
AMANIST, Editor @afintlpashto & @afintlarabic | Linguist @Meta | Ph.D. | Ex-Lecturer @KabulUni | Ex-Dir Cultural Affairs to President of Afg | Ex-Editor @RFERL
Washington, DC
Joined December 2012
- Tweets11.1K
- Following853
- Followers34.1K
- Likes5.4K
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
د طالبانو مخالفانو د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
ستا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه
خوشحال خټک
په میدان وردګ کې د طالبانو والي خیرالله خیرخواه وایي، چې طالبانو د خپل جوړښت پرمهال د حکومت کولو نیت نه درلود او موخه یې یوازې د مجاهدینو د پوستو او په لویو لارو کې د امنیتي تالاشیو لرې کول وو. د هغه په وینا، وروسته خدای دوی ته حکومت وسپاره.
afintl.com/pa/202611257311
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
په نورو شیانو کې خیاطي وکړئ، خو په اقتصاد کې خیاطي نه کېږي!
تاسې چې له کوم راپور څخه مو دا معلومات راټول کړي، په هماغه راپور کې ویل سوي چې د افغانستان GDP ځکه 3% وده کړې چې نفوس یې زیات سوی دی. کله چې په یوه هېواد کې په سرعت سره نفوس زیاتېږي، ورسره مصرف هم زیاتېږي؛ ځکه هر انسان خپل مصرف لري. کله چې مصرف زیات سي، د اقتصاد حجم هم ورسره لوړېږي، خو د دې معنا دا نده چې د افغانانو ژوند د ښه کیدلو خوا ته روان دی، ځکه په همدې راپور کې ویل سوي چې په 2026 کال کې به د افغانانو سرانه عاید 3.3% راټیټ سي او $342 ته به ورسېږي؛ په داسې حال کې چې په 2021 کال کې د افغانانو سرانه عاید $525 و.
په همدې راپور کې ویل سوي چې انفلاسیون 7% ته رسېدلی دی. په یوه هېواد کې لوړ انفلاسیون هغه وخت د اقتصادي ودې له مثبتو اړخونو سره تړل کېدای سي چې د خلکو سرانه عاید هم ورسره لوړ سوی وي او د پېرلو ځواک یې زیات سوی وي. خو په افغانستان کې انفلاسیون په داسې وخت کې لوړ سوی چې سرانه عاید 3.3% راټیټ سوی.
تاسي او خدای همدا راپور په غور سره وګورئ او قضاوت وکړی چې د دې ډیټا په اساس به څومره دروند بار د افغانانو پر اوږو پروت وي.
تر څو چې د خلکو سرانه عاید لوړ سوی نه وي، د پېرلو ځواک یې زیات سوی نه وي دې حالت ته اقتصادي پرمختګ نه سو ویلای!
شینو ماما د پښتو کامیډي یو وتلی نوم دی، ډېره موده وروسته مې یې ویډیو ولیده زوړ شوی خو په کامیډي کې یې خوند لا هماغسې ځوان دی.
دو موجود ز هستی گرامیتر است
یکی مهین و دیگرش مادر است
روحت شاد و یادت همیشه گرامی، هنرمند ماندگار سرزمین ما!
طالب ملایان له دین څخه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کوي او ان کله نا کله دروغجن روایتونه د قران کریم د حوالو په نوم خلکو ته تشریح کوي؛ خو په حقیقت کې هغه روایت د قران شریف نه وي.
د حکمتیار زوی وايي چې په کندوز کې طالبانو توقیف کړی و.
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمالالدین حکمتیار وایي، د طالبانو سیمهيیزو چارواکو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د دوی پلرنۍ ۲۵ جریبه زراعتي ځمکه غصب کړې دي.
جمالالدین زیاته کړې، کله چې د خپلو ځمکو پوښتنې ته تللی، د طالبانو له لوري ګواښل شوی او توقیف شوی دی.
afintl.com/pa/202611201407
9
873
د ټولنیزو رسنیو فضا له پېغور، کنځا او یو بل ته له بدو ویلو ډکه شوې ده. ډېر کم د ګوتو په شمېر داسې پوسټونه او ویډیوګانې وینو چې باید ولوستل او ولیدل شي.
موږ بحث نه کوو، بلکې جګړه کوو. نظر نه ورکوو، بلکې یو بل کنځو.
که “خبره” رښتیا هم ارزښت لري، باید په درنښت وشي نه په سپکاوي.
