروعیت سیاسی
گزنفون، نویسندۀ یونانی، حدود یکونیم قرن پس از مرگ کوروش، تصویری آرمانی از او ارائه کرد. اما «کوروشنامه»، افزون بر روایت تاریخی، اثری دربارۀ رهبری، قدرت و الگوی مطلوب فرمانروایی نیز بود.
از همین رو، ستایش کوروش در منابع یونانی را نمیتوان بدون بررسی انتقادی، بازتاب دقیق شخصیت و عملکرد تاریخی او دانست.
نسبت دادن فلسفۀ سیاسی کوروش به تصدیهای جرمی امروزی، یا معرفی سارقان در لباس مصلحان بهعنوان وارثان معنوی او، بیش از آنکه بر شواهد مستند تاریخی استوار باشد، آمیزهای از تحریف، تزویر و بهرهبرداری سیاسی از گذشته است.
سخن پایانی
کوروش در اسناد شناختهشدۀ خود، شاه انشان است؛ نه فرمانروایی که آشکارا خود را پارسی معرفی کرده باشد. هویت قومی او همچنان محل بحث است و خاستگاه اجتماعیاش احتمالاً با محیط کوچنشینی پیوند داشت.
جهان کوروش، جهان دولت-ملتهای امروزی نبود؛ بنابراین، نمیتوان مفاهیم ملی و سیاسی معاصر را به آن تعمیم داد. تاریخ را نمیتوان با تزویر بازنویسی کرد و از اسطورهسازی تاریخی برای تصدیهای جرمی معاصر مشروعیت تراشید!
هویت نیوز | اطاق ایکولوژی رسانهای و نظریات ستراتیژیک
Center For Afghan Thinkers retweeted
ارزونه| د پاکستان امنیتي کړکېچ او د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت زیانمنتیاوې
په پاکستان کې وروستیو امنیتي پېښو د دغه ټوټهټوټه فدرالي جوړښت ځینې بنسټیزې زیانمنتیاوې لا بربنډې کړې دي:
(۱) د زغم محدود ظرفیت: د پاکستان پوځ او ولس د اوږدمهالو ځاني او مالي زیانونو پر وړاندې د زغم له محدود ظرفیت سره مخ دي؛ هغه کمزورتیا چې په فرسایشي جګړو کې ستراتېژیک اهمیت لري.
(۲) د ملي هویت بحران: په هغو هېوادونو کې چې وګړي یې ځانونه د یوه ګډ ملي هویت برخه نه ګڼي، لکه د پاکستان تر کنټرول لاندې خیبر پښتونخوا، فدرالیتوب د ملي انسجام پر ځای د سیاسي وېش، بېثباتۍ او ان د تجزیې خطر زیاتولای شي.
(۳) د جغرافیې، ستراتېژیک چاپېریال او سیاسي نظام اړیکه: پاکستان د دوو کلاسیکو او تاریخي ملتونو، افغانستان او هند، ترمنځ په یوه حساس جغرافیایي موقعیت کې پروت دی. دغه جغرافیایي احاطه، د پاکستان د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت داخلي تضادونه او د ګډ ملي هویت ننګونې د هغه ستراتېژیکې زیانمنتیاوې لا پېچلې کوي.
له همدې امله، د سیاسي نظام نوعیت باید یوازې د ایډیالوژیکو تمایلاتو او سیاسي مصلحتونو پر بنسټ ونه ټاکل شي؛ بلکې جغرافیه، ستراتېژیک چاپېریال، امنیتي اړتیاوې او ملي انسجام باید د دولت جوړونې بنسټیز معیارونه وي.
وروستۍ خبره—د یوه هېواد لپاره د سیاسي نظام مناسبت د هغه له ستراتېژیک چاپېریال څخه په جلا توګه نه شي ارزول کېدای. هغه نظام چې د جغرافیې، ملي هویت او امنیتي واقعیتونو ترمنځ توازن ونه شي ساتلای، د ملي انسجام پر ځای د جوړښتي زیانمنتیاوو د ژورېدو لامل ګرځېدای شي.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانستان؛ د تمدنونو زانګو او مهمه جغرافیه، خو د ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی یې شاته ساتي
افغانستان یو کلاسیک قارهيي هېواد، د مدنیتونو سرچینه، د انساني فکر او تهذیب زانګو، د فرهنګونو د تېرېدو، یوځای کېدو او خپرېدو څلورلارې او د تمدني اړیکو تاریخي مرکز دی.
انګریز تاریخپوه ارنولډ ټاینبي (Arnold J. Toynbee) په خپل اثر Between Oxus and Jumna کې د اکسوس او جمنا ترمنځ د جغرافیې تمدني اهمیت ته پام اړوي. دا پراخه سیمه د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د ودې، ټکر، بدلون او متقابل اغېز ډګر پاتې شوې ده.
خو له دې تاریخي عظمت او بېساري جغرافیایي موقعیت سره سره، افغانستان لا هم د داسې ستراتېژیک پاراډایم له تشې سره مخ دی چې خپل تاریخي، جغرافیایي او بشري ظرفیتونه په ملي ځواک بدل کړي.
