داکتر مولوی زینالعابدین عابد معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست در جریان سفر به ولایت کاپیسا با رئیس و کارمندان مسلکی و اداری ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت دیدار و فعالیتهای آن ریاست را ارزیابی کرد.
در این دیدار روند تطبیق پلانها و برنامههای محیط زیستی، چالشها و مشکلات موجود، کمبود امکانات و نیازمندی های بخشهای مختلف مورد بررسی قرار گرفت و جهت بهبود روند کاری، هماهنگی بیشتر و ارائه رهنمودهای فنی و مسلکی به مسئولان، توصیههای لازم ارائه شد.
این ارزیابی با هدف بهبود عملکرد اداری و مسلکی و تسریع روند تطبیق برنامههای حفاظت محیط زیست در ولایت کاپیسا انجام شد.
61
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالغني احسان د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې د پروګرامونو او پلانونو پر تطبیق خبرې وکړې.
په دې ناسته کې مولوي عبدالغني احسان د اقلیمي شرایطو سره د سازګارو اصلاح شویو نیالګیو د تولید، روزنې او بازار ته د عرضې پر اهمیت ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې ددې پروګرام د پلي کېدو لپاره ۲۰ جریبه ځمکې ته اړتیا لري.
د پکتیا ولایت مرستیال والي د یاد وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې هڅه به وکړي د رسمي مراحلو له بشپړېدو وروسته ۲۰ جریبه ځمکه د محیط ساتنې ریاست ته چمتو کړي؛ څو د پکتیا له اقلیمي شرایطو سره سم مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي اصلاح شوي نیالګي په کې وروزل شي.
45
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک تجهیزات لابراتوار دستگاه تثبیت کیفیت هوا و تست کیفیت آب اشتراک نمایند؛ داوطلبان میتوانند شرطنامه و اسناد مربوط را از مدیریت عمومی تدارکات این اداره یا از طریق ویبسایت ملی تدارکات به نشانی tenders.ageops.af دریافت نمایند.
جلسه آفرگشایی روز دوشنبه، ۲ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش، ساعت ۱۰:۰۰ قبل از ظهر، در مقر اداره عمومی حفاظت محیط زیست واقع سرک دارالامان، ناحیه ششم شهر کابل برگزار میگردد.
---------------------------------------------------------
د محیط ساتنې عمومي اداره له ټولو هغو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه کوي، چې د هوا کیفیت د تثبیت دستګاه د لابراتوار تجهیزاتو او د اوبو کیفیت د ازموینې د وسایلو د تهیه او تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي شرطپاڼه او اړوند اسناد د دې ادارې د تدارکاتو له عمومي مدیریت یا د ملي تدارکاتو د وېبپاڼې له لارې، په دې پته ترلاسه کړي: tenders.ageops.af
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د قوس په ۲مه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د کابل ښار د شپږمې ناحیې، د دارالامان سړک په اوږدو کې د محیط ساتنې عمومي ادارې په مقر کې ترسره شي.
106
د محیط ساتنې عمومي ادارې په کندهار کې د هوايي ډګر د ترمینل جوړولو پروژې او دوو تولیدي فابریکو چاپېریالي وضعیت وڅاره
د محیط ساتنې عمومي ادارې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د ترمینل جوړولو له پروژې څخه چاپېریالي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د فاضله اوبو د مدیریت، د تشنابونو د فاضله اوبو د راټولولو او تصفیې سیسټم، د شنو ساحو د رامنځته کولو او د چاپېریالي اصولو د رعایت وضعیت وارزول شو او همداراز د پروژې مسؤلینو ته د چاپېریالي معیارونو د پلي کولو او د احتمالي منفي اغېزو د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
په ورته وخت کې، د جنوب لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د منظور شوې کمېټې په چوکاټ کې د کندهار ولایت د صنعتي پارک په شمالي برخه کې د امین سالم د پنبهدانې او غوړیو تولیدي شرکت او د دارالحیات نظري د پنبې پروسس او غوړیو تولیدي فابریکې چاپېریالي وضعیت هم وارزول شو.
