ACCI (@afgcci) header
ACCI (@afgcci) profile picture

Official X account of the Afghanistan Chamber of Commerce & Investment (ACCI). Supporting trade, investment, and private sector growth in Afghanistan.

Kabul, Afghanistan
Joined April 2010
د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د خصوصي سکټور پلاوي په مشرۍ د «نوي اوزبېکستان، د نړیوالو بازارونو څلور لارې» په نړیوالې مجمع کې د ګډون په موخه تاشکند ته ورسېد. یکشنبه، د لیندۍ ۸مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس محترم الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د هېواد د خصوصي سکټور پلاوی د «نوي اوزبېکستان، د نړیوالو بازارونو څلور لارې» په نړیوالې سوداګریزې مجمع کې د ګډون په موخه د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد. دغه مجمع د روان کال د نومبر له ۳۰مې څخه د ډيسمبر تر ۵مې نېټې پورې په تاشکند کې دوام کوي، چې د بېلابېلو هېوادونو سوداګریز پلاوي، د اقتصادي بنسټونو استازي او د خصوصي سکټور فعالان به پکې ګډون وکړي. د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو د ظرفیتونو معرفي کول د دې مجمع له مهمو موخو څخه دي. د اجنډا له مخې ګډونوال به په عمومي او تخصصي ناستو، د بحثونو په پنلونو، سوداګریز نندارتون، دوه‌ اړخیزو سوداګریزو لیدنو او د اړیکو جوړولو په پروګرامونو کې ګډون وکړي. همدارنګه د نساجۍ صنعت، کرنیزو محصولاتو، لوجسټیک، درمل جوړولو صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ له مرکزونو څخه لیدنه هم د دې مجمع له نورو مهمو برخو څخه دي. په دغه نړیواله مجمع کې د افغانستان خصوصي سکټور د پلاوي ګډون، د هېواد اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، له اوزبېکستان او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې نویو فرصتونو پېژندلو ترڅنګ د ګډونوالو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا لپاره هم ارزښتناک فرصت برابروي.
2
8
355
رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه گذاری در راس هیئت سکتور خصوصی افغانستان به منظور اشتراک در مجمع بین‌المللی «اوزبیکستان جدید، چهار راه بازارهای جهانی» به تاشکند رسید. یکشنبه، ۸ قوس، ۱۴۰۵ هیئت سکتور خصوصی افغانستان به ریاست محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، به‌ منظور اشتراک در مجمع بین‌المللی «اوزبیکستان جدید، چهار راه بازارهای جهانی» وارد شهر تاشکند پایتخت اوزبیکستان شد. این مجمع بین‌المللی تجارتی از ۳۰ نومبر تا ۵ دسامبر سال روان در شهر تاشکند برگزار می شود و در آن هیئت‌های تجارتی بین‌المللی، نمایندگان نهادهای اقتصادی و فعالان سکتور خصوصی اشتراک می‌کنند. گسترش همکاری‌های اقتصادی، تقویت روابط تجارتی و معرفی ظرفیت‌های بازارهای منطقه‌ای و جهانی از اهداف اصلی این مجمع به شمار می‌رود. بر اساس آجندای، اشتراک کنندگان در نشست‌های عمومی و تخصصی، پنل‌های بحث، نمایشگاه تجارتی، دیدارهای دوجانبه تجارتی و برنامه‌های شبکه‌سازی حضور خواهند یافت. همچنان، بازدید از صنایع نساجی، محصولات زراعتی، بخش لوژستیک، صنایع دواسازی و مراکز فناوری معلوماتی از دیگر بخش‌های این مجمع است. اشتراک هیئت سکتور خصوصی افغانستان در این مجمع فرصت ارزشمندی برای معرفی ظرفیت‌های اقتصادی کشور، گسترش روابط تجارتی با اوزبیکستان و سایر کشورها، شناسایی فرصت‌های جدید سرمایه‌گذاری و تقویت همکاری‌های میان سکتور خصوصی کشورهای اشتراک کننده فراهم می‌سازد.
