Rahim Sekander (@rahim_sekander) header
Rahim Sekander (@rahim_sekander) profile picture

دا مو اېکسټرا ژؤند دی یارو/ موږ باید ډېر مخکې ؤژل شؤي ؤای/ https://teapaw.org/t.co/8I0oBx3lSz

Khost Afghanistan
Joined September 2021
Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)Photo by Rahim Sekander (@rahim_sekander)
که فکر مو وي مونږ او ستاسې مړۀ کېږو، پرته لۀ جګړې هم، همدا شېبه د ټوېټ لیکلو او لوستلو پر مهال هم. قبر ته لاړ شو، خاورې پې واړوو او مرګ را یاد کړو، خو فکر کوو چې چېرته بل څوک به مړ کېږي؛ خپل ځان ډېر کم خیال کې راولو. دا سوچ په کار دی چې زۀ څۀ پرېږدم، خلکو او ما ته یې څۀ ګټه رسي؟
243
89
4
2,037
د هوایي ځواک د ترمیم چارې بري👋
1
13
573
قوش تپې کانال👋
1
4
1
74
1,464
د کابل سیند به داسې جوړ شي چې ځینې ورته راشي خپل کابل به ونه پېژني.
1
2
23
1,182
د فضل الرحمن برکتي رنګ زېړه قطعه دې بریالۍ وي👋 ان شاءالله پاکستانی ریاست به چپه کوي. مکسد چې رش کش ښکته طرفته روان وي، نور به یې خوله نه غ... یارو😷
9
7
117
3,438
د سټیکر اخیستو پروسه کې به چې دا جذاب نمبر پلېټ د چا وي؟ ٢٠٢١ کال کې به مې چې فسبوک کې د بندیز لامله د افغانستان اسلامي امارت نوم لیکه نو مخفف به مې ١١١ عدد لیکل، بیا دا هم ټارګېټ شول. خو په کرکټ کې چې کله منډې ١١١ ته ورسېږي، اټکل دا وي چې ویکټ له لاسه ورکوي😷 واسطه او که بخت؟
6
4
128
13,057
ابراهیم دولتزی ٦ کاله مسافر و، د کورنۍ نفقې ګټلو لامله دېته نه و چمتو چې ژر کور ته راشي. چې کله راغی، راتلونکې جمعه یې جلال اباد کې واده و، پرون د تره زامنو لخوا په شهادت ورسیده. نو ځکه وایو چې زموږ کورنۍ یا ټولنیزې ستونزې دومره زیاتې دي، چې سړی ډېر بد ښکاري په سیاستونو کې وغږېږي
24
16
3
262
13,368
کله چې افغانستان په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې سمې فاینل ته لاره پیدا کړه، نو د خارجه وزیر متقي صیب سمدستي راشد خان ته زنګ وکړ او د مبارکۍ ترڅنګ یې د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.. کرکټ یوازینی ورزش دی په افغانستان کې چې ټول ولس سره په یو ټغر راټولوي.
56
23
1
416
16,323
د عبدالمصور په نوم غزني کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکي د عصبي او رواني ناروغیو د تشخیص لپاره سافټویر جوړ کړی دی. دا ډول استعدادونو ته سخته اړتیا ده چې وهڅول شي. خدای دې لا ډېر، بریالي او د دین او وطن د خدمت جوګه کړي.
10
56
1
473
11,872
اول تاسې کې څوک د خپل لمونځ په مانا پوهېږئ؟ دوهم څوک غواړئ له دې روسته د لمونځ په مانا پوی شئ؟ کتابونو کې شته/ انټرنېټ کې خو یې دا اوس موندلی شئ. جالبه یې مه بولئ، ډېرو لفظي لمونځ لا نه دی زده، نور به غږېږي په غټو دیني مسئلو کې. عبادت نمایشي او عادتي مه کوئ، پوه شه چې څه وایې؟
2
10
1
142
7,423
یوه لوبه کې دوه ریکارډونه👋 د هند پنځلس کلن لوبغاړي سوریا وانشي د اماراتو لوبډلې پر وړاندې په ٢٨ توپونو سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ، ورپسې یې په ٥٢ توپونو ډبل سلیزه ووهله دا د ونډې کرکټ د تاریخ رسمي لوبه کې په کمو توپونو سلیزه او ډبل سلیزه وهل دي. ډېر بې رحمه پهلوان دی
3
6
119
6,591
د لسم ټولګي زده کوونکی عبدالرحمن چې د هلمند اوسېدونکي دی، له پلاستیکه تېل او ګاز تولیدولی شي. وایي، پلاستیک تجزیه نه لري، چاپېریال زیانمنوي، تر دې بله د ګټې او حل لاره نه لري. د عبدالرحمن پروژه د افغانستان په کچه د لېسو د زده کوونکو له لوري د 134 پروژو له منځه لومړی مقام اخیستی.
