Pinned Tweet
هر څوک خپله وظيفه وپيژني. مشران او كشران هر يو بايد خپلي وظيفي ته متوجه سي هيڅوک حق نلري چي ولس وزوروي
د افغانستان د الوتکو غله وپېژنئ!
د هغه کمونستانو لېست چې د هېواد د هوايي ځواکونو الوتکې او چرخبالونه یې پاکستان ته انتقال کړي دي، په لاندې ډول دی په یاد ولره چې په دوي کې یو هم مجایدین نه ول ټول هغه پیلوټان ول چې شورویانو ورته د پیلوټې زده کړه ورکړې وه.
تورَن جمالالدین د جېټ (Mi-8) تښتوونکی، د کندهار له هوايي ډګر څخه، نېټه: 07.02.1359
تورَن محمد نبي د الوتکې (Su-7) تښتوونکی، د کندهار له هوايي ډګر څخه، نېټه: 27.08.1362
جګرن فقیرمحمد د الوتکې (An-26) تښتوونکی، د کابل له هوايي ډګر څخه، نېټه: 01.07.1362
تورَن محمدحسین د جېټ (MiG-25) تښتوونکی، د خوست له هوايي ډګر څخه، نېټه: 04.02.1364
محمد داوود د الوتکې (MiG-21) تښتوونکی، د بګرام له هوايي ډګر څخه، نېټه: 01.08.1365
عبدالمالک د الوتکې (An-26) تښتوونکی، د بګرام له ډګر څخه، نېټه: 30.02.1367
تورَن اسدالله د الوتکې (MiG-21) تښتوونکی، د بګرام له هوايي ډګر څخه، نېټه: 01.08.1367
تورَن سخيالله د الوتکې (Mi-35) تښتوونکی، د کندهار له هوايي ډګر څخه، نېټه: 12.04.1368
تورَن محمدحاد د الوتکې (MiG-25) تښتوونکی، د کندهار له هوايي ډګر څخه، نېټه: 12.04.1368
تورَن جانمحمد د الوتکې (Su-22) تښتوونکی، د بګرام له هوايي ډګر څخه، نېټه: 15.04.1368
جلالالدین د الوتکې (MiG-21) تښتوونکی، د بګرام له هوايي ډګر څخه، نېټه: 07.07.1368
د ترانسپورتي الوتکې (Mi-17) الوتنه، چې برید جنرال غلام رسول د شیندند د ګارنېزیون قوماندان او جنرال شهنواز تڼی د هغه وخت د دفاع وزیر پکې سپاره وو، د شیندند له هوايي ډګر څخه پورته شوه او د اړتیا محمد مهمند (د سیاسي بیورو غړی) سره په همغږۍ، د 17.12.1368 نېټې په ورځ پاکستان ته انتقال شوه.
جګرن ګلابالدین پیلوټ، برید جنرال خواجه محمد شفیع کشاف او ډګروال سیفالدین (د تخنیکي بورډ غړي) له ډګر جنرال عبدالقادر سره، چې د هوايي او هوايي مدافعې د ځواکونو عمومي قوماندان و، همدارنګه برید جنرال میر حمزه او یو شمېر نور کودتاچیان، د شهنواز تڼي د الوتکې سره په یو وخت، د 17.12.1368 نېټې په ورځ، په خپله الوتکه (An-12) د اسلاماباد په هوايي ډګر کې کښېناستل.
یاد شوي کسان د آیاېسآی له تود هرکلي سره مخ شول! دوی له مخکې نه د آیاېسآی له خوا استخدام شوي وو او د خپل هېواد د هوايي ځواکونو الوتکې یې آیاېسآی ته د ډالۍ په توګه وسپارلې، سره له دې چې هغوی په خپلو پوځي زدهکړو کې لوستي وو چې د دولت وسله د دولت او ملت «ناموس» ګڼل کېږي.
ناگفته نماد چي
یوه چورلکه پکې تښتېدلي ولسمشر غني هم تښتولې
*د تېري ادارې یو عسکر په خپل ایکس پاڼه داسې لیکلي دي*
موږ لوی خیانت وکړ ۶۰ عدده چورلکې مو ګاونډیو هېوادونو ته وتښتولې سلګونه او زرګونه وسایط مو په وروستیو کې له کاره وغورځول تر څو ط.البان ترې استفاده ونکړي.
زموږ شعار( خدای، هېواد، دنده) وو
نه مو خدای راضي کړ نه مو وطن ته کار وکړ او نه مو دنده سپېڅلې وه.
