#ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانیو په مالي لګښت د بېلابېلو پوهنځیو، تدریسي روغتون او مرکزي لیلیې د ترمیم چارې پیل شوې چې په څلورو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ شي.
د پوهنتون رئيس دوکتور عبدالوارث بسام په وینا، په دې پروژه کې د ودانیو، لابراتوارونو، تشنابونو، پلې لارو او نورو تأسیساتو ترمیم او د اوبو او برېښنا د سیستمونو معیاري کول شامل دي.
د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۵۵۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۴۱ پراختیايي پروژو چارې روانې دي.
دښاروالۍ دسکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص په وینا،په دغو پروژو کې دسړکونو رغونه،دویالواو پلچکونوجوړول، ښاري روښانتیا او د زېربناوو پیاوړتیا شامل دي.
د دغو پروژو ترڅنګ، د ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ۳۱۴۸ متره مربع ځمکه د یوه اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې هم روانې دي، چې دوه پوړونه یې تر ځمکې لاندې دي او د موټرو پارکينګ ته ځانګړي شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې، د خپرېدو مخنیوي او د پېښو څارنې لپاره ځانګړې کمېټه وټاکله.
۲۷/۵/۱۴۴۸
قراردادي خبرتياوې
1.د امام ابو حنيفه رحمهالله ديني جامعه د ۴۵ کيلو واټه لمريزې برښنا پروژې قرارداد مدثر ساختماني شرکت سره کوي
2.پوهنې رياست د يو شمېر ښوونځيو ۲۷ کانټينونه په قرارداد ورکوي تر ۲۱ ورځو پورې غوښتنليک سپارلی شئ
5.ننګرهار ګمرک ماشينونو لپاره د سيوري جوړولو پروژې قرارداد د افغانستان ساختماني شرکت سره کوي د داوطلبۍ ګډونوال دې خبر وي
د #ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري ولایت مقام کې علماء کرامو، مخورو، سوداګرو، ځوانانو او نورو قشرونو سره د جلا ليدنو پر مهال د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه وڅېړل او په حل کې يې اړونده ادارو ته په کتبي او شفاهي ډول د قانوني اجرااتو حکمونه وکړل.
د ننګرهار والي حاجي ملامحمد نعيم اخند دالفلاح پوهنتون رئيس ډاکتر سيدمعشوق سادات سره په ليدنه کې «افغانستان په اقتصادي رغونه کې دداخلي توليداتو ملاتړ» ترسرليک لاندې د علمي او څېړنيز کنفرانس جوړول مهم ياد کړل او زياته يې کړه چې دغه ډول کنفرانسونه دهېواد پرمختګ لپاره زمينه برابروي.
سادات وويل،چې د هېواد اکثريت پوهنتونونه په دې علمي – څېړنيز کنفرانس کې ورسره همکاري کوي چې له پايلو څخه به يې کتاب جوړ اوحکومت سره به د اقتصادي پرمختګ په موخه شريک شي. هغه دغه راز دکنفرانس ښه ترسره کېدوپه موخه يو شمېر وړانديزونه وکړل چې ننګرهاروالي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.