نن د منځنۍ او سویلي آسیا نږدې هره سیمهییزه غونډه چې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال پر محور جوړېږي، د افغانستان د جغرافیې ستراتېژیک ارزښت یو ځل بیا څرګندوي. افغانستان د دغو دوو لویو جغرافیو ترمنځ یوازې د تېرېدو لار نه، بلکې د سیمهییز اتصال یوه مهمه کړۍ ده. خو جغرافیه په خپل ذات کې ځواک نه دی؛ هغه مهال په ملي ځواک بدلېږي چې تر شا یې مشروع دولت، ملي اراده او ستراتېژیک فکر موجود وي.
د افغانستان اساسي ننګونه د تاریخي هویت، جغرافیایي موقعیت او طبیعي ظرفیتونو نشتوالی نه دی؛ بلکې د یوه داسې ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی دی چې دا ټول ظرفیتونه په یوه ګډ ملي لیدلوري کې سره وتړي.
د دې ستراتېژیکې تشې تر ټولو څرګنده بېلګه د طالبانو اوسنۍ واکمني ده؛ په داسې حال کې چې سیمه د انرژۍ، اقتصاد او اتصال د راتلونکي نقشې په جوړولو بوخته ده، د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه روښانه ملي لیدلوري پر ځای د محدودوونکو او ډبرویزو فرمانونو په صادرولو بوخت دی.
افغانستان د تمدنونو څلورلارې پاتې شوی؛ خو د خپل تاریخي ظرفیت د راژوندي کولو لپاره یوازې جغرافیې ته نه، بلکې یوه خپلواک، واقعیتمحوره او دوامداره ستراتېژیک پاراډایم ته اړتیا لري.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
مرکز متفکرین افغان (CFAT) گفتوگوی ویژه با حضور داکتر رمضان بشردوست رگزار میکند!
موضوع: اقتصاد افغانستان؛ فرصتها، چالشها و راههای پیشرو
در این گفتوگو دربارهٔ وضعیت کنونی اقتصاد افغانستان، کارهایی که انجام شده و نشده، فرصتهای موجود، چالشهای پیشرو و دیدگاههای داکتر بشردوست برای آیندهٔ اقتصادی کشور بحث میکنیم. دهلیز واخان و نقش آن در پیوندهای تجارتی و اقتصادی افغانستان با منطقه نیز از محورهای گفتوگو خواهد بود.
با ما همراه شوید و پرسشهایتان را با مهمان برنامه در میان بگذارید
teapaw.org/i/spaces/1AJEmvp…
تر ټولو خطرناک اشغال د خاورې اشغال نه دی بلکه د اذهانو اشغال دی.
کله چې یو ملت د خپل ځان لپاره فکر کول پرېږدي، سرحدونه یې ښايي لا پر خپل ځای وي، خو ستونزې یې نور تعریفوي، دښمنان یې نور ټاکي او راتلونکی یې نور ورته لیکي.
افغانستان یوازې سیاسي خپلواکۍ ته نه، فکري حاکمیت ته اړتیا لري.
د افغان مفکرینو مرکز هڅه کوی داسې فکري چاپېریال رامنځته کړي چې افغانستان بېرته د خپل ځان لپاره فکر کول زده کړي.
که خپل فکر تولید نه کړو، د نورو د شطرنج پر تخته به یوازې مهرې پاتې شو.
مرکز متفکرین افغان (CFAT) گفتوگوی ویژه با حضور داکتر رمضان بشردوست رگزار میکند!
موضوع: اقتصاد افغانستان؛ فرصتها، چالشها و راههای پیشرو
در این گفتوگو دربارهٔ وضعیت کنونی اقتصاد افغانستان، کارهایی که انجام شده و نشده، فرصتهای موجود، چالشهای پیشرو و دیدگاههای داکتر بشردوست برای آیندهٔ اقتصادی کشور بحث میکنیم. دهلیز واخان و نقش آن در پیوندهای تجارتی و اقتصادی افغانستان با منطقه نیز از محورهای گفتوگو خواهد بود.
با ما همراه شوید و پرسشهایتان را با مهمان برنامه در میان بگذارید
teapaw.org/i/spaces/1AJEmvp…
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانستان او پاکستان؛ د ګډ ستراتېژیک هدف نشتوالی
د افغانانو او پنجاب ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان د کلاسیک او قارهایز هېواد او د پاکستان د نوپایه دولت په کانټکس کې وڅېړئ او لاندې درې پوښتنې له ځان سره مطرح کړئ:
۱. موږ څه غواړو؟
۲. هغوی څه غواړي؟
۳. موږ په ګډه څه غواړو؟
درېیمه پوښتنه کېدای شي روښانه ځواب ونلري؛ ځکه جغرافیایي نږدېوالی د ګډو ستراتېژیکو موخو په معنا نه دی.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
د اوفا شبکې د تېرې یکشنبې په سپېس کې د سیګار ادارې له لوړپوړي چارواکي، دېوېډ شواندمن، سره مو لاندې پوښتنه تر شننې لاندې نیولې ده:
هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟
د دې مهم بحث ثبت شوې بڼه واورئ👇
















