Mohammad Ghawsi retweeted
د ماښام لاس د شپې د زلفو تار ته نه رسيږي
چې ځنګيدلی مازيګر خمار ته نه رسيږي
سوړ اسوېلی شي چې د زړه خبره شونډو ته ځي
بيمار د کلي په لار مړ شي ښار ته نه رسيږي
په لمونځ کونکو وينې وشيندي په صف راپريوځي
زخمي کوتره د جومات مينار ته نه رسيږي
اخري حد يې بس په اوښکو لمبېدلې موسکا
د ګونګۍ مينې سلسله اظهار ته نه رسيږي
د زړه په زمکه مې بې وخته هيلې وکرلې
ښه پوهېدم چې سږني بهار ته نه رسيږي
ډېر دي نعرې د انالحق وهي خو څوک يې اوري
د بخت کيسه ده هر منصور خو دار ته نه رسيږي
چې د وطن د مور پړونی يې بازار ته يوړو
نسب يې څه پوښتې حسب يې پلار ته نه رسيږي
په سره غرمه لېونۍ راشي هديرې لټوي
خو بېرته ځي د راشد ړنګ مزار ته نه رسيږي
راشد خټک
Mohammad Ghawsi retweeted
#قلندر یم سمندر مي پر اوږو ده
دومره دنګ یم چي غر مي پر اوږو ده
د ډار ښار ده پټ له ځان سره بوڼېږم
نه کفن ده نه څادر مي پر اوږو ده
په غورځنګ مي خوږمن زړه ده په سینه کي
د خود داره نشې سر مي پر اوږو ده
مات ګامونه وهم وړمه تش لاسونه
ماځیګر ده پورته لمر مي پر اوږو ده
ځم روان یم رسوم یې بتکدې ته
وظیفه د پېغمبر مي پر اوږو ده
غورځوم یې د اټک دریاب پر غاړه
اغزن تار د لرو بر مي پر اوږو ده
زه وهلی، زه تړلی، زه وژلی
هغه لاس یم چي اکثر مي پر اوږو ده
زه به مړ یم ستا به هیڅ نه لوېږي زړه ته
جنازه د مست ساغر مي پر اوږو ده
ساغر
السلام علیکم ❤️
ابھی میں آن لائن ہوں
مجھے فالو کریں🥰
کمنٹ میں Done لکھیں✅
اور فالو بیک جلدی سے حاصل💯
شکریہ❤️
1
27
سنا ہے لوگ اسے آنکھ بھر کے دیکھتے ہیں
سو اس کے شہر میں کچھ دن ٹھہر کے دیکھتے ہیں
سنا ہے بولے تو باتوں سے پھول جھڑتے ہیں
یہ بات ہے تو چلو بات کر کے دیکھتے ہیں
2
19
















