The Truth Teller (@truthtelleraf) header
The Truth Teller (@truthtelleraf) profile picture

Attorney General | Islamic Republic of Afghanistan in Exile

Joined July 2023
Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)Photo by The Truth Teller (@truthtelleraf)
The Truth Teller retweeted
رښتینی عالم باید د سیاست تابع نه وي؛ بلکې سیاست باید د عدالت، حکمت، شرعي مقاصدو او عامه مصلحت په رڼا کې وارزوي. د عالم رسالت د حق بیانول، دخیر او اصلاح لپاره د علمي او اخلاقي معیارونو ساتل دي. عالم باید د سیاست لاروی نه، بلکې د عدالت او حق معیار وي
1
1
4
127
The Truth Teller retweeted
Replying to @kandaharjan
په اسلامي شریعت کې دنده او مسئولیت تل د عقد او عهد له مخې رامنځته کېږي. که عقد او عهد نه وي، نو الزام او مسئولیت هم نه وي ځکه چې لازمول تل د یوې ژمنې یا تړون پایله ده. او دا ژمنه یا تړون هیڅکله یواړخیز نه وي: عقد د دوو یا ډېرو خواوو ترمنځ د حقونو او دندو متقابل تړون دی. که یوازې یوه خوا مکلفه وي او بله خوا ته هیڅ حق او دنده نه وي، نو هغه نور عقد نه دی، بلکې یواړخیز الزام دی او یواړخیز الزام په شریعت کې د عقد یا عهد په معنا نه دی. له همدې امله د حاکم او رعیت، د دولت او فرد، او د مسلمان او غیرمسلمان ترمنځ ټولې اړیکې د متقابل عقد او عهد پر بنسټ ولاړې دي: حق او دنده دواړو خواوو ته ورته دي، او د یوې خوا دنده د بلې خوا د حق سره تړلې ده.
1
2
126
جناب ډاکټر صاحب! که دا حدیث لږ نور هم په دقت مطالعه او د مشهورو محدثینو او شارحینو له نظره وڅېړئ، نو وبه وینئ چې د رسول الله ﷺ دا وینا دومره لنډ مفهوم نه لري چې یوازې یې د رمي او شپانه په مثال کې راونغاړئ. «أَلَا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» دا حدیث د مسؤولیت، امانت، عدالت، د خلکو د حقونو، د هغوی د مصالحو او د واکمن د حساب ورکولو په اړه یو جامع نبوي اصل دی. د حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: «أَلَا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ؛ فَالْإِمَامُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ، وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالْعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلَا فَكُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». متفقٌ علیه، یعنې امام بخاري او امام مسلم دواړو روایت کړی خبر اوسئ! تاسو هر یو ساتونکی او مسؤول یاست، او هر یو به د خپلې تر سرپرستۍ لاندې خلکو په اړه پوښتل کېږئ. حاکم چې پر خلکو واکمن دی، د هغوی ساتونکی او مسؤول دی؛ سړی د خپلې کورنۍ ساتونکی او مسؤول دی؛ ښځه د خپل مېړه د کور او اولادونو ساتونکې او مسؤول ده؛ او خدمتګار د خپل بادار د مال ساتونکی او مسؤول دی. خبر اوسئ! تاسو هر یو ساتونکی او مسؤول یاست، او هر یو به د خپلې تر سرپرستۍ لاندې خلکو په اړه پوښتل کېږئ. سرچینه: صحیح البخاري، حدیث ۸۹۳؛ صحیح مسلم، حدیث ۱۸۲۹. درجه: متفقٌ علیه، یعنې امام بخاري او امام مسلم دواړو روایت کړی دی. په حدیث کې د کورنۍ د مشر، ښځې او خدمتګار تر څنګ د خلکو د امام او واکمن مسؤولیت هم په ځانګړي ډول بیان شوی دی. امام نووي رحمه الله د دې حدیث په شرح کې څرګندوي چې هر مسؤول مکلف دی په خپل مسؤولیت