1
7
404
سخنرانی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در اتحادیه تاجران نفت و گاز ولایت بلخ محترم الحاج سید کریم هاشمی در این سخنرانی بر عرضه مواد نفتی باکیفیت و معیاری به بازار کشور تأکید نموده است. #اتاق_تجارت_و_سرمایه_گذاری_افغانستان #سید_کریم_هاشمی #اتاق_بلخ #تاجران_نفت_و_گاز #مواد_نفتی #کیفیت_مواد_نفتی #معیارهای_کیفیت #تجارت_افغانستان
6
256
سخنرانی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در اتاق بلخ محترم الحاج سید کریم هاشمی در این سخنرانی به تشریح ظرفیت‌ها و فرصت‌های موجود تجارتی و سرمایه‌گذاری در ولایت بلخ پرداخت. #اتاق_تجارت_و_سرمایه_گذاری_افغانستان #سید_کریم_هاشمی #اتاق_بلخ #بلخ #سرمایه_گذاری #فرصت_های_تجارتی #تجارت_افغانستان #توسعه_اقتصادی
1
4
207
د غالیو او لاسي صنایعو د تخصصي کمېټې په لومړۍ ناسته کې د دغه سکټور پر شته ستونزو، فرصتونو او ظرفیتونو بحث وشو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټې ناسته د دغه سکټور د شته ستونزو، ننګونو او فرصتونو د ارزونې په موخه د خونې مدیره پلاوي غړي او د یادې کمېټې رئیس الحاج سخي ترکمن، د کمېټې مرستیال عبدالبصیر اماني او د کمېټې یو شمېر غړو په ګډون وشوه. په پیل کې ښاغلي الحاج سخي ترکمن د افغانستان د غالیو ملي او نړیوال مقام ته په اشارې د دې صنعت پر ساتنې او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د کمېټې مسؤلیت یې د دغه سکټور د فعالانو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی اړوندو مراجعو ته لېږدول وبلل. نوموړي همدارنګه د غالیو تولیدوونکو او واردوونکو ته په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د دغه سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره یې د فعالانو ترمنځ یووالی، همغږي او همکاري مهم عوامل وبلل. ورپسې د کمېټې مرستیال ښاغلي عبدالبصیر اماني د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او له هېواده بهر ته یې د افغانستان غالیو د ناقانوني لېږد مخنیوي او له اړوندو ادارو سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د غالیو او لاسي صنایعو په برخه کې بېرته راستنېدونکو مسلکي او باتجربه کسانو ته د کاري فعالیتونو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه، څو د هغوی له تخصص او ظرفیتونو څخه د دې صنعت د پراختیا لپاره ګټه واخېستل شي. د کمېټې مرستیال د افغانستان غالیو په تولید کې د کارېدونکو وړيو او لاسي تار د صادراتو بهیر د څارنې او ارزونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې هېواد باید د غالیو د خامو او لومړنیو موادو د صادراتو پر ځای د غالیو پر صادرونکي هېواد بدل شي. همدارنګه د حیرتان بندر له لارې اوزبېکستان ته د پسه‌غوښې د صادراتو پر موضوع هم بحث وشو. ګډونوالو څرګنده کړه، چې دغه بهیر له یوې خوا په کورني بازار کې د غوښې د بیو لوړېدو لامل شوی او له بلې خوا د پسونو د شمېر او د هغوی د وړیو ترلاسه کولو کچې په کمېدو سره د غالیو تولید لپاره اړینو لومړنیو موادو ته پر لاسرسي هم اغېز کوي. په همدې تړاو د دې موضوع پر ارزونې او د غالیو صنعت د اړینو خامو موادو د ملاتړ په موخه د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وشو. د ناستې په بله برخه کې د غالیو او لاسي صنایعو په سکټور کې فعالو شرکتونو، دوکاندارانو او بېرته راستنېدونکو کسانو ته د دولتي ځمکې ځانګړي کولو وړاندیز مطرح شو، څو په کې یو نوی، معیاري او دایمي مارکېټ جوړ شي. ګډونوالو د دغه ډول مارکېټ جوړول د سوداګریزو فعالیتونو د ښه‌والي، د محصولاتو وړاندې کولو لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو او د دې برخې د فعالانو ملاتړ لپاره اغېزناک وبلل.
1
7
279