د ارزونې له مخې، دواړو فابریکو چاپېریالي جوازونه درلودل او وضعیت یې تر ډېره د چاپېریالي معیارونو سره برابر و او د فابریکو مسؤلینو ته د تولیدي کثافاتو د منظم مدیریت او د چاپېریالي اصولو د دوامدار رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
3
169
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از یک شرکت تولید پایپ و سه کارگاه پروسس بشکههای پلاستیکی در بغلان نظارت کرد
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از فعالیت یک شرکت تولیدی پایپ و سه کارگاه پروسس بشکههای پلاستیکی در ساحه شمرق، مربوط ناحیه دوم شهر پلخمری ولایت بغلان، نظارت و بررسی انجام داد.
بر اساس ارزیابی کارمندان ساحوی، وضعیت محیطزیستی این تأسیسات نسبتاً خوب بود؛ با آنهم به مسئولان آنها در زمینه رعایت حفظالصحه، سرسبزی ساحه فعالیت، اتخاذ تدابیر لازم برای جلوگیری از آلودگیهای ناشی از فعالیتهای تولیدی و رعایت اصول محیطزیستی توصیههای لازم ارائه شد.
همچنان در مورد دریافت جواز محیطزیستی با مالکان این فعالیتها گفتوگو صورت گرفت و به آنان ده روز مهلت داده شد تا جوازهای محیطزیستی خویش را دریافت کنند.
98
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې اداري او مالي مرستیال د خوست له والي سره وکتل
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې اداري او مالي مرستیال، مولوي عبدالغني احسان، د خوست ولایت له والي، الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونو، اداري چارو، شته ستونزو د حل او د مرکزي او سیمهییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
مولوي عبدالغني احسان د چاپېریال ساتنې پروګرامونو د اغېزمنتیا لپاره د ولایت مقام د همکارۍ او ملاتړ ارزښت مهم وباله. په ورته مهال، د خوست والي د سالم چاپېریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت یاد کړ او د اړوندو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو لورو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ګډ کار، اداري نظم او دوامدارې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
97
نظارت معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست از فعالیتهای ریاست حفاظت محیط زیست پنجشیر
مولوی داکتر زینالعابدین عابد، معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست، با هیئت همراه خود از ریاست حفاظت محیط زیست ولایت پنجشیر دیدار و از روند کاری، فعالیتها و اجراآت این ریاست نظارت کرد.
در این دیدار، رئیس و کارمندان ریاست در پیوند به دستآوردها، برنامههای تطبیقشده و مشکلات موجود معلومات ارائه کردند.
معین مسلکی و پالیسی اداره ضمن بررسی اسناد و گزارشهای کاری، بر تطبیق قوانین محیط زیستی، نظارت دوامدار، تقویت هماهنگی با ادارات ذیربط، افزایش آگاهی عامه و بهبود روند کاری تأکید کرد و رهنمودهای لازم را ارائه نمود.
در پایان، محمد محفوظ کوهستانی، رئیس حفاظت محیط زیست پنجشیر، از رهنمودهای رهبری اداره قدردانی کرده و بر تعهد این ریاست در راستای حفاظت از محیط زیست و تطبیق برنامههای محیط زیستی اطمینان داد.
دیدار معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست با والی بامیان در رابطه به حفاظت از ساحات طبیعی و محیط زیستی
مولوی داکتر زینالعابدین عابد، معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست، با الحاج قاری گل حیدر شفق، والی ولایت بامیان، دیدار و گفتوگو کرد.
