Patriot retweeted
Get proxies that deliver on speed, privacy, and price. With us, you get reliable performance and global reach.
Patriot retweeted
پوښتنه؟
ملا حماسي اخوند وایې د کرکټ لوبغاړی یې تر هندو هم ډېر بد ایسېږي.
پوښتنه دا ده چې ملا حماسي ته هندو ولي د کرکي وړ ښکارېږي؟
یوه وړه برخه هندوان افغانان دي، د افغانستان تابعیت لري.
تاسې د دې کرکې لامل وپوښتئ، هسې نه چې پاکستانی نه یې.
دا خلک یوازې له کرکې جوړ دي.
Patriot retweeted
د مجاهدینو د سپهسالار ستره فکري او سیاسي اشتباه
هر څوک چې ادعا کوي قرآن دستور دی، نو ایا (العیاذ بالله) رسول الله ﷺ او اصحابو کرامو د مدینې په نوم یو دستور تدوین کړی و؟
قرآن کریم د هدایت، شریعت او الهي احکامو کتاب دی؛ خو د نننۍ سیاسي اصطلاح په مفهوم د دولت مدون اساسي قانون (Constitution) نه دی. رسول الله ﷺ او اصحابو کرامو هم د مدینې میثاق د یوه تاریخي سیاسي او ټولنیز تړون په توګه تدوین کړی و، نه د قرآن په نوم د دولت د اساسي قانون په توګه.
د قرآن د الهي مرجعیت او د یوه مدون دولتي دستور ترمنځ توپیر باید وساتل شي؛ دا دواړه یو مفهوم نه دي.
Patriot retweeted
سهار پخير وطنه 🇦🇫
امريکا ته د لابيګرۍ لپاره د سپېڅلو افغان نجونو پر «عفت» د طالبانو لوبې غبرګونونه پارولي دي.
د ښځو او نجونو د زده کړو او حقونو محدودولو لپاره د طالبانو مشر په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۴۲ فرمانونه، حکمونه او قوانين جوړ او خپاره کړي، خو امريکا ته د ځان سپين ښودلو لپاره بیا دې ډلې يو بدنام امريکايي يوټيوبر افغانستان ته غوښتي، له بيت المال څخه يې د هغه لګښت ورکړی او په مدرسو او ښوونځيو يې دننه کړی دی.
دغه يوټيوبر د ټولو اسلامي اصولو او افغان دودونو خلاف د ماشومانو او پېغلو نجونو عکسونه او ويډيوګانې ثبت او خپرې کړې دي.
په يوې ویډیو کې د طالبانو غړي ورته وايي، که غواړي په افغانستان کې واده وکړي، نو ښځه ورته پيدا کولی شي: «افغانستان کې ډېری نجونې له تا سره د واده لېوالتيا لري.»
Patriot retweeted
د امریکا د کرنې وزارت پر کمپیوټري سیستمونو د سایبري برید له امله د بزګرانو د مالي مرستو او د فصلونو د بیمې پروګرامونه له یوې اوونۍ ډېر وخت کېږي چې ځنډېدلي دي.
امریکايي چارواکي وايي، په برید کې معلومات نه دي له منځه تللي او د سیستمونو د بېرته فعالولو هڅې روانې دي.
Patriot retweeted
اقتصادي وضعیت کوم خوا روان دی؟
د فرانسې په سنا مجلس کې د دولتي لګښتونو او بودیجوي کسر د کمولو لپاره د ۲۳ زره دولتي دندو د لغوه کولو وړاندیز شوی دی.
د وړاندیز له مخې، د پوهنې، دفاع، کورنیو چارو او عدلیې ادارې به له دې پرېکړې مستثنا وي.
Patriot retweeted
برای زنان شهروندی افتخاری میدهند 👏👇🏻
ولی هم زمان برای ديبلومات هاې گروه طالبان زنستیز ویزه ها و کرسی سفارت را در فرانسه افتخاری ؟؟؟
Patriot retweeted
د سپیس د بحث پایله:
شریعت د الله تعالی حکم دی؛ خو د شریعت په نوم جوړ شوی سیاسي نظام، د هغه د اصولو په رڼا کې د انسانانو فهم، اجتهاد، تفسیر او تطبیق دی.
له همدې امله، د سیاسي نظام نقد د شریعت نقد نه دی، او د نظام د سیاسي پرېکړو نقد د دین مخالفت نه دی.