در نخستین نشست کمیته تخصصی قالین و صنایع دستی چالش‌ها، فرصت‌ها و ظرفیت‌های موجود در این سکتور مورد بحث و بررسی قرار گرفت. نشست کمیته تخصصی قالین و صنایع دستی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان به‌منظور بررسی مشکلات، چالش‌ها و فرصت‌های موجود در سکتور قالین و صنایع دستی با حضور الحاج سخی ترکمن عضو هیئت مدیره اتاق و رئیس کمیته، عبدالبصیر امانی معاون کمیته و شماری از اعضای این کمیته برگزار گردید. در آغاز محترم سخی ترکمن با اشاره به جایگاه ملی و بین‌المللی قالین افغانستان، بر اهمیت حفظ و تقویت این صنعت تأکید نموده و همچنان مسئولیت کمیته را رسیدگی به مشکلات فعالان این سکتور و انتقال آن به مراجع ذیربط عنوان کرد. وی همچنان خواستار فراهم‌سازی زمینه اشتراک تولیدکنندگان و واردکنندگان قالین در نمایشگاه‌های ملی و بین‌المللی گردیده و اتحاد، همبستگی و هماهنگی میان فعالان این سکتور را از عوامل مهم رشد و تقویت آن دانست. در ادامه محترم عبدالبصیر امانی معاون کمیته، ضمن اشاره به چالش‌های موجود، بر جلوگیری از انتقال غیرقانونی قالین افغانستان به خارج از کشور و همکاری ادارات ذی‌ربط تأکید کرد. وی همچنین خواستار فراهم‌سازی زمینه فعالیت برای عودت‌کنندگان دارای تجربه در بخش قالین و صنایع دستی شد تا از تخصص و ظرفیت آنان در راستای توسعه این صنعت بهره‌برداری صورت گیرد. معاون کمیته بر ضرورت پیگیری و بررسی روند صادرات پشم و تار دست‌ریس مورد استفاده در تولید قالین افغانستان تأکید نموده و خاطرنشان ساخت که کشور باید به‌جای صادرات مواد خام و اولیه قالین، به یک کشور صادرکننده قالین مبدل گردد. همچنان، موضوع صادرات گوشت گوسفند از طریق بندر حیرتان به ازبکستان مورد بحث قرار گرفت. اشتراک‌کنندگان اظهار داشتند که این روند از یک‌سو باعث افزایش قیمت گوشت در بازار داخلی شده و از سوی دیگر، با کاهش تعداد گوسفندان و دسترسی به پشم آن‌ها، مواد اولیه مورد نیاز برای تولید قالین را نیز تحت تأثیر قرار می‌دهد. در همین راستا، بر بررسی این موضوع و اتخاذ اقدامات لازم برای حمایت از مواد خام مورد نیاز صنعت قالین تأکید صورت گرفت. در بخش دیگری از نشست، پیشنهاد تخصیص زمین دولتی به‌منظور ایجاد یک مارکیت جدید، معیاری و دایمی برای شرکت‌ها، دکان‌داران و عودت‌کننده فعال در سکتور قالین و صنایع دستی مطرح گردید. اشتراک‌کنندگان ایجاد چنین مارکیت در بهبود فعالیت‌های تجارتی، فراهم‌سازی فضای مناسب برای عرضه محصولات و حمایت از فعالان این بخش مؤثر دانستند.
3
303
د خوړو تخصصي کمېټې په ناسته کې په بازار کې د جعلي او ټیټ‌کیفیته غوړیو د شتون او پر خلکو یې د اغېزو په اړه بحث وشو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوړو تخصصي کمېټې ناسته د بازار د شته ستونزو په ځانګړي ډول د جعلي او ټیټ‌کیفیته غوړیو د واردولو، بسته‌بندۍ، وړاندې کولو او د پلور څرنګوالي د څېړلو په موخه د دې خونې د مدیره پلاوي غړي او د یادې کمېټې رئیس ښاغلي وحیدالله عزیزي په انلاین ګډون جوړه شوه. د کمېټې رئیس ښاغلي وحیدالله عزیزي په کورني بازار کې د جعلي غوړیو د وړاندې کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې ځینې کسان له وارد شویو خامو موادو او غوړیو څخه په استفادې محصولات دويم ځلي بسته‌بندي کوي او د معتبرو شرکتونو د نومونو، سوداګریزو نښو او لوګوګانو په کارولو سره یې بازار ته وړاندې کوي. د نوموړي په وینا دا ډول کړنې نه یوازې مصرفوونکي تېرباسي، بلکې د هغو سوداګرو او شرکتونو قانوني فعالیتونه هم زیانمنوي، چې له اړینو معیارونو سره سم باکیفیته محصولات واردوي. په همدې حال کې د کمېټې غړو هم ټینګار وکړ، چې د جعلي او ټیټ‌کیفیته غوړیو وړاندې کول او پلور د مصرفوونکو روغتیا او سلامتیا له جدي ګواښونو سره مخ کوي او په بازار کې د ناسالمې سیالۍ زمینه برابروي. د دوی په خبره دا موضوع د معتبرو سوداګریزو نومونو او نښو په اړه د خلکو باور کموي، د واردوونکو شرکتونو سوداګریز اعتبار ته زیان رسوي او قانوني سوداګرو ته مالي زیانونه اړوي. همدارنګه د کمېټې غړو پر بازار د جدي څارنې، د وارداتي خوراکي توکو او کورنیو تولیداتو د کیفیت ارزونې او د محصولاتو پروسس، بسته‌بندۍ او وړاندې کولو په ټولو پړاوونو کې د اړینو معیارونو د رعایت پر ډاډ ترلاسه کولو ټینګار وکړ. هغوی څرګنده کړه، چې اړوندې دولتي ادارې دې سرغړونې وڅېړي او د هغو اشخاصو پر وړاندې، چې د جعلي محصولاتو په تولید بیا بسته‌بندۍ او بازار ته یې په وړاندې کولو کې لاس لري، د قوانینو او مقرراتو له مخې لازم اقدامات وکړي. په همدې تړاو د معيار او کیفیت له ادارې، له صنعت او سوداګرۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو بنسټونو سره پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وشو، څو دغه موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او په بازار کې د جعلي محصولاتو د وړاندې کولو مخنیوي په موخه لازم اقدامات وشي.