کې عدالت وکړي او د خپل رعیت د دیني او دنیوي مصالحو ساتنه وکړي. حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله هم د راعي مسؤولیت د امانت ساتنه، عدالت او د خلکو د مصالحو تأمین بولي. له دې حدیث څخه د واکمنۍ په اړه څو اساسي اصول ترلاسه کېږي: ۱. واک امانت دی، شخصي امتیاز او د خلکو د غلامولو وسیله نه ده. ۲. عدالت د واکمن شرعي مسؤولیت دی. ۳. د خلکو د ژوند، امنیت، مال، عزت او حقونو ساتنه د واکمن د مسؤولیت برخه ده. ۴. د خلکو د دیني او دنیوي مصالحو تأمین د حکومت له مهمو مسؤولیتونو څخه دی. ۵. د خلکو په چارو کې مشوره او د هغوی د نظر اورېدل د اسلامي حکومتولۍ له مهمو اصولو څخه دي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ﴾ ژباړه: او د دوی چارې د خپلمنځي مشورې له لارې ترسره کېږي. (الشوری: ۳۸) او فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ﴾ ژباړه: الله تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپلو اهل ته وسپارئ او کله چې د خلکو ترمنځ پرېکړه کوئ، په عدالت پرېکړه وکړئ. (النساء: ۵۸) نو جناب ډاکټر صاحب! د دې حدیث مخاطب یوازې د کورنۍ پلار یا د یوې ادارې مسؤول نه دی؛ بلکې د مسلمانانو امام او د ټولنې لوړپوړی ټول واکمن هم په څرګنده توګه پکې شامل دی. واکمن باید له ځانه وپوښتي: ایا د خلکو حقونه مې ادا کړي؟ ایا په خپلو پرېکړو کې مې عدالت کړی؟ ایا د خلکو د ژوند او امنیت ساتنه مې کړې؟ ایا د هغوی د دیني او دنیوي مصالحو لپاره مې کار کړی؟ ایا د خلکو نظر مې اورېدلی او په مهمو ملي او عامه چارو کې مې مشوره ورسره کړې ده؟ د رسول الله ﷺ د دې حدیث اساسي پیغام دا دی چې واک د امتیاز او ځان‌لوړولو وسیله نه، بلکې دروند امانت او مسؤولیت دی. هیڅ واکمن د الله تعالی د حساب ورکولو له مسؤولیته مستثنا نه دی؛ هر څومره چې د چا واک او صلاحیت پراخ وي، هماغومره یې مسؤولیت او حساب هم دروند دی. دا د نبوي حدیث پیغام دی؛ نه یوازې د شپانه او رمي یوه ساده کیسه.
د «رمې او چوپان» (راعي او رعیت) هغه تمثیل چې داسلامي امارت د زعیم لخوا کارول شوی، په اسلامي فقه او سیاست کې د شریعت د پلي کولو، د ټولنې د ساتنې او د هېواد د ارامۍ په برخه کې د رهبر د دروند او مسئولانه دریځ څرګندونه کوي. په اسلامي سنت کې، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي («كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»)، چوپان د ګلې ساتونکی او پالونکی دی؛ د اسلامي نظام رهبر هم د ټولنې د دین، امنیت، او د فکري انحرافاتو او فتنو پر وړاندې د هغې د دفاع او ساتنې پوره مسئولیت پر غاړه لري. په اسلامي ثقافت، عربي ژبه او نبوي احادیثو کې د «راعي» (چوپان یا شپون) کلمه هېڅکله د سپکاوي یا ټیټوالي په مانا نه ده کارول شوې، بلکې دا د مشرتابه، د امانت د ساتنې او د ژورې مهربانۍ تر ټولو لوړه او مقدسه استعاره ده. په صحیح بخاري کې حدیث دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا بَعَثَ اللَّهُ نَبِيًّا إِلَّا رَعَى الْغَنَمَ» (الله تعالی هېڅ داسې نبي نه دی رالېږلی مګر دا چې هغه به شپونتوب کړی وي)؛ دا ځکه چې شپونتوب په مشر کې حوصله، زغم، د کمزورو پالنه او له خطرونو څخه د نورو ساتنه روزي. همدارنګه په عربي ژبه کې له همدې «راعي» څخه د «رعیت» (ملت) او «رعایه» (پاملرنې) کلمې