در این دیدار، در رابطه به حفاظت و مدیریت پارک ملی بند امیر، منظره طبیعی شاه فولادی، بامیان پلاتو و سایر ساحات حفاظتشده، همچنان تقویت هماهنگی و توجه بیشتر به ارزشهای طبیعی و محیط زیستی این ولایت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین مسلکی و پالیسی اداره، حفاظت از ساحات متذکره را مهم و ضروری دانسته و بر توجه بیشتر به حفظ و مدیریت آنها تأکید کرد.
در همین حال، والی بامیان ضمن استقبال از این دیدار از حمایت و همکاری همهجانبه مقام ولایت با ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت اطمینان داده و حفاظت از محیط زیست را مسؤولیت مشترک همگان عنوان کرد.
1
164
د محیط ساتنې عمومي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر مولوي زینالعابدین عابد په بامیان ولایت کې د محیط ساتنې له ریاست لیدنه وکړه.
نوموړي له کارکوونکو سره په لیدنه کې د کارکوونکو ستونزې او ننګونې واورېدې او د کارکوونکو د فعالیتونو ستاینه یې وکړه. ښاغلي ډاکتر زین العابدین عابد کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ورسپارل شوې چارې او مسؤلیتونه په دوامداره توګه په ښه او شفاف ډول ترسره کړي.
4
287
سه تن به ظن شکار مرغابیهای وحشی در ولایت لوگر بازداشت شدند
اداره عمومی حفاظت محیط زیست در ولایت لوگر به همکاری نیروهای امنیتی و باشندگان محل، سه تن را به ظن اقدام به شکار مرغابیهای وحشی بازداشت کرده است.
این افراد در حالی با پنج میل تفنگ و مرمیهای شکاری بازداشت شدند که قصد شکار مرغابی را داشتند و پس از معرفی آنان به ریاست حفاظت محیط زیست لوگر، در پیوند به اهمیت حیات وحش و هدایت شماره ۱۱۴ مقام عالی ریاستالوزراء به آنان توصیههای لازم صورت گرفت و از آنان تعهد کتبی گرفته شد تا دیگر به شکار حیات وحش اقدام نکنند.
--------------------------------
لوګر ولایت کې د وحشي هیلۍ د ښکار په تور درې کسان ونیول شول
د محیط ساتنې عمومي ادارې په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو او سیمهییزو اوسېدونکو په همکارۍ درې کسان د وحشي هیلۍ د ښکار په تور نیولي دي.
یاد کسان له پنځو میلو ټوپکونو او د ښکار له مرمیو سره، هغه مهال ونیول شول چې د وحشي هیلۍ د ښکار هڅه یې کوله او د لوګر ولایت د محیط ساتنې ریاست ته له ورپېژندلو وروسته هغوی ته د وحشي ژوو د اهمیت او د ریاستالوزراء عالي مقام د ۱۱۴ ګڼې هدایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې او لیکلې ژمنې ترې واخیستل شوې چې بیا به د وحشي ژوو ښکار نه کوي.
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالغني احسان خوست ولایت ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د محیط ساتنې له ریاست لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالغني احسان د یاد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې وویل لازمه ده د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره له لازمو امکاناتو ګټه واخیستل شي؛ څو اړوندې دندې او پلانونه په منظم او اغېزمن ډول پلي شي، طبیعي سرچینې خوندي وساتل شي، د نافذه قوانینو په رڼا کې ترې سمه ګټه واخیستل شي او د ژوند پر چاپېریال او بېلابېلو عناصرو یې منفي اغېزې رامنځ ته نه شي.
نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل خپلې دندې په پوره رښتینولۍ، ژمنتیا او روڼتیا ترسره کړي او د اداري اصولو او کاري پلانونو له مخې خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پر ترویج او عامولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د چاپېریال ساتنې فرهنګ باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې پیاوړی او عام شي، څو خلک د طبیعي سرچینو د ساتنې او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې خپل مسؤولیتونه په ښه توګه درک او ترسره کړي.
--------------------------------------------------------------------
مولوی عبدالغنی احسان معين مالی و اداری اداره عمومی حفاظت محیط زیست، در جریان سفرش به ولایت خوست با رئیس و کارمندان ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت دیدار و گفتوگو کرد.