1
5
217
بررسی موجودیت روغن‌ تقلبی و بی‌کیفیت در بازار و تأثیرات آن بر مردم در نشست کمیته تخصصی مواد غذایی. نشست کمیته تخصصی مواد عذایی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان به‌ منظور بررسی مشکلات موجود در بازار به‌ویژه واردات، بسته‌بندی، عرضه و فروش روغن‌ تقلبی و بی‌کیفیت با اشتراک انلاین وحیدالله عزیزی عضو هیئت مدیره اتاق و رئیس این کمیته برگزار گردید. محترم وحیدالله عزیزی رئیس کمیته نگرانی‌های خویش را در مورد عرضه روغن‌ تقلبی در بازار داخلی ابراز نموده، اظهار داشتند که برخی افراد با استفاده از مواد خام و روغن وارداتی، محصولات را مجدداً بسته‌بندی کرده و با استفاده از نام، نشان تجارتی و لوگوی شرکت‌های معتبر به بازار عرضه می‌نمایند. به گفته او، چنین اقداماتی نه تنها سبب گمراهی مصرف‌ کنندگان می‌گردد، بلکه به فعالیت‌های قانونی تاجران و شرکت‌هایی که محصولات باکیفیت و مطابق معیارهای لازم وارد می‌نمایند نیز آسیب می‌رساند. در همین حال اعضای کمیته نیز تأکید نمود که عرضه و فروش روغن‌ تقلبی و بی‌کیفیت، خطرات جدی را متوجه صحت و سلامت مصرف‌کنندگان ساخته و زمینه رقابت ناسالم را در بازار فراهم می‌سازد. به گفته آنان، این موضوع باعث کاهش اعتماد مردم به نام‌ها و نشان‌های معتبر تجارتی، آسیب‌دیدن اعتبار شرکت‌های واردکننده و واردشدن خسارات مالی به تاجران قانونی می‌گردد. همچنان اعضای کمیته بر ضرورت نظارت جدی بر بازار، بررسی کیفیت مواد غذایی وارداتی و تولیدات داخلی و اطمینان از رعایت معیارهای لازم در مراحل پروسس، بسته‌بندی و عرضه محصولات تأکید ورزیدند. آنان تصریح نمودند که ادارات مسئول دولتی تخلفات را بررسی نموده و در برابر اشخاص که در تولید، بسته‌بندی مجدد و عرضه محصولات تقلبی دست دارند، مطابق قوانین و مقررات اقدامات لازم را روی دست گیرند. در همین راستا بر هماهنگی و همکاری با اداره معیار و کیفیت، وزارت صنعت و تجارت، وزارت صحت عامه و سایر نهادهای ذیربط تأکید صورت گرفت تا موضوع به‌گونه همه‌جانبه بررسی شده و اقدامات لازم به‌منظور جلوگیری از عرضه محصولات تقلبی در بازار اتخاذ گردد.
1
2
200
په مزارشریف کې د بامیان مېشتو اوسېدونکو لخوا د بامیان کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالي په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لاسته‌راوړنې وستایل شوې. شنبه، د لیندۍ ۷مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مزارشریف ښار کې د بامیان له یو شمېر مېشتو سوداګرو، پانګوالو، مخورو او ځوانانو سره وکتل. نوموړي او ورسره مل پلاوي په هغه ناسته کې ګډون وکړ، چې د ځینو سوداګرو او په مزارشریف کې د بامیان مېشتو د ټولنیزې شورا له خوا جوړه شوې وه. په پیل کې په مزارشریف کې د بامیان مېشتو ټولنيزې شورا غړي ښاغلي عبدالباقي یعقوبي، ښاغلي احمد جاوېد سلطان‌زاده، ښاغلي محمود فرهمند او ښاغلي شیرزي سالار د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې. هغوی د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تېر یو کال د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه او د هېواد اړتیاوو پوره کولو، د صادراتو زیاتوالي، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب په برخه کې د دې بنسټ هڅې وستایلې. ویناوالو همدارنګه د بې‌کارۍ او د ځوانانو له خطرونو ډکې کډوالۍ ستونزو ته په اشارې له سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور وغوښتل، چې د متخصصو، نوښتګرو او مسلکي ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته زیاته پاملرنه وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې د بامیان د سوداګرو او مخورو د ملاتړ او باور له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې پراختیا او د هېواد اقتصادي ظرفیتونو ملاتړ لپاره یې د خونې او خصوصي سکټور پر دوامدارو هڅو ټینګار وکړ. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ او پيوستون له لارې د هېواد په اقتصادي وده او غوړېدا کې فعاله ونډه واخلي. ښاغلي هاشمي همدارنګه د بامیان کرنیزو ظرفیتونو ته په اشارې د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د لوړ کیفیت لرونکو کچالو د صادراتو پراختیا په موخه د پروګرامونو او هڅو په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو محصولاتو لپاره د بازارموندنې او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابرول کولای شي د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د بزګرو د عوایدو زیاتوالي او د دغه ولایت د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو لامل شي. دغه ناسته په دوستانه او د یووالي په فضا کې پای ته ورسېده او ګډونوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي څخه مننه او قدرداني وکړه.
