RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) header
RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) profile picture

RANA TV (https://teapaw.org/t.co/lA3KmzzGfz) is an independent Afghan media network based in London, UK, Broadcasting across all major social media platforms, YouTube, satellite.

London, UK
Joined November 2025
Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د مصر په جیزه ولایت کې د تېلو لېږدوونکي ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله د مرګ‌ژوبلې په تړاو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي د ایران د حکومت او خلکو په استازیتوب د مصر له حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
2
5
229
په کابل کې د افغان ملي ماڼۍ ودانۍ د بشپړېدو په درشل کې ده، چې د هغې د وروستیو برخو انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو په منځ کې زیات لاس په لاس کېږي. د دغه ودانۍ چارې د تېر جمهوریت پرمهال د کابل په دهمزنګ سیمه کې پر ۸۶۰۰ متر مربع ځمکه پیل شوې وې، چې اوس مهال په ۱۳ پوړونو کې جوړېږي، چې څلور پوړونه یې سوداګریزو فعالیتونو او موټرو تمځای، اته پوړونه یې د استوګنې او وروستی پوړ یې جومات او د کنفرانسونو تالارونو ته ځانګړي شوي دي. د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ودانۍ کې به ۴۳۹ استوګنیز اپارتمانونه او شنې ساحې هم شاملې وي.
3
29
1,321
منصور: اقتصادي پرمختګ لارې باید له ملایانو زده شي د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور ادعا کړې، چې نړۍ د ملایانو اقتصادي فکر او لیدلوري ته حیرانه ده او د سیاست او اقتصادي پرمختګ لارې چارې باید له دوی زده شي. منصور ویلي، ځینې کسان ملایان په سیاست ناپوهه بولي، خو د ده په وینا، ملایان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې پوهه او تجربه لري.
1
2
186
په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او بلوڅ ازادي‌غوښتونکو ترمنځ نښته شوې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د کوټې–کراچۍ پر لویه لار، د کدکوچې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او بلوڅ ازادي‌غوښتونکو ترمنځ نښته شوې ده. د معلوماتوله مخې، بلوڅ ازادي‌غوښتونکو په سیمه کې څو پلونه ویجاړ کړي، چې له امله یې سلګونه موټر د لارې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
5
18
474
د ترکیې د بالیک‌اسیر ولایت امنیتي چارواکو د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ افغان کډوال نیولي دي. د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د ازمیر – استانبول پر لویه لار دوه موټر درولي او د پلټنې پر مهال یې ۲۷ افغان کډوال موندلي دي. راپور زیاتوي، چې نیول شوي کډوال له اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د ناقانونه کډوالو د منلو او لېږد مرکز (ګوکسیم) ته لېږدول شوي دي. په همدې تړاو درې کسان هم د کډوالو د قاچاق د تنظیموونکو په تور نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، د دې پېښې په تړاو څېړنې او اداري اقدامات لا هم روان دي. بلخوا ترکیې د روان میلادي کال په اوږدو کې تر ۳۴ زرو ډېر افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ په تور پېژندلي او نیولي دي، خو په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو کره شمېر لا هم نه دی څرګند. په افغانستان کې ناڅرګند وضعیت او د کاري فرصتونو نشتون له امله په دې وروستیو کې ګڼ شمېر ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. ranatv.com/?p=16797
1
1
136
د طالبانو والي: د حکومت جوړولو نیت مو نه درلود د میدان‌وردګ لپاره د طالبانو والي خیرالله خیرخواه وایي، چې د طالبانو د جوړېدو پر مهال یې د حکومت کولو نیت نه درلود او لومړنۍ موخه یې د وسله‌والو ډلو د پوستو او امنیتي تالاشیو لرې کول وو. خیرخواه د یوه روغتون د پرانیستې پرمهال ویلي، چې د طالبانو بنسټ‌اېښودونکو ان دا تصور نه درلود، چې یوه ورځ به حکومت جوړ کړي، خو په وینا یې، وروسته خدای واک ورکړ. نوموړي همداراز د طالبانو د پخواني حکومت او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې ته په اشارې ویلي، چې د دوی پوځي او اقتصادي امکانات د پخوانیو دولتي ځواکونو له امکاناتو سره د پرتله کولو وړ نه وو.
1
17
1,581
د طالبانو د هرات ولایت مقام وايي، د اسلام‌کلا ګمرک له لارې د بې‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۲۷ باروړونکي موټر بېرته صادرونکو هېوادونو ته ګرځول شوي دي. د یاد مقام د معلوماتو له مخې، په دغو موټرو کې ۱۲ د پټرولو، ۱۰ د ډیزلو، څلور د ګازو او یو موټر د توشکو او بالښتونو بار وو، چې د کیفیت د ټاکل شویو معیارونو د نه‌پوره کولو له امله بېرته مسترد شوي دي. د سرچینې په وینا، د دې اقدام موخه هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د مصرفوونکو د حقونو ساتنه او د وارداتي توکو د کیفیت ډاډ ترلاسه کول دي.
