د ملګرو ملتونو د ساینس او سولې د نړیوالې اوونۍ کې، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو منع دي.
د یونیسکو او یونیسف د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر لرونکو ماشومانو ۵۳ سلنه په رسمي زدهکړو کې شامل نه دي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د دې بندیزونو زیان تر ټولګیو پورې محدود نه دی. د یونیسف په اټکل، د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵.۳ میلیارده افغانۍ زیان رسوي. که دا بندیزونه دوام وکړي، په راتلونکو کلونو کې به د ښوونکو، ښځینه ډاکټرانو او قابلو له کمښت سره مخ شو.
زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق دی. د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
1
44
د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا دې ټولو افغانانو ته مبارک وي! ملي اتلانو په خپلې زړورتیا، وړتیا او یووالي د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا ویاړلې بریا یې زموږ په برخه کړه.
2
48
ټولو هېوادوالو ته د زمبابوې پر وړاندې د سیریز د ګټلو مبارکي وایم او ملي اتل راشد خان ته د یوه بل ریکارډ د جوړولو ځانګړې مبارکي وایم، چې لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړې دي. دا د ګران هېواد او راشد خان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
@rashidkhan_19 @ACBofficials @ICC
40
د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د مالونو لیلام د نړیوالو سوداګریزو اصولو ښکاره نقض دی!
د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سلګونو کانټینرونو مالونو لیلام کول یو غیرعادلانه، غیرمسئولانه او د نړیوالو سوداګریزو اصولو او مقرراتو خلاف اقدام دی. دا ډول کړنې د سوداګریز باور، ګاونډیتوب او نړیوالو ترانزیټي ژمنو له اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.
افغانستان د نړیوالو تړونونو له مخې د سوداګریز ترانزیټ حق لري. د سوداګریزو لارو تړل، د مالونو اوږدمهاله درول، د درنو لګښتونو تحمیلول او بیا د همدغو لګښتونو په پلمه د افغان سوداګرو د مالونو لیلام کول له اصولو او قوانینو سرغړونه ده.
پاکستان باید سوداګري د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي. له همدې امله، له اړوندو نړیوالو سوداګریزو بنسټونو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو غواړو چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي، د افغان سوداګرو د مشروع حقونو ملاتړ وکړي او د اوښتو مالي زیانونو د جبران لپاره لازم اقدامات ترسره شي. د افغان سوداګرو د مالونو لیلام باید سمدستي ودرول شي او د هغوی قانوني حقونه او شتمنۍ خوندي شي.
Photo from @TOLOnews
1
40
An inspiring act of leadership and generosity. Thank you, Shabana Basij-Rasikh, for investing in the education and future of Afghan women. Your gift will open doors and create opportunities for generations to come. @sbasijrasikh
From Oxford scholar to creating opportunities for the next generation 🎓
Oxford alumna Shabana Basij-Rasikh has donated $2.5 million to fund a scholarship enabling an Afghan woman to pursue a master’s degree at Oxford each year.
More info ⬇️ @oxfordalumni
ox.ac.uk/news/2026-10-12-new…
1
68
په خيبرپښتونخوا کې ګورنر راج او بېړنی حالت به سياسي، اقتصادي او امنيتي بېثباتي نوره هم زياته کړي. د ولسي رایې او جمهوريت له پامه غورځول به د ولس او حکومت ترمنځ واټن پراخ کړي او افراطي ډلو ته به د ولس له نارضايتي څخه د ګټې اخيستلو فرصت ورکړي. دا ډلې به د سولهييز بدلون لارې ناکامې وبولي او د جګړې د توجيه لپاره به ترې استفاده وکړي.
د سياسي مشرانو، فعالانو، ليکوالانو او خبريالانو د نيونو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې به هم زياتې شي. نوي پوځي عمليات ښايي پښتونخوا يو ځل بيا د جګړې پر ډګر بدله کړي، حال دا چې د تېرو عملياتو تجربې د دې لارې د اغېزمنتيا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
پوښتنه دا ده: څنګه يو حکومت له هېواده بهر د جمهوريت، د قانون د واکمنۍ او نړيوال امنيت دفاع کوي، خو په خپل هېواد کې د منتخب حکومت مشروعيت او د مدني اعتراض حق تر پوښتنې لاندې راولي؟
Mr. @antonioguterres, we recognise the resilience of the Pakistani people, let me also remind you of the recent @UNAMAnews report that Pakistani airstrikes killed and injured more than 1,100 Afghan civilians, including women and children. Do these civilian lives matter to you as well? Did you raise this issue during your discussions? Does the UN still believe that every community deserves peace, protection, and equal concern?
