د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل–جلالاباد پر لویه لار د سراچې او زرنج موټرسایکل د ټکر له امله اووه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر ټکر وروسته دواړه نقلیه وسایط سیند ته لوېدلي دي.۱/۲
ایران اعلان کړی، چې هرمز تنګي کې دوې نفتلېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره تر ټکر وروسته له اورلګېدنې سره مخ شوې دي.
په وینایي، دواړو بېړیو خپل د لارموندنې او سمندري تګ راتګ سیسټمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله، چې له یوې غیرې مجازې سمندري لارې تېرې شي.
۲۴ خپرونه؛
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت به د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مرستو پروسې درېیم پړاو به د لړم د میاشتې په جریان کې پیل کړي.
بشپړه خپرونه⬇️
youtu.be/jkdfDBdMHWg
کاوش؛
د سیاسي چارو کارپوه روحالله هوتک وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ګرځندویانو پراخ حضور د امنیتي اندېښنو ادعاوې په بشپړه توګه ردوي.
بشپړه خپرونه👇
youtu.be/3GY25IuJFLc?si=eKOC…
شل کلن مزل؛
د بامیان والي مولوي محمد انس عزیزي د اشغالګرو په لاس د اسارت د دورې ترخې خاطرې بیانوي.
بشپړه خپرونه👇
youtu.be/rbvWXnSF32g?si=WNqP…
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د مسوولینو د هڅو او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دغه ولایت د نېکې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۱۵۰ کلنه دښمني پای ته رسېدلې ده.۱/۲
د کورنیو چارو وزارت له لوري د کونړ ولایت ولسواليو امنیه قومندانیو ته پرمختللي وسایط په واک کې ورکړل شول.
د تېرې ادارې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمدخان رحماني، د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون له لارې له ایران څخه هېواد ته راستون شو.
نوموړي هېواد ته د خپل بېرته راستنېدو له امله خوښي څرګنده کړې او د دغه کمیسیون له هڅو یې مننه کړې ده.۱/۲
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د نجراب، الهسای او تګاب ولسوالیو کې د سړکونو د جوړولو پروژو له بهیر څخه لیدنه او څارنه کړې ده.
نوموړي د قراردادي شرکتونو مسوولینو او تطبیقوونکو ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې د پروژو چارې چټکې کړي۱/۲
بدلون؛
د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر زلمی افغانیار پوپل وايي، موږ باید خپلې اقتصادي زېربناوې پیاوړې کړو ترڅو په اقتصادي هېواد بدل شو.
بشپړه خپرونه👇
youtu.be/V2NbEPjNZRA?si=X1tb…