1
1
131
پاکستانی خبریال عمران ریاض خان وايي، د دغه هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د ټاکل شویو څېرو په ګډون د یوه ملي حکومت د جوړولو طرحه د پوځ تر لارښوونې لاندې چمتو کېږي. نوموړي ویلي، د بېلابېلو ګوندونو د سیاسي څېرو د راټولولو لپاره مشورې چټکې شوې دي. عمران ریاض خان د پوځ د مشر عاصم منیر مستقیم رول ته په اشارې ویلي، نوموړی کولی شي د خپلې خوښې سیاسي څېرې سره راټولې او د خپلې غوښتنې مطابق حکومت جوړ کړي. د هغه په باور، د داسې حکومت جوړېدل به سیاسي توافق نه، بلکې د پوځ له لوري د واک د جوړښت د بیا تنظیمولو دوام وي او د احتمالي ناکامۍ مسوولیت به یې هم د عاصم منیر پر غاړه وي.
1
6
874
د ترکمنستان چارواکي وايي، تمه ده د ټاپي ګاز نل لیکې د هرات برخې د جوړولو چارې د روان میلادي کال تر پایه بشپړې او د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې هرات ته د ګازو لېږد پیل شي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د سرحدآباد – هرات ښار ترمنځ د دې نل لیکې د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. رویټرز خبري اژانس د تاپي پروژې د مسوول محمد مراد امانوف له قوله راپور ورکړی، چې د هرات برخې بشپړېدل به د پروژې لپاره لومړني عواید برابر او د پور ورکوونکو باور زیات کړي. د راپور له مخې، د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې موخه یې افغانستان، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز لېږد دی. ranatv.com/?p=16792
1
5
202
د خوست نړۍوال هوايي ډګر څخه د نړۍوالو الوتنو د پراختیا او د تازه او وچو مېوو د صادراتو لپاره د هوايي دهلېز د رامنځته کېدو غوښتنه شوې ده. د یادې غوښتنې په طرحه کې ویل شوي، چې اوس مهال له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته نړۍوالې او کابل ته کورنۍ الوتنې ترسره کېږي، خو سعودي عربستان ته پخوانۍ الوتنې درېدلې او کویټ ته د نوې الوتنې د پیل بهیر هم ځنډېدلی دی. اوسېدونکي وايي، چې د خوست، پکتیا او پکتیکا زرګونه اوسېدونکي په بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول خلیجي، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشت دي او د نورو نړۍوالو مسیرونو فعالول ورته اړین دي. په غوښتنه کې همدارنګه د لویې پکتیا د جلغوزیو او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د هوايي دهلېز پر جوړولو ټینګار شوی دی.
1
5
197
په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د یووالي او همبستګۍ څرګندونه کړې او د هغوی د حقونو د رعایت غوښتنه یې کړې ده. دغه دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ درېږي او د هغوی د زده‌کړې، کار، له تاوتریخوالي پرته ژوند او د خپل راتلونکي د ټاکلو له حقونو ملاتړ کوي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو غږ باید واورېدل شي، انتخابونو ته یې درناوی وشي او حقونه یې خوندي پاتې شي. دا اعلامیه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړۍوالې ورځې یوه ورځ وروسته خپره شوې ده. اروپايي ټولنه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي، خو وایي، چې دا تعامل د اړیکو د عادي کېدو په معنا نه دی. دغه ټولنه لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو له مهمو تمویلوونکو څخه ده.
1
1
138
Zamir Kabulov, the Russian President’s Special Representative for Afghanistan, says the Taliban are fighting ISIS using their own resources and at their own expense, describing the group as a threat to Russia and Central Asia. In an interview with Russia’s state-owned TASS news agency, Kabulov said that cooperation between Russia and the Taliban on Central Asian security remains ongoing. He added that the Taliban are fulfilling their responsibilities in this regard and praised their efforts to combat ISIS. ranatv.com/?p=16789
2
3
164
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان د خپلو امکاناتو او لګښتونو په مټ د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي؛ هغه ډله چې د روسیې او منځنۍ اسیا لپاره ګواښ ګڼل کېږي. کابلوف د روسیې له دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي، د منځنۍ اسیا د امنیت په برخه کې د روسیې او طالبانو همکاري لا هم روانه ده. نوموړي زیاته کړې، طالبان په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کوي او د داعش پر وړاندې د اقداماتو له امله یې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې ده. کابلوف همدارنګه کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په اړه ویلي، چې دغه سفر د افغانانو ترمنځ پراخ لېوالتیا او خوښي راپارولې ده. اوورچوک د لړم په ۲۱مه، د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت تر رسمیت پېژندلو وروسته، د دویم ځل لپاره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو، د ریاست‌الوزرا له مشر، د هغه له اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي. کابلوف ویلي، که اړین هوکړې وشي، د طالبانو د حکومت پلاوي هم کولی شي روسیې ته سفر وکړي. ranatv.com/?p=16786
4
32
886
د امریکا د کالیفورنیا ایالت کې د کډوالۍ او ګمرکونو فدرالي ادارې (ICE) نقاب‌پوشو مامورینو د یوه کس د نیولو پر مهال د هغه د موټر ښیښه ماته کړې او په زور یې د موټر دروازه پرانیستې ده. د راپور له مخې، دغه پېښه د یوه سیمه‌ییزې کلانټري د پولیسو د مرکز مخې ته شوې ده. د عملیاتو پر مهال د ICE مامورینو پر هغو کسانو مرچ‌شیندونکي ګازونه هم کارولي چې د نیونې پر وړاندې یې اعتراض کاوه او د پېښې ویډیو یې ثبتوله.