For over two decades in different roles, I have seen Pakistan as a source of solidarity & solutions. But what has always stood out to me is the resilience of the Pakistani people & their determination to build a better future.
My message is simple:
The @UN stands with the people of Pakistan. And I thank the Pakistani people for standing up for the world.
د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو درنو او زیارکښو ښوونکو ته مبارکي وایم. ښوونکي د ټولنې د راتلونکي جوړونکي دي او د علم، پوهاوي او سالم شخصیت په روزنه کې مهم رول لري. د افغان ښوونکو له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه کوم او هیله لرم چې د ژوند او کار له غوره شرایطو او خوندي چاپېریال څخه برخمن شي.
په کونړ او هلمند کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندم؛ دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي. له غمجنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم، شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
دا بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی. افغانان د بهرني تېري پر وړاندې په یووالي له خپل وطنه دفاع کوي. پاکستان باید خپلې دښمنانه تګلارې بدلې کړي، د افراطیت او نفاق له خپرولو لاس واخلي او له افغانستان سره د شته ستونزو د حل لپاره له دیپلوماتیکو لارو کار واخلي.
33
پاکستان نن د سولې په نړيواله ورځ، یو ځل بیا په کونړ او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
دا او پخواني ټول بريدونه د سولې، ښه ګاونډیتوب او سولهییز ګډ ژوند له روحیې سره ښکاره ټکر لري.
د افغانستان د خاورې او حریم نقض او د ملکي وګړو په نښه کول په کلکو ټکو غندو. امنیتي اندېښنې د بېګناه خلکو پر کورونو د بمونو په غورځولو نه حل کېږي؛ ستونزې باید د خبرو، متقابل درناوي او مسئولانه ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
3
51
هغه ملتونه او هېوادونه چې تعلیم ته لومړیتوب ورکوي، ملي یووالی پیاوړی کوي، د ولس غږ اوري، له واک او شتمنۍ سره غرور نه کوي او د یو بل پر ضد دسیسې نه جوړوي، خپل راتلونکی په خپله جوړوي.
کله چې د یوه هېواد د مشرانو او خلکو ګډ هدف د ولس هوساینه، عزت، تعلیم، عدالت او روښانه راتلونکی وي، هغه ټولنه د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ پر لور ځي او د پردیو د جګړو او دسیسو ښکار نه ګرځي.
افغانستان هم تر هر څه زیات تعلیم، یووالي، متقابل احترام او د ملي ګټو پر محور ګډ فکر ته اړتیا لري.
🤖 Made with AI
3
107
د سپېس اېکس او ټېسلا ټکنالوجۍ شرکتونو مشر ایلان ماسک، وایي چې د ده د محتاط اټکل له مخې به په راتلونکو لسو کلونو کې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کاري روبوټونه موجود وي. د هغه په باور، هر روبوټ به د یوه عادي انسان په پرتله څو برابره زیات کار کوي. که دغه وړاندوینه رښتیا شي، نو په نږدې راتلونکي کې به د تولید او کار لویه برخه د انسانانو پر ځای د روبوټونو له خوا کېږي.
له بلې خوا، د OpenAI مشر سام الټمن هم باور لري چې په راتلونکي کې به انسانانو ته د شخصي کمپیوټر او ګرځنده ټیلیفون په څېر شخصي روبوټونه موجود وي، او هره کورنۍ به خپل هوښیار روبوټ ولري.
مصنوعي ځیرکتیا په بې ساري چټکۍ د پرمختګ په حال کې ده. هره ورځ نوي ماډلونه، نوي روبوټونه او نوې تخنیکي وړتیاوې رامنځته کېږي چې د کار، زده کړو، تولید، سوداګرۍ او حتی د ورځني ژوند بڼه بدلوي.
که نړۍ په رښتیا هم دې لوري ته روانه وي، نو اساسي پوښتنه دا ده: موږ څومره چمتو یو؟
@elonmusk @OpenAI
شاه غازي امان الله خان؛ د استقلال له اتله تر نیمګړي دولتجوړوونکي
د ۶۸ کلن ژوند، لس کلن واک، ستر آرمان او سترې ماتې عادلانه سیاسي لوست
لیکنه: شهزاد اریوبي facebook.com/share/p/1DLdrfY…
2
68
غرني سیلابونه؛ افغانستان لپاره د خطر زنګ
په نیپال کې د وروستیو سیلابونو خبرونه مې لیدل، د خپل یوه پخواني ملګري ښاغلي بسنتا شریستا یوه مقاله رایاده شوه چې د داسې یوه حالت خبرداری یې په کې ورکړی و. هغه نيپال کې کار کاوه او ملګرو ملتونو ته یې په ۲۰۰۷ز کال کې، یوه مقاله کې د «غرنۍ سونامي» یا په ساده ټکو د غرنیو سلابونو اټکل کړی و.