مولوی عبدالغنی احسان در نشستی با کارمندان این ریاست، گفت که برای پیشبرد بهتر امور لازم است از امکانات و ظرفیتهای موجود بهگونه مؤثر استفاده شود تا وظایف و برنامههای مربوطه بهصورت منظم و مؤثر تطبیق گردیده و منابع طبیعی حفاظت و مطابق قوانین نافذه از آنها استفاده درست صورت گیرد وهمچنان از وارد شدن آسیب به محیط زیست و عناصر مختلف آن جلوگیری شود.
وی از تمام کارمندان خواست تا وظایف و مسئولیتهایشان را با صداقت، تعهد و شفافیت کامل انجام داده و مطابق اصول اداری و برنامههای کاری، به مسئولیتهای محوله توجه جدی داشته باشند.
معين مالی و اداری اداره عمومی حفاظت محیط زیست همچنان بر ترویج و نهادینهسازی فرهنگ حفاظت از محیط زیست تأکید کرده گفت که این فرهنگ باید در بخشهای مختلف جامعه تقویت و گسترش یابد تا مردم مسئولیتهای خود را در زمینه حفاظت از منابع طبیعی و ایجاد محیط زیست سالم بهخوبی درک کرده و به آن عمل کنند.
3
148
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې سلګونو زدهکوونکو ته عامه پوهاوی ورکړ
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د نیمروز، کونړ، ننګرهار، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې سلګونو زدهکوونکو او استادانو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل.
په دغو پروګرامونو کې د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا د مخنیوي، د ځنګلونو او ونو د ارزښت، د سونتوکو د سمې کارونې، د ونو د پرې کولو د مخنیوي، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، ګډونوال د ونو کېنولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکارۍ ته وهڅول شول او په ځینو پروګرامونو کې د زدهکوونکو د هڅونې په موخه چاپېریالي ډالۍ او جایزې هم ووېشل شوې.
------------------------------------------------------------------------------
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از طریق ریاستهای ولایتی خود در ولایتهای نیمروز، کنر، ننگرهار، بغلان و کاپیسا، برای صدها دانشآموز و استاد برنامههای آگاهیدهی محیط زیستی برگزار نمود.
در این برنامهها، موضوعات جلوگیری از آلودگی هوا، آب و خاک، اهمیت جنگلات و درختان، استفاده درست از مواد سوخت، جلوگیری از قطع درختان، حفاظت از منابع طبیعی و پاک نگهداشتن محیط زیست تشریح گردید.
همچنان، اشتراککنندگان به غرس درختان و همکاری در راستای حفاظت محیط زیست تشویق شدند و در برخی برنامهها به منظور ترغیب دانشآموزان، تحایف و جوایز محیط زیستی نیز توزیع گردید.
1
106
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې په سمنګان او هرات ولایتونو کې چاپېریالي فعالیتونه ترسره کړل
د چاپېریال ساتنې عمومي اداره په سمنګان او هرات ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړل.
په سمنګان ولایت کې د دې ادارې کارمندانو د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې د تازه کېنول شویو نیالګیو او ونو وضعیت وڅاره او د هغو د ودې، خړوبولو او ساتنې څرنګوالی یې وارزاوه؛ د یادې ارزونې پر مهال مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د شنو ساحو او نیالګیو ساتنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
همدارنګه، په هرات ولایت کې د دې ادارې د نظارت او تفتیش کارپوه د ۱۵ زره او ۵۶۰ کیلوګرامه غیرقابل استفاده اوړو د تنظیم په بهیر کې ګډون وکړ، څو یاد اوړه له بوسو سره ګډ او د څارویو د خوراک لپاره وکارول شي او له چاپېریال سره د نامناسبې ضایع کېدو مخنیوی وشي.