1
7
379
تقدیر باشنده‌گان بامیان مقیم مزارشریف از دستاوردهای اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در جهت افزایش صادرات محصولات زراعتی بامیان شنبه، ۷ قوس، ۱۴۰۵ محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با جمعی از تاجران، سرمایه‌گذاران، متنفذین و جوانان ولایت بامیان مقیم شهر مزارشریف دیدار کرد. وی و هیئت همراه اش در گردهمایی اشتراک کردند که از سوی برخی تاجران و شورای اجتماعی مردم بامیان مقیم مزار شریف تدویر گردیده بود. در آغاز محترمان عبدالباقی یعقوبی، احمد جاوید سلطانزاده، محمود فرهمند و شیرزی سالار اعضای شورای مردمی باشنده‌گان بامیان مقیم مزارشریف، به نمایندگی از اشتراک‌کنندگان صحبت کرده و ضمن قدردانی از فعالیت‌ها و دستاوردهای یک‌ ساله اخیر اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان تحت رهبری آقای الحاج سید کریم هاشمی، تلاش‌های این نهاد را در تأمین نیازمندی‌های کشور، افزایش صادرات، حمایت از تولیدات داخلی، گسترش دادوستد تجارتی و جلب سرمایه‌گذاری‌های داخلی و خارجی قابل ستایش دانستند. سخنرانان همچنین با اشاره به چالش بیکاری و مهاجرت‌های پر خطر جوانان، خواستار توجه بیشتر اتاق تجارت و سکتور خصوصی به ایجاد فرصت‌های شغلی برای جوانان متخصص، مبتکر و صاحبان حرفه شدند. محترم الحاج سید کریم هاشمی در سخنرانی خود ضمن قدردانی از حمایت و اعتماد تاجران و متنفذین بامیان، بر تداوم تلاش‌های اتاق تجارت و سکتور خصوصی برای تقویت تجارت، توسعه سرمایه‌گذاری و حمایت از ظرفیت‌های اقتصادی کشور تأکید کرده و از مردم خواست تا با همبستگی و حمایت از تاجران و سرمایه‌گذاران، در رشد و شکوفایی اقتصادی کشور سهم فعال بگیرند. آقای هاشمی همچنین با اشاره به ظرفیت‌های زراعتی ولایت بامیان از برنامه‌ها و تلاش‌ها برای توسعه صادرات محصولات زراعتی این ولایت به‌ویژه کچالوی باکیفیت، اطمینان داده و تأکید کرد که بازاریابی و راه‌یابی این محصولات به بازارهای خارجی می‌تواند زمینه اشتغال‌زایی، افزایش عواید دهاقین و بهبود وضعیت اقتصادی مردم این ولایت را فراهم سازد. این گردهمایی در فضای صمیمیت و همبستگی با ابراز سپاس و قدردانی اشتراک‌کنندگان از رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و هیئت همراه اش پایان یافت.
1
6
306
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د فاریاب مرستیال والي صاحب او سیمه‌ییزو چارواکو په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا، د پانګونې پر جذب او د دغه ولایت له اقتصادي ظرفیتونو پر ګټورې گټې اخېستنې ټینګار وشو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر پر دوام د فاریاب په مرکز میمنې کې د والي له مرستیال ښاغلي مولوي نصرت‌الله فیضاني او د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو سره په یوه رسمي ناسته کې وکتل او د سوداګرۍ وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د دغه ولایت د اساسي اړتیاوو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. په دې ناسته کې د فاریاب مرستیال والي صاحب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د حضور له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد په پرمختګ کې یې د اقتصادي پراختیا او د خصوصي سکټور پر رول ټینګار وکړ. نوموړي عدالت او امنیت، علمي او کلتوري وده او اقتصادي پراختیا د هر نظام او ټولنې د پرمختګ درې اساسي بنسټونه وبلل. ښاغلي فیضاني په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټينګښت په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هڅو ته په اشارې له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د فاریاب په بېلابېلو اقتصادي برخو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي. د نوموړي په وینا فاریاب حاصل‌ ورکوونکې ځمکې او د کرنې مناسب ظرفیتونه لري، چې ترې اغېزناکه ګټه اخېستنه کولای شي اقتصادي ځان‌بسیاینې په رسېدو، د تولیداتو زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. په دې ناسته کې د فاریاب د اقتصاد رئیس ښاغلي قاري عبدالوکيل متوکل هم د دغه ولایت د یو شمېر اقتصادي ستونزو او فرصتونو په تشریح کولو سره بې‌کاري او د ځوانانو کډوالي د سیمې له مهمو ستونزو څخه وبللې. نوموړي وویل، چې هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره بهر ته ځي او ځيني یې د کډوالۍ په لاره کې له ناوړه او مرګ‌ونو