🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
د #جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي
د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي ساختماني شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې اکتشافي چارې بشپړې او د کانونو او پټرولیم له لوري یې اکتشافي راپور منظور شوی دی
او اوس مهال یې ساختماني چارې هم په چټکتیا سره روانې دي.
د یادې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به د سمنټو دغه کارخونه په ورځني ډول د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري، چې د هېواد د سمنټو د تولید په زیاتوالي، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو او د وارداتي سمنټو د کچې په راکمولو
کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هېوادوالو لپاره د کاري زمینې د برابرېدو ترڅنګ، د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د یتیم تاق سمنټو په پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کار بوخت دي.
3
143
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
افغانستان مالذي يخفيه هذى البلد المظلوم إعلاميا
اجمل #فيلم_وثائقي عن افغاستان اماكن تاريخية ثقافية سياحية اتمنى لكم مشاهدة ممتعة 😍
5
240
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
د افغانستان د #کانونو_او_پټرولیم وزارت اعلان
وکړ
چې په هرات ولایت کې د ټاپي ګازو د پایپ لاین پروژې کار ۹۰٪ بشپړ شوی دی. تر اوسه پورې، ۱۳۶ کیلومتره پایپ لاین غځول شوی، ۱۵۰ کیلومتره لاره هواره شوې، او ۱۳۴ کیلومتره د تفتیش سړکونه جوړ شوي دي. د وزارت ویاند همایون افغان وویل چې تمه کیږي چې په هرات کې اصلي پایپ لاین به په ۴۰ ورځو کې بشپړ شي، پداسې حال کې چې د ګازو د دوهم ویش شبکې او د ځمکې د استملاک اړینو پروسیجرونو باندې کار دوام لري. د دې پروژې هدف دا دی چې په کال کې ۳۳ ملیارد مکعب متره طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولیږدول شي، چې افغانستان ته د ټرانزیټ عواید، اقتصادي فرصتونه او د انرژۍ رسولو زمینه برابروي چې د کورني صنعت او تولید ملاتړ به وکړي.
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
د #هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ادیاک په نوم د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو فارم، د 7 میلیونه دالر په پانګونې سره پرانستل شو.
په دغه فارم کې د اجدادي، مورنیو او پولټ چرګانو بېلابېل ډولونه روزل کېږي او دا فارم د 2 زره جریبه ځمکې په مساحت کې
فعالیت کوي. همدارنګه، د دغه فارم په فعالیت سره 600 کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
هرات رسنیو دفتر
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
د قوشتېپې کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي
د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوشتېپې ستر او ملي کانال د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د آمو سیند اوبه د دغه کانال سربند ته راخوشې شي.
د دغه شرکت په وینا، د کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې او د اوبو د ورخوشې کولو لپاره چمتووالی روان دی.
























