Pinned Tweet
د روسیې او افغانستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا پر لور روانې دي. د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی، د لوړپوړو چارواکو متقابلې لیدنې او د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې ښيي چې مسکو او کابل هڅه کوي خپلې اړیکې پراخې کړي. خو د دغو اړیکو تر شا یوازې اقتصادي اړتیاوې نه دي، بلکې د روسیې سیمهییزې او ستراتیژیکې موخې هم مهم رول لري.
په دې لړ کې، د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر په ۱۰مه کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ولیدل. نوموړي د نومبر په ۱۱مه د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره هم وکتل. د دغو لیدنو په دوام، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر په ۱۲مه د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ. په دې لیدنو کې د سوداګرۍ، پانګونې، امنیتي همکاریو او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.
د روسیې لپاره افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او له منځنۍ او جنوبي اسیا سره د نښلونکي مسیر په توګه اهمیت لري. مسکو په داسې حال کې چې له لوېدیځو هېوادونو سره له اقتصادي محدودیتونو سره مخ دی، هڅه کوي خپل سوداګریز بازارونه پراخ او د صادراتو لپاره نوې لارې پیدا کړي. له بلې خوا، د منځنۍ اسیا امنیت او ثبات هم د روسیې له مهمو سیمهییزو لومړیتوبونو دي. له همدې امله، له کابل سره اقتصادي او امنیتي اړیکې د مسکو لپاره یوازې سوداګریزه موضوع نه، بلکې د سیمهییز نفوذ د پیاوړتیا وسیله هم کېدای شي.
افغانستان هم د دغو اړیکو له پراختیا د ګټې اخیستنې فرصت لري. روسیه د تېلو، طبیعي ګازو، غنمو او نورو اړینو توکو له مهمو تولیدوونکو هېوادونو ده، په داسې حال کې چې افغانستان دغو توکو ته اړتیا لري. په مقابل کې، د افغانستان وچه مېوه، زعفران او نور کرنیز محصولات د روسیې بازارونو ته د لاسرسي وړتیا لري. سربېره پر دې، د کانونو، انرژۍ، کرنې او ترانسپورټ برخې د ګډو پانګونو لپاره د پام وړ فرصتونه برابرولای شي.
د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی هم د دغو اړیکو د پراختیا یوه نښه ده. د روسي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو سوداګري د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاته شوې او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۲.۵ برابره زیاتوالي راپور هم ورکړل شوی دی.
خو د سوداګرۍ زیاتوالی په یوازې ځان د افغانستان لپاره د اقتصادي ګټې تضمین نه دی. که دغه اړیکې تر ډېره د روسیې د تېلو، ګازو او غنمو پر وارداتو ولاړې وي، د افغانستان د سوداګرۍ کسر به هم زیات شي. له همدې امله، د صادراتو پراختیا او په کور دننه د تولید پیاوړتیا باید د کابل له مهمو لومړیتوبونو وي.
د سیاسي اړیکو پراختیا هم د اقتصادي نږدېوالي پر بهیر اغېز لري. روسیې د ۲۰۲۵ کال د جولای په درېیمه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند. دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره نوې زمینه برابره کړه. مسکو غواړي په افغانستان کې خپل سیاسي او اقتصادي حضور پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې کابل هم له دې لارې له یوه مهم سیمهییز قدرت سره د اړیکو د پراختیا هڅه کوي.
سره له دې، د اقتصادي همکاریو پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم شته. نړیوال بانکي محدودیتونه، د مالي راکړې ورکړې ستونزې، د پانګونې د امنیت اړتیا او د روسیې پر وړاندې نړیوال بندیزونه د لویو اقتصادي پروژو د عملي کېدو بهیر ستونزمنولای شي. له همدې امله، یوازې د هوکړو لاسلیک او د چارواکو لیدنې د اقتصادي پرمختګ لپاره بسنه نه کوي، بلکې مشخصې پروژې، مالي سرچینې او د پانګونې روښانه تضمینونه اړین دي.
په ټوله کې، د روسیې او افغانستان اقتصادي نږدېوالی د دواړو هېوادونو لپاره د همکاریو نوي فرصتونه رامنځته کولای شي؛ خو د افغانستان لپاره مهمه ده چې دغه اړیکې یوازې د وارداتو د زیاتوالي لامل نه شي، بلکې د کورني تولید، صادراتو، کارموندنې او زیربناوو د پراختیا زمینه هم برابره کړي. د دغو اړیکو اصلي ارزښت به هغه مهال څرګند شي چې د سیاسي نږدېوالي ژمنې په عملي اقتصادي لاسته راوړنو بدلې شي او د دواړو هېوادونو ګټې په متوازن ډول خوندي شي.