هیڅ سیاسي نظام او هېڅ انساني اجتهاد د نقد او محاسبې له حق څخه مستثنا نه دی.
Patriot retweeted
«إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»
با نهایت تأسف و اندوه،درگذشت استادگرانقدر، شخصیت فرهیخته و انسانی والا، ضایعهای بزرگ و جبرانناپذیراست.استاد تنها یک معلم نبود، بلکه چراغی از دانش،اخلاق، معرفت وانسانیت بود که آثار نیک آموزههای ارزشمندش هرگز از یادها نخواهد رفت.
Patriot retweeted
دهيبت الله ملاتړ دالله تعالی ملاتړ نه بلکه دالله تعالی بغاوت دی
زموږ په ننۍ نړۍ کې دوه مليارده مسلمانان ژوند کوي
۵۴ اسلامي هيوادونه دنړۍ پر نقشه شته
مشران ، واکداران او رهبران يې داسلامي علومو داکتران او ماستران دي يو يې نه وايې چې زما اطاعت دخدای اطاعت دی
ځکه دبنده ګانو له خوا دبنده ګانو اطاعت صرف دپیغمبرانو په شان پوري مطلق دی
ته خو به پېغمبر نه يې او نه دپیغمبر وارث
دپیغمبر په وراثت کې په کڅوړو استخباراتي ماموريت نشته
نوځکه ستا اطاعت درب له اطاعته طغيان او بغاوت دی
Patriot retweeted
بچو خانه
پيژنم دې چې دباقي ماما زوی يې
رګ رګ دې را معلوم دی زه چې دحق السکوت په زور خاموشه کيدلای نو دکرزي په حکومت کې به له امريکا غږه او داشرف غني په وخت کې به له حکومتي دندي نه شړل کيدلم
رباني به دملي ټلويزيون له رياسته او حضرت به انيسه نه شړلم
زه عيسي محمد يم
هغه عيسی محمد چې تاته به مې په نور جهان هوټل کې دبي بي سي لپاره رپوټونه ليکل
دخوشحال خټک په برخه خو يو ننک دی
تر نظر پوري يې هيڅ ده دنيا واړه
کش ورکړه
دملا او اخند خوټي وتله چې چارک دي که پاو کم چارک
حق السکوت! 😊
د انسان فطرت همداسې دی، چې یو ځل په یو څه روږدی شي، بیا په هېڅ یوه طریقه له هغه څخه نه شي اوړېدلی، یعنې عمل یې شي.
زه عصمت قانع د مهاجرت له وخته پیژنم، او د جمهوریت په وخت کې مې ورسره سلام کلام هم درلود، خو د قانع صاحب یو تر ټولو بد عادت دا دی، چې نوموړی له پیل څخه تر نن ورځې پورې کرایي لیکوال و او کرایي لیکوال پاتې شوی دی.
که د قانع صاحب ژوند یو څوک له پیل څخه مطالعه کړي او یا د ده د ژوند په اړه یوه وړه څېړنه وکړي، نو دا به د هندارې په څېر ورته روښانه شي، چې قانع صاحب خپل دریځ نه لري، بلکې چا چې ورته پیسې ورکړې، بس په هماغه پسې منډې وهي او دفاع یې کوي.
په تنظیمي جـ.ګړو کې هم تنظیمي مشرانو په کرایه نیولی و، په جمهوریت کې هم او اوس هم.
په جمهوریت کې کرزي قانع صاحب ته هره میاشت د حق السکوت په نوم زرګونه ډالر ورکول، خو کله چې ښاغلی اشرف غني واک ته ورسېد، نو د حق السکوت پیسې یې پرې بندې کړې، چې له هماغه ځایه له ډاکټر اشرف غني سره یې دښمني پیل شوه.
همداراز، د جمهوریت له پیل څخه تر نن ورځې پورې قانع صاحب ته سیاف صاحب او اتمر صاحب هره میاشت پیسې ورکوي، او څوک به تر نن ورځې پورې ماته دا ونه ښایي چې قانع صاحب دې د سیاف صاحب او اتمر صاحب په اړه یوه جمله هم لیکلې وي.