اخیستل شوې دي، نو هغه کسان چې له دې نبوي او فقهي اصطلاح څخه ملنډې جوړوي، په حقیقت کې د اسلامي متونو، ژبنیو باریکیو او ادبي استعارو له بنسټیزو مفاهیمو څخه ناخبره دي او خپل علمي فقر څرګندوي. له عقلي او علمي اړخه هم دا حقیقت په بشپړه توګه ثابتدی؛ د بېلګې په توګه، لکه څنګه چې د یوې بېړۍ ناخدا په توپاني سمندر کې د مساپرو د ژغورنې لپاره پرېکنده او انضباطي پرېکړې کوي، یا یو طبیب د ناروغ د ژوند ژغورلو لپاره ځینې وخت ترخه درمل او پرهېز لازمي ګرځوي، همدارنګه د ټولنې مشر هم د لویو فتنو او ګډوډیو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیسي. د دې ترڅنګ، د ټولنپوهنې او سیاست پوهنې د اصولو له مخې، هېڅ انساني ټولنه له یو منظم، پیاوړي او مسئول مرکزي حاکمیت پرته خپل ثبات، امنیت او ټولنیز نظم نه شي ساتلای، ځکه چې د قانون او اقتدار نشتوالی ټولنه د ګډوډۍ پر لور بیایي. نو ځکه دغه تعبیر د مطلق استبداد په مانا نه، بلکې د اسلامي نظام د مشر د هغو هلو ځلو، بیدارۍ او پاملرنې ښکارندوی دی چې د شریعت د حاکمیت، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د ټولنې د هوساینې او نظم لپاره یې تر سره کوي، او د حاکمیت دا اقتدار د ټولنې د پیاوړتیا او د نظام د ټینګښت لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
2
20
1,488
The Truth Teller retweeted
3
2
6
1,878
The Truth Teller retweeted
طالبان د پنجابي یوبندي افکارو او دین تر نامه لاندې هڅه کوي د افغان ملت ازادي، خپلواک فکر، ملي اراده او انساني کرامت محدود کړي. افغان ولس باید د دین او سیاسي استبداد ترمنځ توپیر وکړي. اسلام د عدالت، عزت او ازادۍ دین دی، د غلامۍ، اسارت او د ملت د محکومولو وسیله نه ده
2
1
6
363
1986- 2026: Once a warrior, always a warrior. 🇦🇫🫡
1
16
1
190
7,318
The Truth Teller retweeted
افشای دستبرد ملا هبت‌الله به مآخذ و منابع دینی-مذهبی: بررسی انتساب کتاب «عقیده اهل سنت و جماعت» به رهبر طالبان در پرتو عقیده‌نامه امام ابوجعفر طحاوی حنفی (رحمه‌الله) نویسنده : مولوی محمدنعمان پروانی. بسم الله الرحمن الرحیم علامه ابوجعفر احمد بن محمد بن سلامه طحاوی حنفی (رحمه‌الله)، از علمای بزرگ اهل سنت و جماعت، در سال ۲۳۹ هجری قمری متولد و در سال ۳۲۱ هجری قمری وفات کرده است. ایشان کتاب مشهور و ارزشمند خود، «العقیدة الطحاویة» را در بیان اصول اعتقادی اهل سنت تألیف کرده‌اند. این کتاب از آثار شناخته‌شده و معتبر در تاریخ عقاید اسلامی است و قرن‌ها پیش از دوران معاصر وجود داشته است. با این حال، در سال ۱۴۰۵ هجری شمسی، رهبر طالبان کتابی را با عنوان «عقیده اهل سنت و جماعت» منتشر کرده و مطالبی را در آن آورده است که متن عقیده‌نامه امام طحاوی است. نسبت دادن اثر دیگران به خود، بدون رعایت امانت علمی، مسئله‌ای جدی و خلاف اصول تحقیق و تألیف است. اکنون چند نمونه از اصول عقیده امام طحاوی را یادآوری می‌کنیم: ۱. تکفیر نکردن مسلمانان به سبب گناه امام ابوجعفر طحاوی حنفی (رحمه‌الله) می‌فرماید: «وَلَا نُكَفِّرُ أَحَدًا مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ بِذَنْبٍ مَا لَمْ يَسْتَحِلَّهُ» ترجمه: هیچ‌یک از اهل قبله را به سبب ارتکاب گناه، کافر نمی‌شماریم، مگر آن‌که آن گناه را حلال بداند. این عبارت یکی از اصول مهم اعتقادی اهل سنت و جماعت را بیان می‌کند؛ یعنی ارتکاب گناه، به‌خودی‌خود موجب کافر شدن مسلمان نمی‌شود. اما پرسش اساسی این است: کسانی که در طول بیست سال جنگ افغانستان، عملیات انتحاری و حملات مسلحانه انجام دادند و موجب کشته‌شدن شمار زیادی از مردم شدند، تا چه اندازه به این اصل مهم اعتقادی پایبند بوده‌اند؟ آیا چنین رفتارهایی با روح این اصل اعتقادی سازگار است؟ اگر عقیده امام طحاوی معیار است، باید در عمل نیز به آن پایبند بود، نه این‌که تنها هنگام تألیف کتاب از آن سخن گفته شود. ۲. دعا برای اصلاح و عافیت زمامداران امام طحاوی (رحمه‌الله) می‌فرماید: «وَنَدْعُو لَهُمْ بِالصَّلَاحِ وَالْمُعَافَاةِ» ترجمه: برای اصلاح و عافیت زمامداران دعا می‌کنیم. این عبارت نشان‌دهنده یکی از اصول اهل سنت در برخورد با زمامداران مسلمان است. اما طالبان در دوران جمهوریت افغانستان با حکومت وقت وارد جنگ مسلحانه شدند و برای سرنگونی آن مبارزه کردند. اینجا این پرسش مطرح می‌شود که چگونه می‌توان از یک‌سو به عقیده‌نامه امام طحاوی استناد کرد و از سوی دیگر، در عمل با اصل توصیه‌شده در آن درباره زمامداران برخوردی متفاوت داشت؟ البته بحث درباره مشروعیت یا عدم مشروعیت یک حکومت، موضوعی جداگانه و نیازمند بررسی فقهی و تاریخی است؛ اما نمی‌توان از پاسخ‌گویی درباره عملکرد سیاسی و نظامی خود چشم‌پوشی کرد. ۳. نماز جنازه بر مسلمانان نیکوکار و گناهکار امام ابوجعفر طحاوی حنفی (رحمه‌الله) می‌فرماید: «وَنُصَلِّي عَلَى مَنْ مَاتَ مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ بَرِّهِمْ وَفَاجِرِهِمْ» ترجمه: بر هر کسی از اهل قبله که وفات کند، چه نیکوکار باشد و چه گناهکار، نماز جنازه می‌خوانیم. این اصل نیز بیانگر آن است که مسلمان بودن افراد، صرفاً به دلیل ارتکاب گناه از میان نمی‌رود و گناهکار بودن مسلمان به‌تنهایی مانع نماز جنازه او نیست. اما پرسش این است: آیا این اصل در عمل به‌صورت یکسان درباره همه مسلمانان رعایت می‌شود یا تنها در مواردی که با منافع و دیدگاه سیاسی امیران و فرماندهان سازگار باشد؟ اگر معیار، عقیده اهل سنت و جماعت است، باید این اصول درباره همه مسلمانان، بدون تبعیض سیاسی و گروهی، رعایت شود. نتیجه‌گیری مسئله اساسی تنها نام‌گذاری یک کتاب نیست؛ بلکه مسئله امانت علمی، صداقت در تألیف و پایبندی عملی به اصول اعتقادی اهل سنت و جماعت است. بنابراین امیر میلیشه‌های طالبان هم سارق است و هم جاعل، و هم از دین سوءاستفاده می‌کند.
4
19
5
64
4,637
The Truth Teller retweeted
شننه او کتنه؛ د پنجابي امارت ځینې لابیګران، چې ځانونه جمهوریت غوښتونکي بولي، غواړي افغانان په تورو نخودو پسې ولېږي. د دوی هدف دا دی چې افغانان د ښو ورځو په بهانه منتظر کړي او د پنجابي امارت له مخالفت څخه یې منع کړي. هغه «ښې ورځې» چې حتی دوی پخپله پوهېږي چې د پنجابي امارت په شتون کې راتلونکې نه دي. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې فرانسوي فیلسوفانو د عېسوي ملایانو او شاهي مستبدو واکمنو پر ضد مقالې او کتابونه لیکل ترڅو خلک د استبداد، ظلم، خودخواهۍ او ترټولو مهم جهل پر ضد راپورته شي؛ خو له بده مرغه چې زمونږ فیلسوفان د ظلم او جهل د دوام لپاره هوايي او خیالي جرګې جوړوي.