د ښاغلي شریستا استدلال دا و چې د همالیا په غرونو کې واورې او یخچالونه په ډېر چټک ډول ویلي کېږي، اوبه زیاتېږي، ډنډونه او جهیلونه پراخه کېږي او له دې بالآخره لوی سیلابونه جوړېږي چې له غرونو راوځي او لاندې درو ته ښکته کېږي.
له هغې مقالې شل کاله وروسته دا دی، د نیپال او همالیا د څنډو سیلابونو د شریستا اټکل سم ثابت کړ او ویې ښودل چې دغه ډول غرني سیلابونه څومره ناڅاپي راوځي، څومره قوي او پراخه وي، څومره ویجاړي کولای شي او څومره انسانان له خطر سره مخ کولای شي.
موږ لپاره دا مسئله ځکه مهمه ده چې افغانستان هم د همالیا-هندوکش غرونو برخه ده. تر ۲۰۲۰ز کال پورې هندوکش غرونو کې ۲۵۹۶ کنګل ډنډونه ثبت شوي وو. د هوا تودوخه دغه کنګلونه ماتوي، اوبه ناڅاپي روانېږي، ځان سره تیږې او خاورې مخکې کوي او د وېجاړونکي طوفان په توګه لاندې درو کې ویجاړی کوي او تلفات اړوي.
په ۲۰۱۸ز کې د پنجشیر سیلابونه همداسې د یوه کنګل شوي جهیل له ماتېدو پیل شول، سیلابونه را ووتل، د پنجشیر د سیند مخه یې ډب کړله او په سیمه کې پرتو کورونو او اوسېدونکو ته یې ګڼ زیانونه واړول.
ورته پېښه څه وخت مخکې په نورستان کې وشوه چې په ناڅاپي ډول د غرونو له منځه خطرناک سیلاب راووت، د پاروان بازار یې له منځه یووړ او لسګونه کسان یې ووژل.
کله کله موږ وایوو چې ځینو ځایونو کې له کلونو راهیسې اوبه نه وي، خو ناڅاپي سیلاب راشي. یو لامل همدا دی چې کلونه کلونه ډنډونه کنګل وي، خو تودوخه یې یو کال مات کړي او سیلابونه راشي.
دا چې د پنجشیر، بدخشان، نورستان او نورې سیمې له دغه حالته اغېزمنېدلای شي، نو له دې امله موږ د یخچالونو، کنګل شویو جهیلونو او ډنډونو دوامدارې څارنې، پر وخت خبرداري سیستمونو، د خلکو د چمتووالي، علمي او تخنیکي ظرفیت، او سیمهییزې همکارۍ ته جدي اړتیا لرو.
اقلیمي بدلون پولې نه پېژني، خو اغېزناک مدیریت یې د انسانانو ژوند او ټولنو بقا خوندی کولای شي. عامه پوهای، د خلکو خبرول او پوهول او مخکې له مخکې تدابیر نیول، له وروستیو تلفاتو ډېر آسانه او ارزانه تمامېږي.
د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت مې دا فرصت پیدا کړ چې د جرمني په کاسل ښار کې د خپل هېواد د تاریخ یو جالب څپرکی له نږدې وګورم.
د کاسل په ښار کې د هینشل د اورګاډي موزیم ته تللی وم. نږدې یوه پېړۍ وړاندې، غازي امان الله خان د هېواد د پرمختګ لپاره یو ستر اقدام وکړ او د پخواني کابل ښار او دارالامان ترمنځ یې د رېلګاډي پټلۍ وغځوله. دارالامان هغه مهال د امان الله خان له لوري د ښاري پراختیا یوه مهمه پروژه وه.
د دې پټلۍ لپاره د اورګاډي «ماشینونه» د جرمني په کاسل کې له هینشل شرکت څخه وپېرل شول. د کابل او کاسل یو بل ګډ ټکی د فریدریسیانوم (Fridericianum) ماڼۍ ده، چې بڼه یې زموږ د دارالامان ماڼۍ ته ورته ده. ویل کېږي چې غازي امان الله خان د دارالامان ماڼۍ لپاره الهام له همدې ماڼۍ اخیستی و. دا دواړه ماڼۍ د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د عصري کېدو، بیارغونې او پرمختګ سمبولونه پاتې شوي دي.