نو خبره مې دا کوله چې قانع صاحب کرایي لیکوال دی، خپل دریځ نه لري، که هر چا ورته پیسې ورکړې، بس د هماغه دی. دا نن چې قانع صاحب د حاکم نظام په اړه بد رد وایي، دا د کوم سیاسي مخالفت له مخې نه کوي، بلکې د همدې لیکنو په بدل کې له نورو پیسې اخلي. که سبا ورته حاکم نظام پیسې ورکړي، نن چې څه ډول یې مخالفت کوي، سبا به له دې دوه چنده د حاکم نظام طرفدار وي او ما او تا به همدا قانع کنځي.
شیفیلډ، انګلستان
Patriot retweeted
ټالب نه زه تعریفوم، نه یې شاه محمود میاخېل تعریفوي. ټالب د ټالب اعمال تعریفوي. ترهګر هر هغه چا ته وایي چې د سیاسي موخو لپاره عام ولسونه ترهوي. ټالب دا کار کړی دی. اخلاقي تعریف یې همدغه دی، دا چې د امریکا د بهرنیو وزارت ډېټابېس د ځینو لپاره اخلاقي دستورنامه ده، دا نو بیا لویه ستونزه ده.
Patriot retweeted
حکومتولي او قدرت سیاست دی. سیاست کې ولس باید رول ولري ځکه بې د ولس له ارادې د جومات ملا امام هم نشي ټاکل کېدلې. د حنفي فقهې په اساس، که اویا اتیا سلنه خلک د امام نه ناراضه وي، امامت یې مکروه تحریمي ګڼل کیږي او هغه امام باید بدل شي.
که د جومات امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم وي، د ملک مشر خو حتمي ده چې باید د خلکو په خوښه او رضایت وټاکل شي.
که یو کس د یو څو ملګرو په خوښه ټاکل کیږي په دې به هم بحث نه کوو چې هغه وخت د دې په ټاکلو کې پاکستانیانو څه رول درلود، څنګه په اسلامي او سیاسي لحاظ ځانته دا حق ورکوي چې د ټول ملک مشري دې وکړي، ځانته دې امیرالمومنین ووایي او خلک یې فرمانونه ومني. بیا هغه فرمانونه چې ښکاره د اسلامي نصوصو او اصولو سره په ټکر کې وي.
له بله خوا د یو هیواد ټولې منابع او دندې د خلکو پورې تعلق لري او ولس باید ورته د اساسي قاونو په چوکاټ کې هغه کسان وټاکي چې ولس پرې اعتماد ولري. په صدر اسلام کې هم د خلقای راشدینو په ټاکنو کې ولس او عام خبره کسانو رول درلود او هغوي ځانونه ولس ته مسووله ګڼل.
په یویشتمه پیړۍ کې حکومتولي بې له ولسي مشروعیته نشي تر سره کیدلې او چې ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت هم نشي تر لاسه کیدلې. د ولسي او نړیوال عدم مشروعیت په نتیجه کې به افغانستان د انزوا حالت سره مخ وي او افغانستان به بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي. د اینده جنګونو او ستونځو مسوولیت به د طالبانو د اوسني مشرانو په غاړه وي چې جنګونو لپاره زمینه برابروي.
ښه خبره دا ده که د طالبانو مشر وروستې وینا یې د زړه نه وي، او د مثبت تغثر په لټه کې وي، د یوې واقعي لوی جرګې له لارې، ولسي مشروعیت او هم د راتلونکي نظام لپاره د اساسي قانون د جوړیدو زمینه مساعده کړي. همدا به افغانستان او هم اسلام ته لوی خدمت وي که نه، په هسې هوایي خبرو چې زیاته برخه یې د دی په اطاعت ولاړه وه څه ګټه نه لري.
Patriot retweeted
جمهوري نظام کې د اطلاعات او کلتور وزارت مرستيال هارون حکیمي د افغانستان په اوسنيو یو شمېر دیني عالمانو او ملایانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تاریخ ښيي ځینې ملایان د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره په چاپلوسۍ کې ساری نه لري.
نوموړي د مغل واکمن جلال الدین اکبر دورې ته په اشارې سره لیکلي، چې هغه له اسلامه ووت او ځان ته یې جلا دین جوړ کړ، خو بیا هم یو شمېر ملایانو ورته د «پادشاه اسلام»، «امام عادل»، «امیرالمؤمنین» او «ظلالله» په څېر لوی او درانه لقبونه ورکول.