5
1
7
1,102
The Truth Teller retweeted
Can’t say nothing 😢
2
2
297
The rule of the Taliban regime is a short disruption in our great history and people of Afghanistan will remember who stood by their side in darkest days. The AUF Statement on The SVR's Chief Visit to #AFG #Russia
7
19
2
92
3,961
The Truth Teller retweeted
Ok guys, I’ve been looking into Malala Yousafzai’s charity, the Malala Fund and I have some questions. According to its 2024–2025 financial reports: Revenue: $16.48 MILLION Expenses: $23.34 MILLION Net assets: $42.97 MILLION That means the charity spent approximately $6.86 MILLION MORE than it brought in‼️ And then there are the executive compensation figures: CEO: Approximately $372,000 Chief Adviser: Approximately $320,000 COO: Approximately $241,000 The charity’s tax filings also disclose FIRST CLASS or PRIVATE travel for officers or key employees. ✈️ WTF?! But here’s what I’d like to know: How much of that $18.94 MILLION in program spending actually reaches girls and local educational organizations? How much goes toward salaries, consultants, advocacy campaigns, and travel? What measurable educational results can donors independently verify? And why did a charity with $16.48 million in annual revenue spend over $23 million that year?!? 🤯 When you’re raising millions in the name of educating vulnerable girls, I don’t think asking where the money goes is unreasonable. Charity should be about the cause, not the celebrity attached to it. It now makes sense why Malala looked so comfortable dining at Claridge’s. Malala lives a life like a rockstar. malala.org/?gad_source=1&gad…
1,407
4,674
505
15,920
2,117,029
The Truth Teller retweeted
حکمتیار صاحب تشه خبره وکړه، په ټولو امریکايي قراردادیانو یې اور بل کړ او سرې لوخړې یې خیژي دا سړی که عملا د جګړې میدان ته داخل شو د دوی به څه حال وي؟ په حکمتیار صاحب جهاد فرض عین ګرځیدلی دی. په شخصي توګه، هم په ملي توګه او هم په اسلامي توګه رسالت ورترغاړې دی
7
3
1
63
5,923
The Truth Teller retweeted
د هندوانو کرامات خو رسوا شول چې دا زموږ به کله رسوا کیږي؟
पाखंडी, लोगो को कैसे बेवक़ूफ़ बनाते है! देखिये 👇
3
2
19
2,508
The Truth Teller retweeted
6
1
30
1,639
The Truth Teller retweeted
مقاله: چې څه کرې هغه به رېبې لیکوال: مولوي محمد بلال نېټه: د ۱۴۰۵ لمريز کال د تلې (ميزان) ۱۰م له قطر څخه د رسنیو له لارې خبر شوو چې پنجابي امارت له امریکایانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. په کابل کې مونږ ټول خوښ وو چې اوس به نو شورټيان له افغان حکومت سره هم سوله وکړي او نور به افغان وژنه ختمه شي. ورځ څه ناڅه بې جنګه تېره شوه چې د ماښام مخه شوه، له رسنیو څخه زړه بوګنوونکی خبر خپور شو: «عاجل خبر: په زابل کې «شورټیانو» د ملي اردو په پوسته حمله کړې او تسلیم شوي عسکر یې ژوندي سوځولي.» په دې وخت کې یو دم ولړزېدم او د بدن وېښتان مې جیګ شول. له ځان سره مې ویل چې دا څنګه امکان لري چې په وردګو کې «شورټیان» په سړکونو ولاړ دي او د امریکايي قطارونو امنیت نیسي او په زابل کې خپل مسلمان افغانان ژوندي سوځوي؟! د ژور خفګان په حالت کې وم او د فېسبوک پاڼه مې ښکته-پورته کوله چې له پېښور څخه «جنرال» محمد مبین، له کوټې ښار څخه قاري سعید خوستی او له استانبول څخه انجینر شاه محمد شهاب لایف وو. دوی ته غوږ شوم او په دې فکر کې وم چې اوس به ووايي چې «په زابل کې په غلطۍ کې پوستې اور اخیستی»، خو داسې ونشول. په لایف کې «جنرال» محمد مبین، قاري سعید خوستی او انجینر شاه محمود شهاب دومره خوښ وو چې هېڅ مسلمان به حتی د کافر په مرګ دومره خوښي ونکړي. یو بل ته یې مبارکیانې ورکولې چې «مبارک! په زابل کې د کابل د ادارې شل مرتد عسکر د جهنم په اور وسوځېدل». کړس-کړس خندا وه چې په دې وخت کې د شمس پکتیاوال په نوم یو کس، چې اوس د شورټيانو طرفدار دی، لایف ته پورته شو او دغو دریو کسانو ته یې ویل چې «آیا نه شرمېږئ چې په وردګو کې مو د امریکایانو امنیت نیولی او په زابل کې خپل مسلمان عسکر ژوندي سوځئ؟» الله تعالی وايي «أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ». ایا الله تعالی زورور او د سزا ورکولو واکمن نه دی؟ پرته له شکه چې الله تعالی بدل اخیستونکی دی. نن دغه دری کسان د نړۍ له شرمېدلو او ترټولو زیاتو بدنامو کسانو څخه دي. محمد مبین هره ورځ مرګ پخپلو سترګو ویني او په ژوندون سوځېږي. قاري سعید خوستی البېلچه دومره بدنام شوی چې هره ورځ د وجدان په اور سوځېږي او انجینر شاه محمد شهاب په ترکیه کې د زندان د سختو شېبو په اور کې سوځېږي.
