Pinned Tweet
ځانګړی مستند
واخان؛ د نړۍ پر بام د سوداګرۍ نوې لاره
نن ماښام 06:00 بجې له شمشاد ټلوېزیون
#شمشادنیوز #shamshadnews
د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام " یو این ډي پي" له استازي سره د پراختیايي همکاریو پر زیاتوالي، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د خصوصي سکټور پر ملاتړ خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت په وینا، حنیف د بندیزونو دوام، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د نړیوالو پراختیايي مرستو ځنډېدل د هېواد پر اقتصادي ودې اغېزمن بللي دي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
په ناروې کې د افغانستان سفارت سرپرست نجیب الله شاهین په دغه هېواد کې د اندونیزیا له سفیر تکو فایزاشیا سره کتلي.
یاد سفارت پر اېکس لیکلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګهونې پر فرصتونو او اسانتیاوو خبرې شوې او د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت هڅه داده څو د افغانستان کانونه په علمي او تخنیکي بڼه سروې، استخراج او پروسس شي، تر څو د هېواد د ابادۍ لامل او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
نوموړي د اسلامي امارت مشرتابه فرمان ته په اشارې سره زیاته کړه، چې اسلامي امارت کورني او بهرني پانګهوال د کانونو په برخه کې پانګونې ته رابولي، د هغوی ملاتړ کوي او لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د بادغیس مرستیال والي ملا غوث الدین افغان د ملګرو ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د کلیوالي پراختیايي موسسې له استازو سره کتلي دي.
یاد ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولایتي مسوولینو له یادو استازو سره د خلکو اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړې او هغوی په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت په تړاو ناسته کې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې کړې.
دا او نور مهم راپورونه د شمشاد د نن شپې 07:00 بجو په خبري ټولګه کې کتلی شئ.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د ښځو حقونو د خوندیتوب په اړه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ویاند څرګندونې
#شمشادنیوز #shamshadnews
وزارت دفاع ملی با انتشار خبرنامهای مطبوعاتی تحت عنوان «وضاحت» اعلام کرده است که حوالی ساعت یک بعد از چاشت دیروز، طیاره های بی سرنشین پاکستانی بدون هیچ دلیلی به کمیساری انگور اده در پکتیکا و تأسیسات امنیتی مجاور آن حمله کردند، اما با واکنش نیروهای دفاعی امارت اسلامی مواجه شدند.
نیروهای افغان به قرارگاه و پستههای نظامی پاکستان حمله کردند و تعدادی از نظامیان پاکستانی کشته و زخمی شدند.
در خبرنامه آمده است که نظامیان پاکستانی آغازگر این حمله بودند و نیروهای افغان با اعمال حق مشروع برای دفاع از خود و خاک کشور، به مهاجمان پاسخ داده است.
#شمشادنیوز #shamshadnews
ملي دفاع وزارت د «وضاحت» په نوم خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ یوه بجه پاکستاني ډروڼ الوتکو له کوم دلیل پرته د انګور اډې پر کمیسارۍ او نیږدې امنیتي تاسیساتو بریدونه وکړ، خو د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
افغان ځواکونو د پاکستاني نظامیانو پر قرارګاه او پوستو بریدونه وکړل او یو شمېر پاکستاني عسکر مړه او ژوبل شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د برید پيلونکي پاکستاني نظامیان وو او افغان لوري له خپل ځان او خاورې څخه د دفاع له مشروع حق څخه په استفاده بریدګرو ته ځواب ورکړی.
#شمشادنیوز #shamshadnews
بر بنیاد گزارشها؛ صبح امروز دو قطار آهن در اسپانیا با هم برخورد کردند که منجر به کشته شدن ۳۹ تن و زخمی شدن چندین تن دیگر شدهاست.
گزارشها حاکی از آن است که این حادثه بین شهرهای لوس یبنِس و اوردا در ولایت تولیدو رخ داده است.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د راپورونو له مخې؛ اسپانیا کې نن سهار دوو اورګاډو ټکر کړی چې له کبله یې ۳۹ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
راپورونه زیاتوي چې پېښه د تولیدو ولایت د لوس یبېنېس او اوردا ښارګوټو ترمنځ رامنځته شوې ده.
#شمشادنیوز #shamshadnews
تاوده بحثونه
موضوع: پر ایران د امریکا د بیاځلې برید اندېښنه
نن شپه 09:00 بجې له شمشاد ټلوېزیون
#شمشادنیوز #shamshadnews
امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي.
shamshadnews.com/%d8%a7%d9%8…
خوست کې د ۱۷ کلنو کم عمره لوبغاړو شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د خوست کرېکټ امریت له لوري د دغې ولایت په شخصي کرېکټ لوبغالي کې د ۱۵ لوبډلو او شاوخوا ۲۵۰ لوبغاړو په ګډون د ۱۷ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
مسوولین وایي، دغه سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي او موخه یې د تنکیو لوبغاړو د وړتیاوو لوړول او د ځوانو استعدادونو وده ده.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون پرانیستغونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وینا
#شمشادنیوز #shamshadnews
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له شپږو میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي.
#ShamshadNews #شمشادنیوز
د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي.
shamshadnews.com/%d8%af-%d9%…
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۰۰ لویو او کوچنیو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې روانې دي؛ خو پر دغه وزارت له ډېرې مودې راهیسې د کانونو د قراردادونو او فعالیتونو په اړه د بشپړو معلوماتو د نه خپرولو نیوکې کېږي.
#ShamshadNews #شمشادنیوز