پېښو سره مخېږي. نوموړي د بندونو او د اوبو سربندونو په جوړولو کې پانګونه د فاریاب د پرمختګ له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د خشت‌پل، المار او میمنې سیندونو په مسیر کې د اوبو سرچینو ښه مدیریت کولای شي د کرنې د ودې، د حاصلاتو زیاتوالي او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو زمینه برابره کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سیمه‌ییزو چارواکو د نظرونو، وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته د فاریاب اقتصادي اړتیاوو د تعقیب په برخه کې د خونې د چمتووالي ډاډ ورکړ. نوموړي څرګنده کړه، چې کابل ته له بېرته ستنېدو وروسته به د خونې د مشرتابه له غړو، سوداګرو او پانګوالو سره یوه ناسته جوړه کړي، څو د فاریاب اقتصادي ظرفیتونه او اړتیاوې وڅېړل شي او سوداګر او پانګوال دغه ولایت ته د اقتصادي فعالیتونو پراختیا، سوداګرۍ او پانګونې په موخه وهڅول شي. ښاغلي هاشمي همدارنګه له خصوصي سکټور څخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه ملاتړ ته په اشارې وویل، چې د اسلامي امارت رهبر د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د «اقتصادي مجاهدینو» لقب په ورکولو سره د هغوی له اقتصادي فعالیتونو ملاتړ کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د تېر کال سوداګریزو ستونزو ته په اشارې، چې په سیمه کې د جګړو دوام او د ځینو هېوادونو له لوري د افغانستان پر مخ د لارو او بندرونو تړل هم پکې شامل وو وویل، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په جدي پاملرنه او د هېواد د شاوخوا ۶۰۰ ملي سوداګرو په ګډون د وارداتو بدیلې لارې وپېژندل شوې او عملي شوې. د نوموړي په وینا دغه اقداماتو د دې لامل شول، چې افغانستان له سیمه‌ییزو محدودیتونو او ټرانزیټي ستونزو سره سره په تېر یوه کال کې د خوراکي، ارتزاقي او نفتي توکو له کمښت سره مخ نه شي او د هېواد په بازارونو کې د توکو عرضه روانه پاتې شي. ښاغلي هاشمي په پای کې ټینګار وکړ، چې افغانستان د اقتصادي ځان‌ بسیاینې د ترلاسه کولو لپاره باید د بهرنیو هېوادونو مرستو ته په تمه پاتې نه شي بلکې دولت، خصوصي سکټور او د هېواد متخصصه ټولنه باید د ګډې همکارۍ او همغږۍ له لارې د افغانستان د ابادۍ او اقتصادي پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د فاریاب سیمه‌ییزو چارواکو له لوري مطرح شوي موضوعات او اړتیاوې به د خونې اجرائیوي کمېټې او مشرتابه غړو په ناسته کې شریکې کړي او د عملي لارو چارو موندلو لپاره به یې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې جذب، د کرنې د ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه تعقیب کړي.
4
184
در دیدار رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با معاون صاحب والی و مقامات محلی فاریاب بر توسعه تجارت، جذب سرمایه‌گذاری و استفاده از ظرفیت‌های اقتصادی تاکید صورت گرفت. محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در ادامه سفر رسمی خود، در شهر میمنه مرکز ولایت فاریاب با محترم مولوی نصرت‌الله فیضانی معاون والی فاریاب و جمعی از مقامات محلی امارت اسلامی افغانستان در یک نشست رسمی دیدار و درباره وضعیت تجارت، فرصت‌های سرمایه‌گذاری، ظرفیت‌های اقتصادی و نیازمندی‌های اساسی این ولایت گفتگو کرد. در این دیدار معاون محترم والی فاریاب ضمن ابراز خرسندی از حضور رئیس عمومی اتاق تجارت و هیئت همراه وی، بر اهمیت توسعه اقتصادی و نقش سکتور خصوصی در پیشرفت کشور تأکید کرد. وی عدالت و امنیت، رشد علمی و فرهنگی و توسعه اقتصادی را سه رکن اساسی پیشرفت هر نظام و جامعه دانسته. آقای فیضانی با اشاره به تلاش های امارت اسلامی افغانستان به تأمین امنیت و ثبات در کشور، از تاجران و سرمایه‌گذاران خواست تا از فرصت‌های موجود استفاده کرده و در بخش‌های مختلف اقتصادی ولایت فاریاب به‌ویژه زراعت سرمایه‌گذاری کنند. به گفته وی، فاریاب از زمین‌های حاصل‌خیز و ظرفیت‌های مناسب زراعتی برخوردار است که بهره‌برداری مؤثر از آن‌ها می‌تواند به خودکفایی اقتصادی، افزایش تولیدات و ایجاد فرصت‌های شغلی کمک کند. در این نشست محترم قاری عبدالوکیل متوکل رئیس اقتصاد ولایت فاریاب نیز با تشریح برخی از چالش‌های و فرصت‌های اقتصادی این ولایت، بیکاری و مهاجرت جوانان را از مشکلات منطقه عنوان کرد. وی گفت که روزانه شمار زیادی از جوانان برای یافتن کار و تأمین معیشت خانواده‌های‌شان