3
439
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو د سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو او تجهیز چارې د کورنۍ بودیجې له لارې پر مخ وړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي نظام پر وضعیت، اړتیاوو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
جلالي ویلي، تېر کال په کابل کې ماشومانو ته د زړه د جراحۍ خدمتونه پیل شوي او د سرطان ناروغانو لپاره هم په کابل کې ۲۰۰ بستریز روغتون او په زونونو کې ۵۰ بستریز روغتونونه فعال شوي دي.
نوموړي د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د پاتې اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو همکاریو غوښتنه کړې ده. د اماراتو د سفارت مرستیال هم ډاډ ورکړی، چې اړوند بنسټونه به د افغانستان د روغتیايي نظام ملاتړ او له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
118
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښکاري د لومړي ځل لپاره اسراییلو او د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰ ګډون کوونکو سیسټمونو په شتون سره د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د ګواښونو پر وړاندې د پرمختللو حل لارو ګډه ازموینه ترسره کېږي.
که څه هم په دې ویدیوګانو کې د دې ازموینو کره نیټه او ځای نه دی معلوم خو پکې بېلابېلې پرمختللې وسلې نمایش ته وړاندې شوې دي.
185
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو کموالی او د ملاتړو خدمتونو بندیدل به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړي، او له نړیوالو مرستندویانو یې وغوښتل چې د ښځو په مشرۍ سازمانونو لپاره تمویل په پام کې ونیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن دغه څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني فعالیت کلنی کمپاین د پیل په مناسبت کړې دي.
فرګوسن د یوناما لخوا په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه د اقتصادي ستونزو، چاپیریالي شاکونو او پرله پسې بشري کړکېچونو سره له یوځای کیدو سره مخ په زیاتیدو دي.»
هغې دغه راز خبرداری ورکړی چې اړین خدمتونه په داسې وخت کې ورک شوي چې ښځې او نجونې د بشري مرستو د کمښت له امله ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه هغه سازمانونه چې د ښځو لخوا رهبري کیږي، د ښځو لپاره خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، حرفوي روزنه او نور اړین خدمتونه وړاندې کوي او د داسې سازمانونو هیڅ بدیل نشته چې د ښځو لخوا او د ښځو لپاره مرستې رسوي.
232
په سمنګان ولایت کې د طالبانو د حکومت ولایتي چارواکي وایی ددې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ په ګادي کلي کې د پخوانیو جګړو د یوه پاتې شوي لاسي بم د چاودنې له امله نهه تنه تنکي ځوانان ټپيان شوي دي.
د رحماني په وینا، درېیو تنکیو ځوانانو د لرګیو د راټولولو پر مهال یو ناچاودلی لاسي بم موندلی او وروسته یې د فوټبال یوه ډګر ته راوړی و. کله چې تنکي ځوانان په لوبو بوخت وو، دغه بم وچاودېد، چې له امله یې نهه تنه په سطحي توګه ټپيان شول.
رحماني زیاته کړه چې ټپيان د حضرت سلطان ولسوالۍ د پولیسو د منسوبینو لخوا د ولایت روغتون ته لیږدول شوي دي.
1
237
د راپورونو له مخې د امریکا په پنسلوانیا، نیوجرسي، مرېلنډ، ویرجینیا او نیویارک ښارونو کې سختو توپانونو او درنو اورښتونو له امله کابو یو میلیون خلک د مننې به ورځ بې برېښنا کړل.
تر دې دمه د یادو توپانونو او اورښتونو له امله د اوښتي مالي او ځاني زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي خو الجزیرې په یوه راپور کې د توپانونو او اورښتونو له امله د مننې د ورځې د مراسمو د ځڼدولو خبر ورکړی و.
1
212
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې پلاوي د جمعې په ورځ اسلاماباد ته رسېدلي، څو د درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډې دفاعي هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه دوام لري.
په پلاوو کې د پوځي چارواکو په ګډون د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران حضور لري.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د ګډې دفاع لپاره د مکې هوکړې د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې غونډه به د هوکړې د عملي کېدو بهیر وارزوي او د درېیو هېوادونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.
درېیو هېوادونو د اکتوبر په پنځمه په ریاض کې هم غونډه کړې وه او پر سعودي عربستان یې د حوثیانو د بریدونو او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې وې.
د راپور له مخې، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو، دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو د اګست په میاشت کې په استانبول کې هوکړه کړې وه، چې په ریاض کې به د درېاړخیزې دفاعي همکارۍ د فعالیتونو د همغږۍ لپاره دایمي دارالانشا جوړوي.