-------------------------------
اداره عمومی حفاظت محیط زیست در ولایتهای سمنگان و هرات اقدامات مختلفی را در راستای حفاظت محیط زیست انجام داد.
در ولایت سمنگان، کارمندان این اداره وضعیت درختان و نهالهای تازه غرسشده در محوطه ریاست صحت عامه را مورد بررسی قرار داده و چگونگی رشد، آبیاری و مراقبت از آنها را ارزیابی کردند؛ در جریان این بررسی، به مسئولان مربوط توصیه شد تا به حفاظت و نگهداری ساحات سبز و نهالها توجه بیشتر نمایند.
همچنان، در ولایت هرات، کارشناس نظارت و تفتیش این اداره در روند تنظیم ۱۵ هزار و ۵۶۰ کیلوگرام آرد غیرقابل استفاده برای انسان اشتراک نمود تا این مقدار آرد با کاه مخلوط و برای خوراک حیوانات استفاده شود و از ضایعشدن نامناسب آن در محیط زیست جلوگیری گردد.
2
112
یوه نایابه مرغۍ له ژغورنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوه
د محیط ساتنې عمومي ادارې د ځایي مسؤلینو له لوري په میدان وردګو ولایت کې هغه نایابه مرغۍ چې د میدانښار په مرکز کې د سیمې د اوسېدونکو له لوري نیول شوې او د لومړۍ امنیتي حوزې له خوا دې ادارې ته سپارل شوې وه، د اړوندو ادارو او رسنیو د استازو په حضور کې بېرته طبیعت ته خوشې کړه.
یاده مرغۍ چې په کلیوالي لهجه «لاشخور» بلل کېږي، د نایابه مرغانو له ډلې ده.
د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له مخې په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار منع دی او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
105
د محیط ساتنې عمومي ادارې په ننګرهار کې د درېیو کرش پلانټونو او د سرې تولیدي فابریکې چاپېریالي وضعیت وڅاره
د محیط ساتنې عمومي ادارې په ننګرهار ولایت کې د کمبو خوړ او صنعتي پارک په ساحو کې د درېیو کرش پلانټونو او د سپین غر کېسان د عضوي او کیمیاوي سرې تولیدي فابریکې له فعالیتونو څخه چاپېریالي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د یادو تاسیساتو اړوند معلومات راټول او چاپېریالي وضعیت یې وارزول شو. همدارنګه، مسؤلینو ته د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي او کمښت، د شنو ساحو د پراختیا، د اوبو د سمې کارونې او د چاپېریالي شرایطو د پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادو تاسیساتو مسؤلینو د چاپېریال ساتنې د اصولو او مقرراتو د مراعاتولو او د سپارښتنو د عملي کولو ژمنه وکړه.
50
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې په بادغیس او کندهار ولایتونو کې چاپېریالي فعالیتونه وڅارل
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې په بادغیس او کندهار ولایتونو کې د چاپېریالي فعالیتونو او د ښاري ګلدانونو د خاورې د کیفیت څارنه او ارزونه وکړه.
په بادغیس ولایت کې د محیط ساتنې ریاست کارمندانو د قلعهنو ښار د څلورمې ناحیې په بازارچه کې د ۱۵ زړو اوسپنو پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت وکړ او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د سیمونو د جلا کولو په موخه زاړه ټایرونه، د برېښنا لینونه او نور پلاستیکي مواد ونه سوځوي؛ د یادو اصنافو مسؤلینو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه، په کندهار ولایت کې د ښاروالۍ د سرسبزۍ آمریت په غوښتنه، د دې ادارې مسؤلینو له ډنډ چوک څخه تر باغ پل پورې د ګلدانونو د خاورې کیفیت او د سرسبزۍ لپاره د هغې د مناسبوالي ارزونه وشوه. د ارزونې د پایلو له څرګندېدو وروسته به د یادې خاورې د کارونې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
101







