7
15
362
9,488
تېر کال د ننګرهار د مالټو حاصلات 5نیم زره ټنه ول او سږ 8 زره او 623 ټنه اټکل شوی. یعنې څه باندې 3 زره ټنه زیاتوالی په کې راغلی. تاسې ته تر اوسه رسېدلې او خوړلې مو دي؟
8
20
377
9,367
له میډیا بهر خیروخیرت دی د ځینو ګرمو موضوعاتو مهال که ډېره هڅه هم وکړې چې بل څه ووایې، خلک هم ښه په اخلاص هڅه کوي چې ستا خبره کې یوه نقطه پیدا او ووایي چې فلاني شخص یا فلانۍ موضوع ته دې اشاره ده ځکه پېغور په ځان منمه ځکه وار مې بند دی په داسې ځای د رقیب کور چې هلته کار مې بند دی
2
66
6,429
ما هم توکل په خدای نګین اسیا نړیوال روغتون کې ويښتان وکرل. په ډېره عالي کچه مجهز او عصري روغتون دی. د ډاکټرانو جانانه کاره راضي یم او په نتیجه یې هم باوري یم. ان شاءالله پته: کابل شهرنو کې د اټومي دفتر ته مخامخ. youtu.be/TtzJOPZHwbQ?si=3Qav…
13
8
161
15,791
البته اټوما دفتر مخې ته
1
516
د ویډیو او میډیا له برکته سړی معلوم، راګیر او جریمه شو. بالاخره نورو ته عبرت شو. څه موده مخکې یې له مازدا موټر ګول سیخونه وتلي ول او په سرک څکېدل، چې لامله یې سرک خراب کړی و.
12
28
351
14,486
پل یې بختور او دوامدار شه👋 مشرتابه له کابل ورسته نن میدان وردګو کې د یو ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده. وردګ یې حق لري. ولایتونو والا لاس پورته کړئ تاسې چیش غواړئ؟
36
40
4
743
16,137
دا سمه ده چې "خانان به بیا سره خانان شي" مګر زیلنسکي یا اوکراینیانو پخپله خاوره غیرت وکړ او تسلیم نه شول. یعنې له افغانانو ورهاخوا هم ډېر مثالونه شته چې پخپله خاوره یې غیرت کړی وي او یا یې جګړه ګټلې وي، لکه ویتنامیان، اندونیزیا، فنلنډ، ایتوپیا، الجزایر، بنګله دېش، پولنډ او...
4
8
157
9,513
د ترکیې سرحد کې مړه شوي څلور تنه افغان ځوانان په سمنګان ولایت کې خاورو ته وسپارل شول. دوی په قاچاقي لارو ترکیې ته اوښتل. تر دې مخکې هم ځینې افغانان د پولیسو لخوا ویشتل شوي، ځینې له لوږې، تندې او یخ لامله ژوند بایللی. ځینې نور اختطافګرو وژلي. خدای دې سبب په خپل وطن ورته جوړ کړي.
7
22
1
313
14,616
یو سړی چې بې سرپوښه افغانستان کې تر ټولو سخت ټارګېت دی، سلامته ورځ یې ځای معلوم و او په ژوندۍ بڼه یې وینا کوله، هر ډول کاڼی راتلی شو او پر سر یې لګېدلی شو، مګر بیا هم د کابل خلاصو لارو کې په سپینه ورځ د عوامو موټرو سره ګډ تېرېږي او حضوري چمن کې د جومات ډبره ږدي. کیا بات ہے یارو!؟
14
27
1
443
14,144