راځئ دا فضا لږ پاکه کړو، له فکره خبرې وکړو، له احساساتو تېر شو او د شخصي توهین پر ځای منطق ته ځای ورکړو.
همدا زموږ د عامه بحث کچه لوړولی شي.
د الله تعالی ملاتړ د یوه انسان د سیاسي واک په ملاتړ کې نه تمامیږي. د دین په نوم د یوه شخص د واک مطلقول، نه د هغه شخص د خطا امکان له منځه وړي او نه د خلکو د پوښتنې او نقد حق.
که د طالبانو مشران د خپلو فرمانونو د قراني بنسټ ادعا کوي، د دې ادعا د اثبات لاره علمي استدلال، د نصوصو روښانه تشریح او د نقد منل دي؛ نه دا چې د مخالفانو پر وړاندې د بېدینۍ تورونه وکارول شي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د ملا هبتالله اخوندزاده د ملاتړ په غونډه کې د دین او سیاسي واک ترمنځ داسې خودسره اړیکه تعریف کړې چې د نقد، پوښتنې او مخالفت لپاره د دیني مشروعیت دروازه مطلق بندوي.
هغه ویلي: «د هبتالله اخوندزاده ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی».
afintl.com/pa/202611198016
د هبت الله د وینا څلور مهم محورونه څه دي؟
@RahmanBunairee
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده بهر مېشتو افغانانو ته په خپله اداره کې د دندو ورکولو مشروطه بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې که خپله وړتیا او اهلیت ثابت کړي، د طالبانو د ادارې په چوکاټ کې به دندې ورکړل شي.
هغه خپل واک ته د معجزې په سترګه کتلي او یو ځل بیا یې له افغانانو د اطاعت غوښتنه کړې ده.
زموږ همکار رحمان بونیري د اخوندزاده د وینا ځینو مبهمو او پوښتنې راولاړوونکو برخو ته کتنه کړې ده:
ملا هبت الله وايي چې زه شپون یم او د افغانستان خلک رمه ده!؟
دا په دې معنا چې ټول صلاحیت له ملا صاحب سره دی، که د خپلې رمې پسه حلالوي، که لېوه یې ترې خوري، که په سپي پسې روانه وي او که په خره پسې رمه د نیوکې حق نه لري.
ملا صاحب!
د افغانستان خلک انسانان دي، تا ته به ځان شپون ښکاري خو افغانان پسونه نه دي.
سیاست جمهوری اسلامی ایران در قبال طالبان؛ از مخالفت با نخستین حکومت این گروه تا همکاری با آن برای محدودکردن نفوذ آمریکا در افغانستان. تهران چگونه از شعار «کابل نفس کشید» به استقبال از بازگشت طالبان به قدرت رسید؟
مقالهام را در ایران اینترنشنال بخوانید.
iranintl.com/202610300053
روښانتیا له دوکتور عبدالغفور لېوال سره
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي.
د کندهار ښار د عینو مېنې په څنډه کې د غره په لمنو کې د خاورو ډېرۍ پرتې دي. له لرې د دغه غره تر څنګ د کیندنو نښې او غره ته دننه تللې یوه لاره یا تونل هم لیدل کېږي.
په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه باخبره سرچینې وايي، د تونلونو د جوړولو او پراخولو چارې شاوخوا یو نیم کال مخکې پیل شوې دي. د غره دننه د وسلو د زېرمه کولو ترڅنګ د ځینو مجهزو ودانیو او نورو اسانتیاوو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د سیمې د خلکو، کارګرو او د طالبانو له پوځي او اداري جوړښتونو سره د نږدې سرچینو په وینا، طالبان په دغو تونلونو کې د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو لپاره داسې زېرمتونونه جوړوي، چې د هوايي بریدونو پر وړاندې خوندي وي او په ورته وخت کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو لپاره پټنځایونه هم واوسي.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
تار تار پروت دی چا راټول نه کړ سایله!
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په تازه ویډیويي پیغام کې د ټولینزو فعالان پام د هغه شلیدلي ګرېوان ته اوښتی او د جامو همدې څېرې شوې برخې د پام وړ سمبولیکه معنا پېدا کړې.
د پاکستان له حکومته د پټ شوي دغه سیاسي فعال شلېدلی ګرېوان په بېلابېلو معناو تعبیر شوی دی.
afintl.com/pa/202611137698
6
899








