حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8) header
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8) profile picture

Afghan analyst, freelance writer, #Journalist. #Afghanistan د نظام د ثبات، ټینګښت او پایښت په هیله.

Franca, Brasil
Joined November 2020
Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)Photo by حمادافغان شیرزاد/H_Afghan (@HAfghan8)
زرینه کرښه او خبره😘
36
37
4
701
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
د میانمار پوځ له ظلمونو په تېښته روهینګیا مسلمانان له کومو کړاوونو سره مخ دي؟ روهینګیا مسلمانان ولې لا هم د امن او خپل وطن ته د بېرته ستنېدو له حقه محروم دي؟ د دغو مسلمانانو د کډوالۍ کړاوونه به کله پای ته ورسېږي؟ د امید راډیو خبریال، فیض‌الله حسن‌زی نور جزییات وړاندې کوي. #امیدراډیو
20
54
16
72
1,352
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب مرکه جمعې شپه ٩ بجې
1
9
1,300
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
د KITE بنسټ اصلي موخه څه ده او په کومو برخو کې فعالیت کوي؟ دغه بنسټ په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه‌والي لپاره څه ډول فعالیتونه ترسره کوي؟ افغان ښوونځي د KITE له تجربو څه زده کولی شي؟ د امید راډیو خبریال د KITE Educational Consulting Services بنسټ له بنسټ‌ايښودونکي او اجراییوي رییس، ډاکټر اېډمونډ چو سره مرکه کړې ده. یوټیوب لینک: youtu.be/BEZgkKZI-ZE
24
49
14
66
1,147
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري جنګي جنایتونه؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېرې خپرې کړې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مېلو، خوښیو او جنازو پر مراسمو د ترسره شویو بریدونو له امله ملکي وګړو ته د اوښتو زیانونو شمېرې له امید راډیو سره شریکې کړې دي. #امیدراډيو
8
51
20
88
5,270
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
پاکستان کې د ناامنۍ بله څپه؛ بلوچستان کې په یوه میاشت کې ۷۰ کسان تښتول شوي د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د ۲۰۲۶ز کال په اکتوبر میاشت کې په دغه هېواد کې امنیتي پېښې ۳۷ سلنه کمې شوې دي؛ خو د دې بنسټ په وینا، په بلوچستان ایالت کې د تښتونو پېښې په تېرو ۱۲ میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. #امیدراډیو
21
37
11
61
1,123
يوه ټولنه، قوم او هېواد کې د مشر شرعي او عادلانه فرمانونه او حکمونه د ټولنې د اصلاح، د عدالت د ټینګښت، د نظم او ثبات د تأمین او د هېواد د چارو د سمون مهمه وسیله ده؛ په دې شرط چې له شریعت سره مخالف نه وي او د خلکو حقوق پکې خوندي وي. حماد #فرامين
2
1
17
606
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
لبیک لبیک د وخت کامل ولي الله..
1
2
113
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني وینا
10
5
32
1,435
تازه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس ته وینا کوي. #فرامین
13
409
د امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه په اسلامي قیادت، سیاسي، شرعي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو باندې دي، چې اوس دا دی، د لوړو زده کړو وزارت له طرفه پرې یو لوی کنفرانس جوړ شوی. #فرامین
1
1
7
423
د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت انجینرانو د هېواد جیټ الوتکې ترمیم او کامیابي الوتنې یې ترسره کړلې. انځور د کابل فضاء.
18
2
51
1,748
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
ډاکټر نصیرالدین حقاني؛ د تاریخ په پاڼو کې یو ځلیدلی ستوری! لیکنه: م حماد شیرزاد/ @Hafghan8
1
9
1,039
ډاکټر نصیرالدین حقاني؛ د تاریخ په پاڼو کې یو ځلیدلی ستوری! لیکنه: م حماد شیرزاد الابطال خپرندویه اداره یې وړاندې کوي. @Alabtalpublish
12
107
2,991
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په فاریاب کې د میمنې ـ اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته سپارلې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ او نور مصرفوونکي له باثباته برېښنا برخمن شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوې پوره او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هم زمینه برابره شي. د معلوماتو له مخې، د میمنې ـ اندخوی د برېښنا د لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د بیارغونې چارې یې د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان انجینرانو له لوري بشپړې شوې او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له بودجې شوی دی. ملا عبدالغني برادر همداراز ډاډ ورکړی چې تر راتلونکي یوه کال پورې به د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې هم پلې شي او د هېواد د برېښنا اوسنی ظرفیت به څو برابره لوړ شي. #امیدراډیو
30
44
9
64
1,019
د روسیې د صدراعظم مرستیال کابل ته راورسېد او د بهرنیو چارو وزیر له لورې یې هرکلی ترسره شو.
1
5
304
کابل نن د روسې د جمهور رئیس د مرستیال او نورو لوړ پوړو چارواکو کوربه دی. نوموړی مرستیال به په ارګ کې د ا.ا د رئیس الوزراء او نورو لوړپوړو امارتې مسؤولینو سره ناستې ولري او د اقتصادي مرستیال سره به د اقتصاد اړوند د نورو ذیدخله امارتي اداراتو په حضور کې مهمه غونډه ولري حماد
4
239
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
"افغانستان کې يو مرکزي حکومت حاکم دی او د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسوولیت لري" د افغانستان دفاع وزیر د ځانګړو ځواکونو فرقې د ځوانانو د فراغت په مراسمو کې نړیوالو، سیمه‌ییزو او ګاونډیو هېوادونو ته په پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او هېڅ ډول مخالفانه فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي. ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې یو مرکزي او مسوول حکومت حاکم دی چې د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي. #امیدراډیو
2
40
11
88
1,755
ماشاءالله د دفاع وزارت ١٠٠٠ تنه ځانګړي ځوان ځواکونه نن ورځ د شپږو میاشتو مسلکي فکري، نظامي او عقیدوي زده څخه فارغ شول. په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د کابینې یو شمیر وزیرانو، امارتي مسؤولینو، بهرنیو سفیرانو، نظامي آتشو، ځانګړو استازو او نورو اړوندو چارواکو ګډون وکړو.
3
74
3,390
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
"د بار اپلیکشن پر مټ د سوداګرو توکي په خوندې او منظم ډول لېږدول کېږي" یوټیوب لېنک: youtu.be/6_mhEHu4Z6o
31
54
16
76
1,425
حمادافغان شیرزاد/H_Afghan retweeted
لیدلوری - د حکومتي ادارو د اسنادو ډیجیټلي لېږد رالېږد؛ د چارو په چټکتیا او سمون به یې اغېز څه وي؟ د دولتي ادارو ترمنځ د اسنادو او مکتوبونو ډیجیټلي لېږد رالېږد یوازې د کاغذي مکاتیبو د کمولو موضوع نه ده، بلکې د اداري چارو د چټکتیا، د وخت سپما، د شفافیت او د معلوماتو د خوندیتوب لپاره هم مهم ګام بلل کېږي. خو دا چې دا سیستم به د دولتي ادارو کاري بهیر څنګه بدل کړي؟ کومې اسانتیاوې به رامنځته کړي او د پلي کېدو پر وړاندې یې خنډونه څه دي؟ په روان لیدلوري کې پرې بحث شوی. یوټیوب لېنک: youtu.be/R9gARoPqiFY
30
65
24
116
2,765