8
67
13,494
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د رهبرۍ غړی ذکیم خان وزیر وایي، چې د دغه غورځنګ د بر سوات همغږي کوونکی عجب خان توریالی دوه ورځې وړاندې د مټې پولیسو له خوا نیول شوی دی. د ذکیم خان وزیر په وینا، عجب خان توریالی له کومې لومړنۍ خبرتیا پرته نیول شوی، خو پولیس اوس د هغه د نیولو او په خپل توقیف کې د ساتلو مسوولیت نه مني. نوموړي د عجب خان توریالي د لادرکه کېدو بشپړ مسوولیت د مټې پر پولیسو اچولی او غوښتنه یې کړې، چې نوموړی دې ژر تر ژره پیدا او د هغه د برخلیک په اړه دې معلومات ورکړل شي.
1
4
208
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د چهارشنبې په شپه د میامي نړۍوال هوايي ډګر ته د تلونکو الوتکو الوتنې، پر ځغاست‌لیکه د یوې الوتکې د بند پاتې کېدو له امله ځنډولې دي. لومړني راپورونه ښيي چې د فېډکس شرکت د بار وړلو یوه الوتکه، چې د مک‌ډانل ډګلاس MD-11 ډوله وه، له ځغاست‌لیکې وتلې ده. د دې پېښې له امله هوايي ډګر ته د راتلونکو الوتکو تګ راتګ په لنډمهاله توګه درول شوی دی.
1
4
401
د مصر پلازمېنې قاهرې په الوراق سیمه کې د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو او اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
1
3
204
د افغانستان د اکثریت ګوند مشر فضل محمود فضلي وایي، امریکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په دغه هېواد کې د خپل حضور بڼه بدله کړې او د دوحې تړون له لارې یې د افغانستان د سیاسي وضعیت د مدیریت لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده. فضلي په یوه اوږده لیکنه کې ادعا کړې، چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه په ظاهره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې ورته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سیاسي او امنیتي تحولات د یوې نوې سیمه‌ییزې سناریو لومړني ګامونه بللي او ادعا یې کړې، چې امریکا د پاکستان په همغږۍ په افغانستان او سیمه کې د یوې نوې جهادي څپې د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي. نور د رڼا پر ویب سایټ ولولئ: ranatv.com/?p=16783
3
4
25
1,689
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې یو جومات ویجاړ او بنو کې یې یو لمونځ کوونکی هم شهید کړی دی د راپورونو له مخې، د شمالي وزیرستان د شیوه ولسوالۍ په ملک شاهي کلي کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ په برید کې یو جومات ویجاړ شوی دی. همدارنګه د بنو د بکاخېلو ولسوالۍ په شوئي خېلو سیمه کې د پاکستاني پوځ د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو لمونځ کوونکی شهید شوی او دوه نور سخت ټپیان دي. سرچینې وايي، په شیوه ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال د ویجاړو شویو جوماتونو شمېر له ۲۰ څخه اوښتی دی.
1
2
239
د بي‌بي‌سي خبریالانو د دندو د خوندیتوب او کاري فشارونو په اړه د روانو اختلافونو له امله د کاري اعتصاب په ملاتړ رایه ورکړې ده. د خبریالانو د ملي اتحادیې (NUJ) غړو په انګلستان، سکاټلنډ، وېلز او د بي‌بي‌سي په نړۍوالو دفترونو کې په پراخه کچه د اعتصاب او نورو کاري اعتراضونو ملاتړ کړی دی. په شمالي ایرلنډ کې په جلا ترسره شوې ټولپوښتنه کې ۸۴.۲۱ سلنه غړو د اعتصاب او ۹۰.۳۵ سلنه نورو کاري اعتراضونو په ملاتړ رایه ورکړې ده. د دغو پایلو له مخې، د خبریالانو ملي اتحادیه په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د کاري اعتصابونو د ترسره کولو قانوني صلاحیت ترلاسه کوي. خو یادې اتحادیې ویلي، چې اعتصاب یې وروستۍ لاره ده او تر اوسه د کاري اعتصاب د پیلولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
1
4
257