شرمېدلی تاریخ مو پرېښود !
هغه بله ورځ د افغانستان ۹ باله پوځي چورلکې پېرو هېواد ته وسپارل شوې ، تر دې وړاندې له ازبکستان نه ۷ باله UH_ 60 بليک هاک څرخکې امريکاته انتقال کړی شوې ، دا هغه څرخکې وې چې په جمهوريت پورې تړليو چارواکو يا هوابازانو د نظام د سقوط په مهال ازبکستان او تاجکستان ته لېږدولې وې !! چا له ډالرو سره ډکې يووړې او چا پکې په ډالرو سربېره خپلې نازولې مېرمنې هم انتقال کړې !!
له تاريخه ناخبره ځوانان داسې فکر کوي چې دا کار مجايدينو کړې دوي ملامت هم نه دي.
هر انسان حق لري چې خپل نظر څرګند کړي، او د نظرونو احترام د سالم بحث بنسټ دی. خو نظر باید عادلانه وي او پر حقایقو ولاړ وي، نه پر احساساتو، تعصب او یا تحمیلي روایتونو.
دلته پخوا ډېری رسنۍ او میډیا له بده مرغه یا د ختیځو ګټو او یا د لوېدیځو ښکېلاکګرو اجنډاوې ډنډوره کولې.
حقایق یې تحریفول، حقیقت یې پټ او دروغ ېی رنګین وړاندې کول. تور سپین او سپین تور ښودل کېده، تر څو عامه ذهنیت د ځانګړو اجنډاوو په لور واړول شي.
اصلي مسؤولیت زموږ پر غاړه دی چې د هر خبر او نظر تر منلو مخکې تحقیق وکړو، بېلابېلې سرچینې ولولو، تاریخ ته مراجعه وکړو او په ړندو سترګو د هیچا روایت و نه منو. یوازې په دې ډول کولای شو حق له باطله بېل کړو او خپل دریځ د انصاف او حقیقت پر بنسټ وساتو.
معصومي retweeted
لومړی یې ویل چې شیخ صیب نشته
چې کابل کې یې څلور نیم زره د پوهنتون استادانو ته وینا وکړه او کومه منفي نکته یې وینا کې پیدا نکړه، د نبي علیه السلام حدیث مبارک (کلکم راعً و کلکم مسؤلٌ …) یې تر تمسخر لاندې ونیو
چې شیخ صیب ته د شیخ الاسلام علمي لقب ورکړل شو؛ تښتېدلو پر دې لقب شخوند شروع کړ. د شیخ الاسلام لقب یو علمي رتبه او امانت دی، کوم سیاسي او پوځي مډال نه دی لکه تاسې چې له یوه جاهل څخه مارشال جوړ کړی و، له بل فولبرایټ څخه دوهم مفکر
د پردیو بې سوژې معاش خواره او د کمپ یتیمان چې سوژه پیدا نکړي، بې منطقه بګتیو ته مخه کړي او ګیله هم ترې نه ده پکار، ځکه چې د ګلالۍ کریمي د بانډ یاران دي
معصومي retweeted
عبدالرحمن احراری، عالم دینی:
دنبالکردن افغانستان اینترنشنال جایز نیست؛
این شبکه به گفته او، کفری و وابسته به آمریکا و اسرائیل است. او تأکید کرده که اینترنشنال شبکه کفری و بیدینی است.
@AFIntlBrk
معصومي retweeted
د افغانستان په لیډرانو کې مې دا لډر او یو دانه بل دی سخت بدې شي،د هغه نوم نه لیکم بیا یې پلویان خفه کېږي😉
که په ټوله نړې کې چا زما د زعماوو «چې دواړه اوس په دې نړۍ کې نشته» ماڼۍ او تجارتونه پیدا کړه، زه ترې بېزاري اعلانوم
د نجیب په اړه ځکه ځینې خولې خاموشه دي چې ماڼۍ او تجارتونه ترې نه دي پاتې، کرزی ځکه هېواد کې ارام ژوند کوي چې د وطن شتمنۍ یې شخصي نه دي لوټلي، په داسې حال کې چې د کرزي دوره ددې هېواد د تاریخ تر ټولو مالدار ترینه دوره وه او راشه نورو ته؛ د وطن په سرمایو او شتمنیو یې حتی خارجي شرکتونه او بانکونه وپړسؤل.