194
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تایید شویو متقاعدینو لپاره د تادیاتو ۱۸مه ګڼه مهالوېش چمتو شوی او له مخې به یې د ۱۱ دولتي ادارو د تقاعد اخیستونکو لپاره د تادیاتو چارې د قوس په ۹مه پیل شي او د جدي تر ۳۰مې به دوام وکړي.
یاد وزارت له تقاعد اخیستونکو غوښتي چې د یادو ادارو اړوند کسان دې، مخکې له دې چې په خپله ورشي، د تقاعد چارو د عمومي ریاست د وېبپاڼې له لارې د لیدنې لپاره نوبت واخلي ترڅو د بې نظمۍ او وخت ضایع کېدو مخه ونیول شي.
د متقاعدونو د تقاعد د ورکړې په تړاو داسې مهال پرېکړه کېږي چې تر دې وړاندې متقاعدونو نیوکې کولې چې حقونه یې په وخت نه ورکول کېږي او اړ کېږي چې ورځې ورځې د مالیې وزارت مخې ته تېرې کړي خو بیا یې هم غږ نه اوېدل کېږي.
269
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت وايي، د دغه هېواد په جازان سیمه کې د تېلو پر یوه چاڼځای له برید وروسته د دغه مرکز ځینې فعالیتونه په موقتي توګه درول شوي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې په برید کې رامنځته شوی اور کنټرول شوی دی.
د راپور له مخې، په دې برید کې یو نیپالی کارکوونکی وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.
286
کوېټ کې د بې پېلوټه الوتکې د برید د شنډولو پر مهال دوه اېټالوي وګړي وژل شوي، یو کوېټی او یو پاکستانی وګړی ټپیان شوي دي.
د کوېټ حکومت برید د ایران کار بللی خو ایران دا ادعا رد کړې ده.
2
376
سعودي عربستان او ترکیې د دفاعي څېړنو، پراختیا او پوځي ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره دوه هوکړې لاسلیک کړي دي.
د دغو هوکړهلیکونو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي ټکنالوژۍ او پوځي څېړنو په برخه کې د ګډو همکاریو پراخول دي.
286
د طالبانو د حکومت د مشر شېخ هبتالله اخوندزاده په مشرۍ تېر ماښام امنیتي کمیسیون غونډه کړې، چې په کې د طالبانو د حکومت رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی دی.
د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د تېرې ناستې د پرېکړو د عملي کېدو راپورونه وړاندې شوي، نوې طرحې تایید شوي او اړوندو ادارو ته د اقداماتو لارښوونې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، اخوندزاده له امنیتي مسوولینو غوښتي چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي، د خپلو ځواکونو له وضعیت خبر واوسي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.
301
د امریکا د نیویارک ښار د مننې ورځې (Thanksgiving) مشهوره کلنۍ لمانځغونډه د سختو توپانونو، بارانونو او تېزو بادونو له امله له پنجشنبې څخه شنبې ته ځنډول شوې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا پرېکړه د ګډونوالو او نندارچیانو د خوندیتوب لپاره شوې او ټاکل شوې دغه لمانځغونډه د نومبر په ۲۸مه، د سهار په ۸:۳۰ بجو پیل شي.
دا د دغې لمانځغونډې په سل کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خرابې هوا له امله ځنډول کېږي. دغه مراسم چې په ۱۹۲۴ کال کې پیل شوي، هر کال پکې لویې هوايي ګوډۍ، رنګارنګ ګاډي او د موسیقۍ ډلې د نیویارک په واټونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د هوا پېژندنې ادارې د نیویارک په سیمه کې د ساعت په اوږدو کې د ۹۷ کیلومترو په سرعت د بادونو او سختو بارانونو اټکل کړی دی. د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د خلکو خوندیتوب تر هر څه لومړیتوب لري.
د مایکروسافټ ۳۶۵ په خدماتو کې د یوې پراخې تخنیکي ستونزې له امله د Outlook، Teams او نورو خدمتونو فعالیتونه ګډوډ شوي دي.
د راپورونو له مخې، مایکروسافټ د دغې ستونزې له رامنځته کېدو وروسته په خپل شرکت کې د «کوډ ریډ» په نوم بېړنی حالت اعلان کړی دی.
ویل کیږي، دا د ۲۰۲۶ کال لومړنۍ لویه تخنیکي ستونزه نه ده او سږ کال د ټکنالوژۍ په نړۍ کې څو نورې پراخې تخنیکي ګډوډۍ هم رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخنیکي ګډوډیو له امله د مایکروسافټ پروګرامونو په لسګونو هېوادونو کې خپل فعالیتونه درولي وو.