د حکیمي په وینا، کله چې جلال الدین اکبر خبر شو چې اسلام یواځې د څلورو ښځو د هممهاله شرعي نکاح اجازه ورکوي او د هغه د مېرمنو شمېر تر دې ډېر و، نو له عالمانو یې د حل لاره وغوښته؛ هغوی هم د چاپلوسۍ له مخې د قراني ایت په غلط تفسیر سره نوموړي ته له ۹ او ۱۸ ښځو سره د هممهاله شرعي نکاح اجازه ورکړه.
نوموړي ټینګار کړی چې ولس ته باید دا حقیقت په ډاګه شي چې دغه ډله د خپلو ګټو او امتیازاتو لپاره هر ډول چاپلوسي کولای شي، خو د ده په خبره دا ورکړل شوي لقبونه باید هېڅکله د واکمنو د جنایتونو د پټولو لپاره د نقاب په توګه ونه کارول شي.
#ABN | #Afghanistan | #HaroonHakimi | #History | #Politics
Patriot retweeted
د افغانستان تر ملت ګناهکار ملت په ټوله نړۍ کې نسته!
د افغانستان ملت او اسلام:
په اسلام کې غلا اشد ګناه ده، خو په مجاغړت ولس کې د بیتالمال غله تر ټولو محترم دي، او د ښځو د بوټونو غږ دومره لویه ګناه ده چې د مجاغړت ولس ایمانونه په لړزه راولي.
په اسلام کې لواطت د زنا په پرتله اووه برابره ګناه لري، خو په مجاغړت ولس کې به تاسې په یوه جومات کې هم داسې ملا ونه وینئ چې په دې هکله خبرې وکړي؛ خو شپه او ورځ د ښځو په غږ ږغیږي چې ولې د تګ پر مهال غږ یې خلګ اوري!
ټولې مدرسې یې د اپسټین جزیرې دي؛ په مدرسو کې شپه او ورځ د مجاغړت ولس پر ماشومانو جنسي تېري کېږي، خو د دوی ایمانونه په لړزه نه راځي؛ خو کله چې یوه نجلۍ ښوونځي ته روانه وي، د مجاغړت ولس ایمانونه په لړزه راځي!
قاتل په دې ملت کې قهرمان دی، خو سندرغاړی جهنمي دی!
مېرمن او لور به یې د درد له لاسه په سرو اوښکو ژاړي، خو د دوی ایمانونه په لړزه نه راځي؛ خو که نارینه ډاکټر یې د درملنې لپاره لاره سي، ایمانونه یې په لړزه راځي.
د خپلې لور لپاره ښځینه ډاکټره غواړي، خو خپله لور ښوونځي ته نه پرېږدي، او څوک چې خپله لور ښوونځي ته استوي، هغه ورته بېغیرته ښکاري.
تر مجاغړت ولس سپک ولس، په والله، که په ټوله نړۍ کې پیدا کړې!
Patriot retweeted
د رسمي دندو په وخت کې ما څوک نه بلاکول ځکه معلوماتو ته لاسرسې د هر چا حق و. که چا ښه ویل یا بد، دولتي مسوولین باید ځواب ورته ویلې وې.
اوس ځینې د ټولنیزو شبکو چڼچڼې او ګونګټان ځکه بلاک کوم چې دوی ادب او عفت د کلام نه مراعاتوي.
د بلاک بټن د همدې لپاره جوړه شوې چې داسې انسانان د دغه ویډو غوندې د خپلو دماغو نه پاک او د دوی په بیهوده بحثونو او لیکنو باندې خپل وخت ضایع نه کړم. یعنې د خپل مغزو هارډ ډیسک په بېهوده خبرو او کسانو ډک نکړم.
دغه ویډو کې هک وایي چې غیر ضروري کسان باید د خپلو مغزو نه لرې کړې.
Patriot retweeted
نه ملت رعیــــــت دی او نه سیاسي زعیم چــــــوپان؛ سیاسي زعیم د قانون ساتونکی دی!
د «رعیت» او «راعي» اصطلاحات ډېر اوږد تاریخي لري. رعیت د رمې او راعي دچوپان شپنګي له مفهوم سره تړاو لري. زما په اند، د دغو اصطلاحاتو سیاسي استعمال د پخوانیو مطلقه سلطنتونو له سیاسي جوړښت سره تړلی ؤ او د ننني قانونمحوره سیاسي نظام له مفاهیمو سره بشپړ سمون نه لري.