سیاف د روسانو د یرغل پر وخت ټول عربي هېوادونه په چل او فریب را ولؤشل، ویې لوټل خو موړ نشو، د روسانو تر وتلو وروسته یې نیم کابل ویجاړ کړ، کابلیان یې په سخت وحشت ووژل خو د شرم احساس یې ونکړ. د امریکایي اشغال د راتګ سره سم چور، تالان او غصب ته اړم شو، تر کوټه سنګي ور پورته تر پغمان یې ټول عامه املاک ټیکه او ملي شتمني د ځان کړه، د هر یرغلګر جنرال پښو ته ټیټ شو، د یرغلګرو هرې ناروا ته یې دین تحریف کړ مګر بیا هم نه سوړ شو، نه موړ؛ بیا لګیا دی د هېوادوالو د وینو تږی او د افغان خاورې د امن دښمن دی خو ښه خبره دا ده چې ټول هېواد یو ټغن کانې پلوي لري او درې څلور نور چې دده په اخؤر مړېدل، نور هیڅ پلوي نلري شکر.
معصومي retweeted
المتحدث باسم الحكومة الأفغانية ذبيح الله مجاهد يقول للجزيرة إن كابل لا تريد توسيع المواجهة مع باكستان وتفضّل حل الخلافات بالحوار والوساطة، مع احتفاظها بحق الدفاع عن نفسها
#الجزيرة_مقابلات
معصومي retweeted
یو وخت به دغې پرتلې ته خوشاله وو چې مخکې سرکونه خراب وو او اوس لوکس جوړ دي، مګر دا عامه پوهاوی مو ونه کړ چې افغانان د سهولت او ښکلي شي په استعمال او قدر نه پوهېږي.
نن ورځ یوازې زابل ولایت کې د غرمې له ١٢ بجو روسته 5 ترافیکي پېښې شوې دي.
معصومي retweeted
#درویش_صاحب_حد_کړی😘
اوس خو معلوم شو چې بوتل څوک و اتل څوک و
د پلار د تورې او د مور د ټیکري غل څوک و
ترانه ویونکی:
الحاج ملافقیرمحمد دروېش
شاعر: م عبداللّٰه ثاقب
معصومي retweeted
رهبر حزب جمعیت علمای اسلام پاکستان میگوید که اسلامآباد با امریکا در مورد معادن خیبرپختونخوا معاملات پنهانی انجام دادهاست.
#شمشادنیوز #shamshadnews
معصومي retweeted
استانبول د سختو سېلابونو په څپو کې
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د ترکیې په استانبول ښار کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او ګڼې سیمې یې تر اوبو لاندې کړې دي.
د راپور له مخې، اوبو یو شمېر کورونه، هټۍ، سړکونه او تر ځمکې لاندې لارې لاندې کړې دي، ګڼ موټر بند پاتې دي او یو شمېر نور اوبو له ځان سره وړي دي.
چارواکو د وضعیت له امله ښوونځي د یوې ورځې لپاره تړلي، پر سړکونو یې د موټرسایکلونو پر تګ بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي چې له غیرضروري تګراتګ څخه ډډه وکړي.
#ترکیه #سېلابونه #Istanbul #Turkey #Flooding
معصومي retweeted
دا خبرې یولس ورځي مخکي نشر شوئ وو:⤵️
هدف ته ګورئ 🤔
المرصاد د ژوندي وي💪
د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي:
باخبره سرچینو المرصاد ته د خیبر پښتونخوا حکومت بدلولو لپاره د پاکستان د پوځي رژيم د پلان په هکله معلومات ورکړي دي.
سرچینې وايي، د پاکستان فدرال حکومت، چې واګې یې په بشپړ ډول د پوځ په لاس کې دي، غواړي د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت څخه صلاحیت واخلي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې پر تدریجي پلانونو عملًا کار پيل کړی دی.
د سرچینو په وینا، پاکستانی رژيم په لومړي قدم کې غواړي په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د پېچلو بریدونو په ترسره کېدو سره تر اندازې زیات ترینګلی کړي، بیا د ایالتي حکومت پر ضعف باندې په استناد سره اضطراري وضعیت (ایمرجنسي) اعلان کړي، او په پای کې له ایالتي حکومت څخه عملیاتي صلاحیتونه سلب او پوځ ته انتقال کړي. د پاکستان د پوځي رژیم وروستی هدف دا دی چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت سرپرست یو برحال یا متقاعد نظامي جنرال وټاکي.