291
رویټرز راپور ورکړی، ترکمنستان تمه لري د روان کال تر پایه د ټاپي ګاز نللیکې هغه ۱۵۳ کیلومتره برخه بشپړه کړي چې د دغه هېواد له سرحدي ښار سرحتآباد د افغانستان تر هرات ښار پورې غځېږي.
د راپور له مخې، د دغې برخې د جوړولو چارې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوي او تر اوسه یې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره نللیکه نصب شوې ده. تمه ده چې د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې د دغې لارې له مخې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل شي. د دې برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د ټاپي نللیکه چې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. دغه پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري، خو افغانستان به په لومړي پړاو کې هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز واخلي.
د راپور له مخې، د ټولې پروژې لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی او ترکمنستان هڅه کوي د هرات برخې په بشپړېدو سره د نړیوالو مالي بنسټونو باور ترلاسه او د پروژې لپاره پانګونه راجلب کړي.
رویټرز زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، د پاکستان او هند سیاسي اختلافات او د بلوچستان ناامني د دغې نللیکې د بشپړېدو پر وړاندې مهم خنډونه دي.
4
452
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د پاکستان لپاره د هالنډ له سفیر رابرټ جان سیګرت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې له مشرې الین بوټګر سره یې لیدلي دي.
صادق خان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، سیمهییزو تحولاتو او له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې شوې دي.
نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم راپورونه ورکړي دي.
3
613
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه سبا د نومبر په ۲۷مه او ۲۸مه په اسلاماباد کې د ګډې دفاعي هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې کوي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د اسلاماباد په غونډه کې به د دفاعي همکاریو، د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د هوکړې د عملي کېدو پر لارو چارو بحث وشي.
352
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي او زوم جېرډ کوشنر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ستاینه کړې او نوموړی یې د سیاست «ستر استاد» او تاریخي شخصیت بللی دی.
کوشنر ویلي، پوتین له ځینو کړنو سره یې خلک موافق او له ځینو سره مخالف دي، خو هغه له لیدنو مخکې ډېر منظم او دقیق چمتووالی نیسي. د نوموړي په وینا، پوتین د خبرو پر مهال ډېر یادښتونه اخلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ژوره پوهه او څرګند دریځونه لري.
5
626
د طالبانو د حکومت د کابل ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا د پایلو په اړه د پوهاوي کمپاین د پیل خبر ورکړی دی. د دې نوښت د یوې برخې په توګه، د چاپیریال ساتنې خبرتیاوې په ټول کابل کې په لوړ پوړیزو ودانیو او مختلفو استوګنیزو کمپلکسونو کې ځړول کیږي.
د دې هڅې موخه دا ده چې کابل ښاریان په ځانګړي توګه هغه کسان چې په لوړ پوړیزو ودانیو او استوګنیزو کمپلکسونو کې ژوند کوي د هوا د ککړتیا مخنیوي او د غیر معیاري سون توکو کارولو کمولو میتودونو په اړه معلومات ورکړي.
په دې خبرتیاوو کې، ښاریانو ته ویل کیږي چې د لوګي او ککړونکو موادو د خپریدو مخنیوي لپاره د لوګي د فلټر کولو سیسټمونه نصب او په منظم ډول وساتي، او د چاپیریال معیارونو ته غاړه کیږدي.
د طالبانو د حکومت د کابل ولایتي ادارې له خلکو غوښتي چې په سړه هوا کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د عامې روغتیا د ساتنې په برخه کې له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي.
بلخوا کابل ښاریان دا کار ځکه کامیاب نه بولي چې خلک د خراب اقتصادي وضعیت له امله اړ دي چې ناسالم سون توکي د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره وسوځوي.
یاده دې وي چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار هوا ډېره ککړیږي چې د ګڼو ناروغیو لامل ګرځي په ځانګړي توګه د ماشومانو او هغو کسانو تر منځ چې عمرونه یې لوړ دي.
1
324
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بنگویر ویلي، د فلسطین په نوم هېڅ هېواد شتون نه لري او په وینا یې، په راتلونکي کې به هم داسې هېواد رامنځته نه شي.
بنګوېر ادعا کړې چې فلسطین یوازې د ځینو خلکو په ذهنونو کې شتون لري، خو اسرائیل یو موجود دولت دی او خپل قوانین لري.
نوموړي زیاته کړې چې د اسرائیل حکومت د دغو قوانینو پلي کول پیل کړي دي.
2
403

















