د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالى ورعاه فرمان.
#باختراژانس
7
2,492
د مالیې محترم وزیرصاحب:
اسلامي امارت د سوداګرو مالیاتو صفر کولو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو کار کوي.
الحمدلله ثم الحمدلله
هیواد ورځ تر بلې د پر مختګ په حال کې ده
تاسو وګورئ اوس سکېچر بوټ همدالته په افغانستان کې خپله افغانان جوړوي.
که د نظامي ارگانو لخوا قراردادونه ورسره وشي له خپل افغاني تولید به استفاده شوي وي او بل به خپلې کمپنۍ لا په پښو ودريږي.
د قوشتېپې ستر او ملي کانال چارې د بشپړېدو په دُرشل کې...
د قوشتېپې ستر او ملي کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د آمو سیند اوبه د دغه کانال سربند ته راخوشې شي.
د کندهار نړیوال هوايي ډګر د عصري کېدو په لور:
د کندهار نړیوال هوايي ډګر د عصري کېدو په لور:
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر د ترمینل او پارکینګ د جوړولو چارې د ۱۴ سلنه پرمختګ سره، په چټکۍ روانې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې عملي چارې د روان کال په ثور میاشت کې پیل شوې او ټاکل شوې د ۳۰ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې رغنیزې پروژې ټولیز لګښت ۷۸۵ میلیونه او ۵۵۱ زره او ۳۱۵ افغانۍ اټکل شوی، چې د تطبیق چارې یې د شمشاد بادین ودانیز شرکت له لوري پر مخ وړل کیږي.
16
1,558
د امارتي شرکتونو ویاند محمد نبي بهار په اېکس پاڼه نن چهارشنبه ویلي، چې د ټاپي پروژې چارې په هرات کې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د دې پروژې د نللیکې غځولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. #باختراژانس
13
1,183
د سرحدي پلټنو مرستیال مخالفو بهرمېشتو ته:
وطن ته راشئ باعزته ژوند وکړئ؛ د پردیو په اشارو ځان او ژوند مه خرابوئ.
د سرحدي پلټنو مرستیال مخالفو بهرمېشتو ته:
وطن ته راشئ باعزته ژوند وکړئ؛ د پردیو په اشارو ځان او ژوند مه خرابوئ
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال کاپیسا کې یوې غونډې ته ویلي چې د تېر حکومت بهرمېشتي چارواکي او نظامیان دې وطن ته راستانه شي او له عمومي عفوې نه په استفادې دې ارام ژوند وکړي.
نوموړي هغو بهرمېشتو افغانانو ته چې د پردیو په لمسون بیا وطن لپاره د ورانکارۍ پلانونه جوړوي، غږ کړی: "د پردیو په اشارو خپل ځان او ژوند مه خرابوئ، کنه برخلیک به مو بد وي."
د کور او ښار جوړولو وزیر صاحب:
له دې وروسته دې د هېواد په ټولو ودانیو کې اسلامي فرهنګ او اصول په پام کې ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزیر:
له دې وروسته دې د هېواد په ټولو ودانیو کې اسلامي فرهنګ او اصول په پام کې ونیول شي
د کور او ښار جوړولو وزیر وايي، له دې وروسته باید په هېواد کې د ټولو ودانیو او کورونو د جوړولو پر مهال اسلامي فرهنګ او اصول په پام کې ونیول شي.
د نوموړي په وینا، د کورونو په طرحه او جوړښت کې باید د هرې خونې لپاره د تشناب اسانتیا، د ښځو او نارینهوو لپاره جلا ځایونه او د مېلمنو لپاره ځانګړې برخه په پام کې ونیول شي.
د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیحالله مجاهد په پکتیا کې د واخان په ویاړ د نښتر ادبي مشاعرې ته په وینا کې ویلي، د چین تر پولې پورې د واخان لارې رغول ښيي، چې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره جدي اراده موجوده ده.
مولوي ذبیحالله مجاهد صاحب:
هر کال کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ معاشات ورکول کېږي:
مولوي ذبیحالله مجاهد:
هر کال کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ معاشات ورکول کېږي:
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد یتیمان، معلولین، کونډې، روږدي کسان او اړمن سوالګر د ټولنې تر ټولو محروم او د خواخوږۍ وړ قشرونه بللي دي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د دغو قشرونو د ملاتړ لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړی او د بېلابېلو وزارتونو له لارې ورته هر کال د دولت له بودیجې ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ معاشات ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، پر دې سربېره، څه باندې ۳۵ زره هغو اړمنو سوالګرو ته هم معاشات ورکول کېږي، چې د نفقې برابرولو لپاره هېڅوک نه لري.
د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو او توصیو دوې ټولګې چاپ شوې!
د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو او توصیو دوې ټولګې چاپ شوې!
د اسلامي امارت د زعیم شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د ارزښتمنو ویناوو او زرینو توصیو دوې مجموعې د چاپ په ګېڼه وپسولل شوې.
اول: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویناوې او توصیې» مجموعه په ۲۳۶مخونو کې پر رنګه ښه کاغذ په ښکلې صحافت چاپ شوه.
شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی چې د اسلامي امارت مسؤلینو، مجاهدینو او عامو خلکو ته په کومو سیمینارونو او غونډو کې ویناوې او توصیې کړې دي، همدا ټولګه یې لومړۍ مجموعه ده.
دوهم: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ارزښتناکو توصیو څخه «سل توصیې» ټولګه په ۴۱مخونو کې پر رنګه اعلی کاغذ په ښه صحافت چاپ شوه.
په دې ټولګه کې هغه توصیې راټولې شوې دي چې مسؤلین خپل مکلفیت ته متوجه کوي، چې هم د خدای جل جلاله حقوق اداء کړي او هم د خلکو حقوقو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي.
د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پورته ذکر شوو دواړو اثارو محتوی د الله تعالی پر عبادت او مخلوق پر خدمت متمرکزه ده. مخاطبین هڅول شوي چې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي، نیک اخلاق غوره کړي، له خلکو سره نرمي وکړي، له تکبر او ځان ښودنې څخه ډډه وکړي او په ټولو چارو کې نیت د الله تعالی رضاء وګرځوي.
دواړه اثار د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر د مطبوعاتو ریاست په زیار راټول شوي او چاپ ته چمتو شوي دي.
د دواړو ارزښتمنو اثارو مطالعه کول، عمل پرې کول او تر نورو یې رسول د ټولو ګډ مسؤلیت او یو لوی سعادت دی، نو راځئ چئ همدا اثار خپله هم ولولو او تر نورو یې هم ورسوو!.
۱۴۴۸/جمادي الثاني/۱۲
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یتیمانو او معلولینو کورنیو لپاره د ۵۰ استوګنیزو کورونو، یوه جومات او یوه ښوونیزو مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
#باختراژانس
د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالى ورعاه فرمان .
#شیخ_اسلام