د المرصاد دا سرچینې په پاکستان کې د دننه بانفوذو اشخاصو له قوله زیاتوي چې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو د فدرال وزیر او د کورنیو چارو لپاره د دولت د وزیر د دوشنبې ورځې مشترک خبري کنفرانس هم د هغه پلان برخه ده چې هدف یې په تدریج سره د خیبر پښتونخوا د حکومت پر ضد د خلکو اذهان منفي لوري ته سوق کول دي. په یاد خبري کنفرانس کې د دواړو وزیرانو ویناوو ته په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د پوځ، اطلاعاتو وزارت او د آی ایس آی د رسنیو څانګې سره تړلو اکاونټونو پراخ انعکاس ورکړ.
سرچینو څرګنده کړې چې پاکستاني پوځ او فدرال حکومت په ګډه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت پر ضد د ذهنیت آماده کولو لپاره یو شمېر هغو خلکو ته هم امکانات برابر کړي چې په مطرحو ګوندونو کې دي او ظاهرًا خیبر پښتونخوا ته منسوبیږي.
د یادونې وړ ده، د خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د مخکني لومړي وزیر عمران خان ګوند، تحریک انصاف، واکمن دی او د خپلواکو سیاستونو او دریځونو له امله پوځي رژيم ته په سرخوږي بدل شوی دی.
teapaw.org/i/status/2105301459902…
د سرچینو په وینا، پاکستانی رژيم په لومړي قدم کې غواړي په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د پېچلو بریدونو په ترسره کېدو سره تر اندازې زیات ترینګلی کړي، بیا د ایالتي حکومت پر ضعف باندې په استناد سره اضطراري وضعیت (ایمرجنسي) اعلان کړي، او په...
🔗 پاته ولولئ
almirsaad.com/%d8%af-%d9%be%…
معصومي retweeted
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د پلویانو له لوري د پاکستان د حکومت پر ضد پیل شوي اعتراضونه شپږمې ورځې ته وغځېدل.۱/۲
معصومي retweeted
زما په اند، د مشر حکمتیار صاحب وروستۍ خبرې هغسې جدي او خپلواکې نه دي، لکه څنګه چې په لومړي نظر کې ښکاري. حکمتیار صاحب اوس د سپین ږیرتوب په هغه پړاو کې دی چې شاوخوا کسان یې په اسانۍ سره د خپلو موخو لپاره کارولی شي، او داسې ښکاري چې ځینې کسان یې په پوره هوښیارۍ او له وړاندې پلان سره همدا کار کوي.
د دوی حساب دا دی: هغه وخت چې اوسنی نظام له منځه ولاړ شي، حکمتیار صاحب به یا نه وي، او که وي هم، نو بدن او نفوذ به یې دومره کمزوری شوی وي چې پرېکړه به د نورو په لاس کې وي. بیا به ځای ناستي د مشر همدې خبرو ته د دلیل په توګه لاس وغځوي او وبه ووايي چې زموږ دریځ له پیل نه د طالبانو د حکومت پر ضد و. په دې ډول به د نن ورځې خبرې د سبا د سیاست لپاره یو چمتو سند وګرځي.
دا یوازې زما شخصي انګېرنه ده، او کېدای شي ناسمه وي. خو د سیاست په ډګر کې ډېر ځله د سپین ږیرو خبرې د هغوی له خولې نه، بلکې د شاوخوا کسانو له حسابه راوځي.
معصومي retweeted
په څو شېبو کې به د واخان سړک پرانیستې مراسم پيل شي.
د اسلامي امارت چارواکي هم په دغې مراسمو کې د ګډون لپاره ورسېدل.
#شمشادنیوز #shamshadnews
معصومي retweeted
ماشاءالله تازه غنمیت نورستان کامدیش والسوالی کی.💪
شیر یی کړی چی باداران یی پهٔ خپلو سترګو وګوری چی بیا منکر نهٔ شی.😂
معصومي retweeted
خلک د پاکستاني پوځي رژیم څخه د امن د راوستلو په اړه پوښتنه کوي:
وايي، طالبان نه ډرونونه لري، نه عصري ټکنالوژي او نه جټ الوتکې؛ خو بیا هم وتوانېدل چې خپلې فرضي کرښې وساتي، دښمن ونیسي، ووژني او اسیر یې کړي.
نو پاکستاني پوځي رژیم چې وايي «زه اټومي بم لرم»، ولې په دومره ستر پوځي ځواک بیا هم خپل هېواد ته امن نه شي راوستلای؟
که اټومي بم امن راوستلای، نو پاکستان ولې لا هم د امن په لټه کې دی.






