د داسې تاریخ لیدل انسان هیلهمندوي چې موږ هم د ښارونو د عصري کېدو، صنعتي ودې، پرمختګ او نورو اسانتیاوو بنسټ او ذهنیت لرو، خو له بدهمرغه نړیوالو، سیمهییزو او کورنیو تحولاتو دا لړۍ وخت په وخت پرې کړې ده.
د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه مو نېکمرغه
سږ ۲۰۲۶ او راتلونکی ۲۰۲۷ د ټکنالوجۍ له اړخه هغه کلونه دي چې مصنوعي ځيرکتیا په کې د خلکو پر ژوند اغېز ورو ورو څرګندوي. دا اغېز د انسان په ورځني ژوند، کارونو او مسلکونو کې ورځ په ورځ زیاتېږي. که اوسنی پرمختګ همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۲۸ز کال به مصنوعي ځيرکتیا د انساني دندو ډېره برخه ونیسي. په همدې موده کې ښايي ستر شرکتونه د Artificial Superintelligence مرحلې ته ورسېږي، چې پکې به مصنوعي ځیرکتیا نه یوازې د انسان کارونه په چټکۍ او لوړ کیفیت ترسره کوي، بلکې په ګڼو برخو کې به د انسان له وړتیاوو هم مخکې وي.
د دې بدلون پلویان استدلال کوي چې د پرمختللۍ ټکنالوجۍ په مرسته به نړۍ د بې ساري تولید، نوښت او پرېمانۍ دورې ته ننوځي. روباټونه به ډېرې فابریکې او ډیټاسنټرونه اداره کوي، او هغه علمي او طبي څېړنې چې نن کلونه وخت نیسي، هغه په ثانیو یا دقیقو کې بشپړېږي. په داسې حال کې چې د سرطان درملنه، حقوقي او طبي مشورې، او ګڼ نور خدمات لا همدا نن د AI له امله د عادي خلکو لپاره ارزانه او اسانه شوي دي، خو منتقدین خبرداری ورکوي چې اوسنۍ انساني ټولنه د دومره چټک بدلون لپاره چمتو نه ده، او د میلیونونو خلکو دندو له منځه تلل، د اقتصادي ځواک د څو محدودو شرکتونو په لاس کې تمرکز، او د AI د کنټرول خطرونه جدي اندېښنې دي.
که څه هم د AI په اړه مثبت او منفي دواړه نظرونه شته، خو ټول اړخونه په دې یوه خبره موافق دي: که دولتونه او نړیواله ټولنه د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې لپاره ګډ قوانین او هوکړې جوړې نه کړي، نړۍ به د بېکارۍ او ژورو ټولنیزو بدلونونو له سترې څپې سره مخ شي. دا بدلون نور یوازې د ساینس فکشن موضوع نه ده، بلکې لا همدا اوس یې نښې په اروپا او امریکا کې لیدل کېږي. دا نښې به زر افغانستان او شاوخوا سیمو ته هم ورسېږي. بالخصوص هغه افغانان چې بهر ژوند کوي، د مصنوعي ځیرکتیا له امله به ښایي تر نورو ډېر د بېکارۍ له ګواښ سره مخ وي، نو باید مخکې له مخکې خپل چمتووالی ولري.
#AI
🤖 Made with AI
2
95
د اریوب پریمیر لیګ د کرکټ سیالیو په زړه پورې پایلوبه کې د ګل غنډۍ زلمیو لوبډلې ته د اتلولۍ مبارکي وایم؛ او د عليخیلو لوبډلې او ټولو ګډونوالو د غوره لوبې او سپورتي روحیې ستاینه کوم.
د دې سیالیو ټولو تنظیموونکو او ټولو ملاتړو مننه، چې د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره یې دا ارزښتناک ورزشي پروګرام وکړ او د ګټونکو او ګډونوالو د هڅونې لپاره یې د پام وړ جایزې ځانګړې کړې.
ورزش د ولس ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي تر ټولو ښه وسیله ده. دا نه یوازې ځوانان هڅوي چې خپل استعدادونه وځلوي، بلکې هغوی ته د نظم، همکارۍ او بریا روحیه هم ور ښيي.
هیله ده دا ډول سیالۍ لا پراخې شي او د هیواد په ټولو برخو کې کرېکټ او د ځوانانو نور سالم فعالیتونه ډېر پرمختګ وکړي.
2
93
