5
4
1
29
6,008
The Truth Teller retweeted
نور باید له قومي، مذهبي او سمتي هر ډول نفرتونو او عقدو ډډه وشي. باور وکړئ، چې نور یې نه ولس او نه افغانستان تحمل لري. د هېڅ قوم او کورنۍ مشر ته بد مه وایئ. زموږ قرآني تګلاره دا ده چې د نورو ناحقه معبودانو ته هم سپکاوی مه کوئ. د اسلام او انسان اساس پر حریت او اختیار ولاړ دی. الله تعالی انسانان د رنګ، جسم، فکر او چلند له پلوه متفاوت او مختلف پیدا کړي دي. له همدې تفاوت او اختلاف سره باید یو بل ومنو. د انسانانو د یو رنګ کولو تګلاره د طبیعت، فطرت او د الله تعالی له حکمت سره په ټکر کې ده.
11
3
49
6,307
The Truth Teller retweeted
😜😜
1
5
650
طالبان، قومي او ژبني تعصبات ما څو ځله په سپېسونو او خپلو لیکنو کې ویلي چې طالبان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په افغانستان کې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي. د طالبانو نیکټايي‌دار ملاتړي، هاتف مختار، او د جمهوریت یو شمېر تسلیم شوي کسان چې نن طالبانو ته لابي‌ګري کوي او د هغوی له ملاتړ برخمن دي، تل قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهي؛ خو د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې یې تقریباً هېڅکله غږ نه دی پورته کړی، لکه همدې کار لپاره چې مأمور شوي وي. خو ملي‌پال چې دا هر څه غندي، د هغوی پر وړاندې بیا په یوه خوله تر ښکنځلو پورې له اخلاقو را ټیټېږی. ما هغه وخت هم بېلګې وړاندې کړې وې: لکه د مثال په ټوګه په پښتون‌مېشتو سیمو کې طالبانو د پښتو لوحې عربی ته بدل کړل خو په بامیانو او نورو سیمو کې د دري لوحې پښتو بدل کړل. همداراز مې ویلي وو چې د طالبانو له راتګ وروسته، د دوی په داخل کې د نورو قومونو د قوماندانانو سره رامنځته شوي پرله‌پسې جنجالونه هم باید له همدې زاویې وکتل شي. په تېره یوه اوونۍ کې، تاسو وینئ چې طالبانو څنګه هېواد یو لوی بحران پر لور روان کړي؛ خو قومي متعصبین بیا د دې بحران د لیدلو پر ځای په خپل تعصب کې دومره ډوب دي چې دې هر څه ته توجیه لټوي. په یاد ولرئ؛ وطن چې د تعصب قرباني کېږي، چوپتیا او توجیه دواړه د ستونزې برخه ګرځي. وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
4
3
10
1,087
The Truth Teller retweeted
داچي دشوړطي دهمکاران دغه حال دومره ذليل دي نو ديو عادي افغان به سه حال يي لعنت دشوړطي پر مستري هيبټ خان
3
1
1
10
2,732
The Truth Teller retweeted
چې محروم کاندي انسان له فرايضو له دې هسې سنتوو وېره په کار ده حمزه بابا
1
5
118