کله چې یو پاچا مطلق حاکمیت ولري او ملت د هغه د واک تابع وي، هغه د خپل عصر په سیاسي ادبیاتو کې ملت ته د رعیت خطاب کولای شوای؛ ځکه د هغه وخت سیاسي جوړښت د مطلقې واکمنۍ پر بنسټ ولاړ و.
د بېلګې په توګه، که یو د ځمکې خاوند یو دهقان وګماري، دغه دهقان د خپل مالک د امر تابع دی او مالک حق لري چې هغه ته د خپل تابع په توګه خطاب وکړي. خو دا اړیکه د مالک او ګومارل شوي دهقان ترمنځ ده، نه د یوه سیاسي زعیم او ټول ملت ترمنځ.
په معاصر سیاسي نظام کې د جغرافیې ټول اوسېدونکي، که د ملت په نوم یادېږي او که د دولت د اتباعو په نوم، د یوه قانون تر سیوري لاندې حقوقي حیثیت لري. زعامت هم د همدې قانون تابع دی او اتباع حق لري چې د قانوني میکانیزمونو له لارې خپل سیاسي زعامت بدل کړي.
نو هغه سیاسي زعیم چې د ملت د خدمت او د عامه امانت د ادا کولو دنده لري، څنګه کولای شي ټول ملت خپل رعیت وبولي؟
یو خادم دا حق نه لري چې د هغو خلکو په اړه د مالکیت ژبه وکاروي چې دی یې په خدمت ګومارل شوی دی؛ ځکه همدغه خلک د قانون له مخې د ده د دندې د دوام یا پای ته رسولو حق لري.
د پخوانیو پاچاهانو او د نننیو سیاسي زعیمانو ترمنځ بنسټیز توپیر همدا دی: پخوا ملت د پاچا د واک تابع ګڼل کېده، خو نن په قانونمحوره نظام کې زعامت د ملت او قانون تابع دی.
د «راعي» او «رعیت» اصطلاحات په دیني نصوصو او نبوي احادیثو کې هم راغلي دي؛ خو د حدیث د اخلاقي او مسؤلیتمحور مفهوم انتقال د مطلقې سیاسي واکمنۍ د توجیه لپاره نه شي کېدای.
په پای کې، زما پوښتنه دا ده: نننی سیاسي زعیم د ملت ساتونکی او مالک دی، که د ملت له خوا د یوې محدودي مودې لپاره مقرر شوی خادم ؟؟
Patriot retweeted
د نظام پر وړاندې د قیام تر ټولو اصلي دلیل او علت د ظلم او ظالم ختمول دي. کله چې یو حاکمیت ظالم وي، د هغه پر وړاندې د خپلو امکاناتو په محدوده کې هر ډول مبارزه د مظلومانو حق دی. که یو نظام کافر اما عادلانه وي، پر وړاندې یې قیام نادرست دی، اما بل نظام که د مسلمانانو وي اما ظالم او مستبد وي، پر وړاندې قیام روا دي. ځکه خو شرک ته لوی ظلم ویل شوی دی. د الله تعالی او او مظلوم بنده ترمنځ پرده نشته.
دا چې د اطاعت او اسلامي شریعت تر نوم لاندې د ظالم حاکم پر وړاندې قیام بغاوت ګڼي، دا په خپله د اسلام ناسم تعریف وړاندې کول دي.
Patriot retweeted
د واکمنې ډلې عدلیې وزیر د کابل پوهنتون په کوربه توب د څلورنیم زره ملایانو غونډې ته وینا کې د خپلې ډلې مشر د ټولو مسلمانانو معنوي پلار بللی.
هغه ویلي، که یې څه وغوښتل یا یې امر وکړ باید ومنل شي.
بلخوا د همدې ډلې داخله وزیر همدې ناستې ته وینا کې ویلي، د خپل مشر صفتونه پریږدئ، کار وکړئ.
یادې غونډې ته ملا سلام حنفي ویلي، په ظلم هيڅ نظام دوام نه شي کولی، موږ حتی د بندیانو حقونه هم ورکوو.
