راهی کشورهای خارجی می‌شوند و شماری نیز در مسیر مهاجرت‌های با حوادث ناگوار و مرگ‌بار مواجه می‌گردند. وی سرمایه‌گذاری در اعمار بندها و سربندهای آب را از نیازهای اساسی توسعه فاریاب دانسته، افزود که مدیریت بهتر منابع آبی در مسیر دریای خشتپل، المار و میمنه می‌تواند زمینه رشد زراعت، افزایش محصولات و ایجاد فرصت‌های شغلی را فراهم سازد. محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان بعد از استماع دیدگاه‌ها، پیشنهادها و مشکلات مطرح‌ شده از سوی مقامات محلی، از آمادگی اتاق برای پیگیری نیازهای اقتصادی فاریاب اطمینان داد. وی تصریح کرد که پس از بازگشت به کابل با اعضای رهبری اتاق، تاجران و سرمایه‌گذاران کشور نشستی برگزار خواهد کرد تا ظرفیت‌ها و نیازمندی‌های اقتصادی فاریاب بررسی شده و تاجران و سرمایه‌گذاران برای حضور اقتصادی، توسعه فعالیت‌های تجارتی و سرمایه‌گذاری در این ولایت تشویق شوند. آقای هاشمی همچنین با اشاره به حمایت رهبری امارت اسلامی از سکتور خصوصی گفت که رهبر امارت اسلامی با اطلاق لقب «مجاهدین اقتصادی» به تاجران و سرمایه‌گذاران کشور، از فعالیت‌های اقتصادی آنان حمایت می‌کند. رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با اشاره به چالش‌های تجارتی سال گذشته از جمله ادامه درگیری‌ها در منطقه و بسته‌ شدن مسیرهای و بنادر برخی کشورها به روی افغانستان، با توجه جدی معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزرا و مشارکت حدود ۶۰۰ تن از تاجران ملی کشور راه‌های بدیل واردات شناسایی و عملی شد و این اقدامات سبب گردید تا با وجود محدودیت‌های منطقه‌ای و مشکلات ترانزیتی، افغانستان در یک سال گذشته با کمبود مواد غذایی، مواد ارتزاقی و مواد نفتی مواجه نشود و عرضه کالاها در بازارهای کشور ادامه می یابد. آقای هاشمی در پایان تأکید کرد که افغانستان برای رسیدن به خودکفایی اقتصادی نباید چشم انتظار کمک کشورهای خارجی باشد بلکه دولت، سکتور خصوصی و جامعه متخصص کشور با همکاری و هماهنگی مشترک، در راستای آبادانی و توسعه اقتصادی افغانستان تلاش کنند. وی بار دیگر اطمینان داد که موضوعات و نیازهای مطرح‌ شده از سوی مسئولان محلی فاریاب را در نشست کمیته اجرائیه و اعضای رهبری اتاق مطرح کرده و برای یافتن راهکارهای عملی در زمینه توسعه تجارت، جلب سرمایه‌گذاری، رشد زراعت و ایجاد فرصت‌های شغلی در این ولایت پیگیری خواهد کرد.
1
12
599
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د فاریاب سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په لیدنه کې د دغه ولایت پر اقتصادي ظرفیتونو، د سوداګرۍ پر تاریخي مخینې او اوسنیو اړتیاوو خبرې وشوې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، چې د خونې مدیره پلاوي یو شمېر غړو په ملتیا یې بېلابېلو ولایتونو ته سفر کړی د پنج‌شنبې په ورځ د فاریاب مرکز میمنې ښار ته ورسېد او د دغه ولایت له سوداګرو، پانګوالو او مخورو سره یې لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د فاریاب سوداګرو د خونې عمومي رئیس د سفر هرکلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه. دوی د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا پر وړاندې د شته ستونزو له بیانولو وروسته د هغو د حل په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل. ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تاریخي مخینې او د دغه ولایت د سوداګرو پخوانیو سوداګریزو فعالیتونو د ساتنې او درناوي پر ارزښت ټینګار وکړ او د هغوی تاریخي هڅې یې وستایلې. د ليدنې په دوام کې د پوهنتون استاد او سیمه‌ييز مخور ښاغلي محمد اصف پیمان د اوبو کمښت په فاریاب کې د کرنې کموالي او د بې‌وزلۍ د پراختیا له اساسي لاملونو څخه وباله او د څښاک او کرنیزو اوبو د برابرولو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه. همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي رئیس ډاکټر محمد جبران مدثر د فاریاب او د هېواد نورو ولایتونو اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره د سوداګرۍ پراختیا او د پانګونې جذب په موخه شته فرصتونو ته د لا زیاتې پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ. دا لیدنه د خصوصي سکټور د ستونزو پېژندلو، د دغه ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره د همکارۍ پیاوړتیا او د هغوی اقتصادي غوښتنو د تعقیب په موخه ترسره شوه.
8
233
در دیدار رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با تاجران و سرمایه گذاران فاریاب، روی ظرفیت‌های اقتصادی، پیشینه تاریخی تجارت و نیازمندی های کنونی آن در این ولایت صحبت گردید. محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، که در رأس هیئتی متشکل از شماری از اعضای هیئت مدیره این اتاق به ولایات مختلف سفر کرده، روز پنجشنبه به شهر میمنه مرکز ولایت فاریاب رسید و با تاجران، سرمایه‌گذاران و متنفذین محلی این ولایت دیدار و گفتگو کرد. در این دیدار تاجران فاریاب با استقبال از سفر رئیس عمومی اتاق ابراز خرسندی نموده، با بیان برخی مشکلات در مسیر تقویت تجارت و سرمایه‌گذاری در این ولایت راهکار ها و دیدگاه های خود را در جهت حل آن نیز مطرح کردند. سپس محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان بر پاسداشت از پیشینه تاریخی اتاق تجارت فاریاب و فعالیت های تاریخی تاجران این ولایت را قابل ستایش دانست. در ادامه محمدآصف پیمان استاد پوهنتون و از متنفذین محلی، کمبود آب را از عوامل اصلی رکود زراعت و گسترش فقر در فاریاب دانسته و خواستار سرمایه‌گذاری در بخش تأمین آب آشامیدنی و زراعتی شد. همچنان محترم محمد جبران مدثر رئیس عامل اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با اشاره به ظرفیت‌های اقتصادی فاریاب و سایر ولایات، بر توجه بیشتر به فرصت‌های موجود برای توسعه تجارت و جذب سرمایه‌گذاری تأکید کرد. این دیدار در راستای شناسایی چالش‌های سکتور خصوصی، تقویت همکاری با تاجران و سرمایه‌گذاران این ولایت و پیگیری مطالبات اقتصادی آنان انجام شد.
4
109
د خصوصي سکټور مالیاتي ستونزو حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او مالیې وزارت چارواکو ترمنځ د مستقیمو خبرو ناسته ترسره شوه. پنج‌شنبه، د لیندۍ ۵مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د چارواکو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او خوراکي توکو واردوونکو په ګډون د مالیاتي او ګمرکي ستونزو ارزونې او حل په موخه د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ګډه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د خونې عمومي ریاست د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د مدیره پلاوي غړو الحاج عبدالقاسم امرخېل او الحاج عبیدالله هوتک، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم، د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو تخنیکي رئیس ښاغلي صدیقي او د لومړۍ ډلې د ارزونې مسؤل ښاغلي عیدالله حضور درلود. په پیل کې ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سوداګرو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه هڅه کوي د تفاهم او خبرو له لارې د خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه اړوندو ادارو ته ورسوي او د حل لپاره یې لازمې هڅې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې ډېری تخنیکي او اجرائيوي ستونزې د اړوندو ادارو په همکارۍ د حل وړ دي. ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي الحاج مولوي سفرمحمد سحر د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو پر رول د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د عوایدو عمومي ریاست د خصوصي سکټور د ستونزو حل او ورته د مالیاتي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتوو دی. نوموړي د ملي اقتصاد وده، د هېواد د اړتیاوو پوره کول او پر ځان‌بسیاینې ته رسېدل د حکومت او خصوصي سکټور ګډي موخې وبللي. ښاغلي سحر همدارنګه د مالیاتي چارو پر روڼتیا ټینګار وکړ او له سوداګرو او تولیدوونکو یې وغوښتل، چې د کره مالي راپورونو په وړاندې کولو او له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د مالیاتي مکلفیتونو په ادا کولو کې همکاري وکړي. د ناستې په بله برخه کې کورنیو سوداګرو او تولیدوونکو د مالیاتو او کورنیو عوایدو په برخه کې خپلې ستونزې مطرح کړې. همدارنګه واردوونکو د ځینو ګمرکي تعرفو او عوایدو له لوړوالي، د مالیاتي سیسټمونو له زړښت او د اجرااتو بهیر له اوږدېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه او د اړوندو مسؤلینو د پاملرنې او رسېدنې غوښتنه یې وکړه. له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته هوکړه وشوه، چې په راتلونکې ناسته کې دې د ګمرکونو مسؤلین هم راوبلل شي، څو د سوداګرو او واردوونکو ستونزې او وړاندیزونه په مستقیم ډول وڅېړل شي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي. په پای کې د خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم د بحثونو د پایلې راټولولو ترڅنګ د مالیې وزارت مسؤلینو له همکارۍ مننه وکړه او د خونې او دغه وزارت ترمنځ یې د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه له شرکتونو او اقتصادي فعالانو وغوښتل، چې د مالي، په محاسبې او مالیاتي چارو کې مسلکي کارکوونکي وګماري او خپلې مالي چارې او راپورونه له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم تنظیم کړي، څو د ستونزو، د فعالیتونو د ځنډ او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
4
275